نننی مسلمان
چې له لومړۍ نه کړي دفاع له دويمې هم نه کوې
يهود که نيسي مدينه بیا به هم غم نه کوې
ستا د ايمان ارزښت به څومره وي په خپله وايه
چې يوه ذره کار په قرآن او سنت سم نه کوې
نفوس دې نن سبا له دريوو ملياردونو اوړي
هسې د خولې غږ خو کوه که کار د بم نه کوې
ډزېږي نۀ پر دې وسلو دې الله اور پورې کړه
چې پرې دفاع د لومړنۍ قبلې حرم نه کوې
نه قذافي شته نه صدام چې يې ځواب ووايي
عرب نر ښځو نه به طمعه د پرتم نه کوې
فلسطين سوځي ته يې اور ته تودوې لاسونه
غلام واکمنه ! ولې سوچ د جهنم نه کوې
مسلمه پاڅه! دا زنځير او زولنې ماتې کړه
نور به باور د واکمنانو په کرم نه کوې
ټول اسلامي امت په شان دی د يو تن او وجود
دې کې به فرق د عرب او د عجم نه کوې
رب موحال نه بدلوي څو مونږ بدل شوي نه يو
وا ( توره کيه ) ډېر باور به په آدم نه کوې
