سباوون
د سباوون لیکنی
افغانستان کې د « حد » جاري کولو په عنوان بې تعمقه وژنې !
کله چې پر يو چا باندې د حد جاري کولو خبره مطرح شي ؛ ډېری مسلمانان پر دې ترکيز کوي چې پر مجرم باندې حد جاري شي ؛ دا ډول تاکيدي غوښتنې عمدتا د هغه چا له خولې راوځي چې ځانونو ته مبارزان او د اسلام واقعي پلويان وايي !! دوی ځکه په الحاح سره ددې ډول مجازات غوښتنه کوي چې د جرمونو کچه را ټیټه او د مجرمانو جرئت سلب کړی شي . دا خلک اساساً ښه وايي ؛ خو د مجرمانو په مجازات کې نه تامل کاروي او نه د تعمق اړتيا محسوسوي ؛ ځکه خو د سزا اکثره پېښې دښمنانو ته لاسوندونه شي ، او تر ګټې يې تاوان ډېر شي !!
په تېرو څو کلونو کې د « زانيانو » په نوم يو شمېر خلک سنګسار کړی شول ؛ معلومه نه ده چې د دوی په مجازات کې به شرعي ايجابات مد نظر نيول شوي وي او که به د مجازات پر پلويانو لمبه لمبه احساسات غالب شوي وي ...
نور ولوله
مُرتجع
له يوې کړسنده خندا سره يې وويل :
د کمونيستي اقتدار لومړۍ ورځې وې ، شعارونه نوي شوو ، اکټونو تر کهکشانه ليکه وکړه ، کارګر په پرولتر واوښت ،
دين پالی مرتجع و بلل شو ، او دين پلور او وطن پلور مترقي او روشن فکر !! کمونيست ته به دا ښه ښکارېده چې په خپل آئين ملنډې ووهي ، او خپل کُلتور په لغته ووهي !
زما يو کمونيست ټولګي وال هم تازه په بازار راغلی ؤ ، که څه هم په ځِګر کې يې الِف نه ؤ ؛ خو ځان يې تر بل هر چا لوړ او روڼ اندی باله !! روڼ اندي صيب د روښن خيالۍ يوه نښه دا بلله چې څوک له اسلام نه منکر او له خدای سره په جنګ اخته شي ؛ ځکه خو يې ځانته « بې خدا » تخلص انتخاب کړ !!
حکمت الله يې نوم ؤ ؛ خو په دې سخت خفه کېدو چې له نوم سره يې الله ذ...
نور ولوله
هریوبه لقمان ګڼې،دلته که اوسېـږې ته!
په پرمخ تللیو هېوادونو کې ناقد دروند تلل کېـږي او انتقاد د چارواکو د اصلاح وسیله ګاڼه شي ، څوک چې په واکمنا نو نیوکې کوي ، نه یوازې ترټي یې نه ، لاچې ستا یي ، یې،
شابا س پرې وایي او جُرئت ورکوي چې د چارواکو په وړاندې ژبه او د قلم نوکه تېره وسا تي.
ډېری لیکوا لان او عالمان کله ،کله د خپلو چارواکو خلا ف د
تهذ یب منا في ژبه کاروي ، پر چارواکو سپورې، سپکې وایي ،حتا پټ رازونه یې را سپـړي ؛ خو حکمرانان
یې په سړه سینه اوري او نقد یې دیموکراتیک حق ګڼي.
مرحوم مولانا بجلي ګر به چې په خپلو چارواکو پسې خوله پرا نیستله ؛نو که به یې د بېنظېري غوندې صدراعظمه «خره» او مولانا فضل رحمن «خر» هم وبلل ، چا یې مخه نه نیوله، ؛ځکه چې چا رو...
نور ولوله
شرعي شِنګ
د ملاصیب پر خبرو غُصه او احساسات دواړه غالب وو، رېـږدېـدو او ستونی یې بند ، بند کېـدو ، پرټنډه یې د کاوړ ګارې پولې ، پولې ولاړې وې ، سامعین پوهېـدل چې « صیب » د غُصې پېـریانو نیولی ؛ ځکه خو یې په وینا کې نه وزن شته ، نه اغېـز ! خبرویې چاته خوند نه ورکاؤ ؛ خو کېناسته یې ناکام ؤ ! له ډېریو سره دا اندېښنه وه ؛ که د خبـرو په منځ کې ترې ووځي ، له شر سره به یې مخامخ شي ، او هسې نه په کومه توره فتوا يې ونمانځي ، یاغیان وباغیان یې وګڼي او د چا سزا ته یې برابرکړي!
ملاصیب د وینا په منځ ، منځ کې څو واره غاړه تازه کړه؛
اهه،اهه، اهه...
کتونکي پوهېدل هغه د غاړې په تازه کولو خپل احساسات کابوکوي ، بیا یې غاړه تازه کړه؛
اهه، اهه، اهه...
لاړې...
نور ولوله
استعمار د مسلمانانو د اغفال لپاره بېلابېل تکتيکونه په کار اچوي
استعمار د مسلمانانو د اغفال لپاره بېلابېل تکتيکونه په کار اچوي ؛ چېرته له سرمايې نه کار اخلي ؛ چېرې تخنيکي وسايل کاروي ؛ او چېرې له داسې ښځو استفاده کوي چې د ناز او کرشمو په وندني مسلمان بند په بند تړلی شي !! ياسر عرفات د همدغسې لوبې په پايله کې ؛ هم له خپلې داعيې تېر شو ؛ او هم يې پر فلسطين معامله وکړه ! يوه ښکلې « سها » يې ور سکرتره کړه ؛ چې په سوکه سوکه يې لومړی د عشق په دام کې بند کړ ؛ بيا يې د فلسطين د آزادۍ په نوم لاسته راوړې پانګه ټوله ترې ټک وهله ؛ او په پای کې يې ا سر ا ئيل په رسميت پرې و پېژندل !! هغه مهال چې سها د نوموړي د اغفال لپاره دام غوړاؤ ؛ عمر يې ۲۷ کاله ؤ ؛ خو ياسر عرفات نه يوازې عمر خوړلی ۶۰ کلن بوډا ؤ ؛ بلکې دومره خوړجن ( بدرنگ ) ؤ چې يوې موتازه سپين روبې مېرمنې هم ورته زړه &n...
نور ولوله
ژوندی شهيد
يوه لويه کنده يې جوړه ګړه
برېتو وويل ؛
اشرار ورخطا کړئ !
سربازان زړه نازړه ودرېدل
نه يې غوښتل د تاريخ يوه بوږنوونکې تراژیدي تکرارشي
برېتو وغړمبېده :
- تاسې ته وايم، « اشرار » لاندې خطا کړئ ...
سربازانو يو - بل ته وکتل ...
په سترګو کې يې څه پيغامونه تبادله کړل
د قوماندان له امره د انکار پيغامونه
له خپلو وطنوالو سره د خواخوږۍ پيغامونه
برېتو يو ځل بيا وغړمبېده ...
تاسې زما امر نه منئ !
ورټوپ يې کړل
یو ډنګر سرباز يې په وهلو وهلو کندې ته ورخطا کړ...!
پرنورو يې ورمنډه کړه ...
ترسوکانو اولغتو لاندې يې ونيول ...
- د اشرار زامنو تاسې ټول د مرګ ...
نور ولوله
موږ تر اوږده لټون وروسته ؛ نن پوه شوو چې خوند په څه شي کې دی
ظاهرشاهي دوره وه ، قندوز بازار کې له يوې جوړې نابلدو خلکو سره مخامخ شوم ، دواړه بهرنيان ښکارېدل ، شنو سترګو او سرو مخونو يې د بهرنيو اتباعو نمايندګي کوله ، ور لنډ شوم ، په ځير ځير مې ور وکتل ، په زړه کې را تېره شوه چې په انګريزي ژبه يې مخاطب کړم ، هغه مهال افغانستان کې د خال خال خلکو انګليسي ياده وه ؛ خو زه پرې ځکه مسلط وم چې په پاکستان کې مې ښوونځی ويلی ؤ ، موږ اوږده موده د پېښور په چارسده کې ژوند کړی ؤ ، پلار مې د باچا خان نيږدې ملګری ؤ ، لا چې ښی لاس يې ؤ ، دوی دواړو د پښتنو استازولي کوله ؛ خو وروسته په دې سره وران شول چې باچاخان له ګاندي سره لاره يوه کړه ، لا چې پر پښتنو يې معامله وکړه ! زما پلار چې له دې معاملې خبر شو ، له ګاندي يې لاره بېله کړه او ويل يې :
باچا امام زه مقتدي وم
ګاندي امام ...
نور ولوله
ژوند له سرښندنې سره
ځينې دوستان په لمانځه او آسانه عباداتو بسيا کېږي ؛ ګمان کوي چې عبادت يوازې لمونځ ادا کول او څو آسانه اذکارو ته وايي !! دوی په دې نه پوهېږي چې ژوند د مبارزې ، مجاهدت او سرښندنې نوم دی ، که يوازې په لمانځه او آسانه اذکارو بسنه کېدای ؛ نو تر پيغمبرانو عليهم السلامو هيچا هم ښه لمونځ نه کاؤ ، د اذکارو برخه يې هم تر هر چا غوره وه ؛ خو د هغوی مأموريت دا ؤ چې ؛ په لمانځه او نورو ډېرو ښېګڼو سر بېره د سر تېرو سپاهيانو په څېر ژوند وکړي ؛ ځکه خو پيغمبر صلی الله عليه وسلم ددې تمنا کوله چې ؛ د الله (ج ) په لاره کې مبارزه وکړي ؛ شهيد شي ؛ بيا ژوندی شي ؛ بيا شهيد شي ؛ بيا ژوندی شي ...
پيغمبرانو (ع) يوازې آسانه عبادات په ميراث نه دي پرېيښي ؛ بلکې مسلمانانو ته يې دا ميراث هم پرېيښی چې ...
نور ولوله
د مور حق
« خوره ؛
څښه ؛
پر مُصله کېنه ؛
خپل عبادات کوه ؛
نور نو څه غواړې ! »
دا هغه خبرې دي چې ډېری زامن يې له احسان بارولو سره يو ځای د والدينو پر مخ ور موښي !
د دوی په آند ؛ د مور او پلار حق دادی چې په خېټه ماړه او د معتکف په څېر په کوم کونج کې په مُصله کېنول شي ؛ نه په چا کار ولري او نه له چا سره خبرې وکړي ...!!
له زامنو سره دا ډول فکر هغه مهال را پيدا کېږي چې متاهل شي او کله کله يې د مور او ماندينې ترمنځ لفظي خرخشې را منځ ته شي !! کله چې زوی د هغوی ترمنځ له جنجالونو ستړی شي ؛ نو بيا يې حل لاره دا ګڼي چې مور د احترام په ګُمان چېرته ګوښه کېنوي...
نور ولوله
د زړه د حملې، بندو رګونو، او کولیسټرول د مخنیوي لپاره یوه طبیعي نسخه
ژوند له حوادثو ، ابتلا آتو او بېلا بېلو ستونزو سره تړلی ؛ هيڅ حادثه ، او ستونزه بې حکمته نه وي ؛ منم چې انسان د خپل ضعيف خلقت له مخې د ابتلاآتو تاب نه لري ؛ د ابتلاء په مهال جزع و فزع کوي ؛ خو الله جل شانه چې په مسلمان ابتلاء راولي ؛ حکمت پکې دا وي چې د مشکلاتو په مجمر کې يې پوخ او عمران ته يې جوړ کړي ؛ لکه خښتې چې له لمبو وهلو وروسته عمران ته برابرېږي ، او تعمير يې پوخ راځي ؛ انسان هم همداسې دی ؛ که د مشکلاتو په بټۍ کې پوخ نه شي ، نظام پرې نه رغېږي ؛ لا چې يزيد ترې جوړېږي . ضمناً هره ستونزه د بلې ستونزې د مخنيوي لپاره انسان محافظتي تدابيرو ته هڅوي ؛ الله جل جلاله په مسلمان دا نه لوروي چې له تنبيه پرته يې د اشتباهاتو او خطاياوو تکرار ته پرېږدي ؛ او/ يا يې د يو ټمبل انسان په څېر د فيل په غوږ کې ويده و ساتي ؛ دا ، داسې معن...
نور ولوله
په استعمار پورې تړلي ډلې؛ مجاهدين په پاکستان پورې تړي
په استعمار پورې تړلي ډلې؛ مجاهدين په پاکستان پورې تړي او افغان جهاد د « آی، اس، آی» د شرارتونو پايله ګڼي !! دوی دا تبليغ هم کوي، چې د داوود خان خلاف لومړۍ جګړه هم (مجاهدينو) پيل کړه!!
دا ډول تبليغاتو ته تر ډېره بريده کمونيستان هوا ور کوي او هدف يې دادی چې زموږ عظيم الشان« ان ق لاب » د پنجاب او نورو اجانبو محصول معرفي کړي !! استعماري هېوادونه او لاسپوڅي يې ټول په دې لټه کې دي چې د اس لا مي انقلاب لاسته راوړنې و تروړي او د افغانستان د بربادۍ پړه پر م ج اهد ينو واړوي !! له قضاياوو ناخبر ځوانان هم په پټو سترګو ورسره روان دي او په دې نه پوهېږي چې دا يوه لويه « بین ا لکفري » توطئه ده چې د تاريخ په هر پړاو کې په بېلابېلو طريقو عملي شوې !! د...
نور ولوله
لوی خان
ټرامپ په عربو کې دروند و تلل شو ؛ شیخان يې د تعظيم په پار قطار قطار و درېدل ؛ او عجيبه خو دا چې د هرکلي لپاره يې
« بیبیانې » هم مصافحې ته وړاندې کړې !! د دې معنا دا نه ده چې هغه په شيخانو ښه لګېږي ؛ بلکې معنا يې داده چې زور لري ؛ وسلې لري ؛ ډالر لري ؛ ځکه خو محترم ګڼل کېږي او ځکه خو يې بلا خلک په لکۍ پسې ټالونه وهي !! ټرامپ اوس د نړۍ « خان » دی ؛ نوکران لري ؛ مطيعان لري او داسې شیخان يې د زور پر بند تړلي چې تر يوې مُسکا يې د څلور سوه ميليون ډالرو موډرنه الوتکه ځارولی شي !! تېره اونۍ چې د هند - پاکستان جګړې زور واخيست ؛ همدې خان په يوه « آرامسئ » له جګړې په شا کړل !!
بې ځايه يې نه دي ويلي چې...
نور ولوله
