No-IMG

ربه!

ربه! زمونږ په عملونو باندې مه کړه حساب

رانه کړې لېرې په دنيا او آخرت کې عذاب

مونږه يو هم د بنده ګۍ حق پوره کړی نه دی

بخښنه غواړو مستحق يو ستا د هر يو عِتاب

مونږه ده سمه لار پرېښودې په کږو روان يو

مونږ کې ورک شوی تصور دی د ګناه او ثواب

د ميم زورما ټوله زما سوکت مو ښه زده کړی

خپل جرم نه وينو دبل جرم ته ګورو کتاب

زمونږ نيکونو به اسلام ته رابلل وګړي

مونږ له اسلام خلک اوباسو په سرعت او شتاب

مونږه د يو بل پر وژلو بانډې ستړي نه شو

مونږ د هابیل او د قابیل دغې قصې کړو خراب

مونږ د تقوا جامه ويستلې ده له خپلې غاړې

ربه په نر او ښځو واچوه پرده او حجاب

پاس د دوستۍاو يارانې ساتو له ډېرو سره

خو مور او پلارته په غصه کې ورکوو رډ ځواب

لکه ړانده لاسونه پښې وهو او مخکې درومو

مونږ د رڼا لاره پرېښودې ځو په لار دسراب

هسې په خوله يو دعوېدار د محبت او مينې

مونږ په عمل کې چاته ور نه کړو د مينې ګلاب

د ړندو ښار دی ( توره کيه) لاس په سترګو کېږده

هر څه حلال دي خو حرام دي د انګورو شراب

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک