No-IMG

موږ تر اوږده لټون وروسته ؛ نن پوه شوو چې خوند په څه شي کې دی

ظاهرشاهي دوره وه ، قندوز بازار کې له يوې جوړې نابلدو خلکو سره مخامخ شوم ، دواړه بهرنيان ښکارېدل ، شنو سترګو او سرو مخونو يې د بهرنيو اتباعو نمايندګي کوله ، ور لنډ شوم ، په ځير ځير مې ور وکتل ، په زړه کې را تېره شوه چې په انګريزي ژبه يې مخاطب کړم ، هغه مهال افغانستان کې د خال خال خلکو انګليسي  ياده وه ؛ خو زه پرې ځکه مسلط وم چې په پاکستان کې مې ښوونځی ويلی ؤ ، موږ اوږده موده د پېښور په چارسده کې ژوند کړی ؤ ، پلار مې د باچا خان نيږدې ملګری ؤ ، لا چې ښی لاس يې ؤ ، دوی دواړو د پښتنو استازولي کوله ؛ خو وروسته په دې سره وران شول چې باچاخان له ګاندي سره لاره يوه کړه ، لا چې پر پښتنو يې معامله وکړه ! زما پلار چې له دې معاملې خبر شو ، له ګاندي يې لاره بېله کړه  او ويل يې :
باچا امام زه مقتدي وم
ګاندي امام شو ځکه ځانله نيت تړمه
زما پلار په قندوز کې هم کور لاره ، د وخت حاکمانو ښه ډېره زمکه ور کړې وه ؛ ځکه خو به موږ کله پېښور ، کله قندوز کې ژوند کاؤ ....
په هر صورت دا خبرې مې تر دې پورې وکړې چې زه هغه مهال په انګليسي ژبه پوره مسلط وم ، ورته کړه مې :
Hi ! Good morning!
ور زياته مې کړه : تاسې څوک او د څه شي په لټه کې ياست ؟
مېرمنې يې ځواب راکړ :

We are Baritish tourits...
موږ بريتانيايي سياحان يوو ...
- نو څه غواړئ ؟
- رستورانټ لټوو چې څو شپې پکې آرام وکړو ...
ور غبرګه مې کړه :
دې ښار کې زما کور دی ، ښه لوی مېلمستون لرم ، آيا ما سره تلای شئ ؟
يو بل ته يې وکتل ، سره و موسېدل ، بيا يې ماته وويل :
- آيا هلته رستورانت دی ؟
- نه نه ، د کور خوا کې مې مېلمستون دی ؛ مېلمنو ته مو جوړ کړی ....
 بټې ګوتې يې د هوکې په دود لکې کړې ، سره و يې وويل؛ Good
دوی ما سره په تلو ځکه خوشاله وو چې زه يې ترجُمان و موندم ؛ فکر يې کاؤ  ډېری پوښتنې به يې ځواب شي ....
ټکسي ته مې لاس ونيو ، تر ځايه مې له معمولي کرايې دوې افغانۍ زياتې ور کړې ، د کوټې مخې ته يې ښکته کړو ، ډرېور ته مې مخه ښه کړه ؛ مېلمانه مې په کوټه کې کېنول .
موږ مېلمنو ته په باغ کې کوټه جوړه کړې وه ،  د ځينو ونو مېوې پخې شوې وې ... ، ورته و مې ويل : تاسو به همدلته اوسئ ، له همدې مېوو به خورئ ؛ ډوډۍ به مو هم حواله وي ...
باغ ته ننوتم ښه ډېره مېوه مې ورته را وشکوله ؛ بيا مې ددوی له طبعې سره برابره ډوډۍ هم ورته تياره کړه ....
بريتانويانو يوه اونۍ دلته په خوشالۍ تېره کړه ، د ورځې به په خپل کار پسې لاړل ؛ مازديګر به کوټې ته راغلل ، له راتګ نه وړاندې به ما کله مېوه ورته تياره وه ؛ کله يو يو ګيلاس شيدې ... تر ډوډۍ مهاله به مو ښایسته ډېر معلومات سره شريک کړ ، دوی به د افغانانو په اړه پوښتنې کولې ؛ ما به د غربي هېوادونو رواجونه او تعاملات ترې پوښتل ...
د اونۍ په پای کې يې راته وويل ؛ موږ د تلو په نمت يوو ، بِل راکړه چې پيسې درکړو ...
ورته و مې ويل : موږ افغانان يوو ، د مېلمنو چوپړ مو د فرهنګ برخه ده ؛ ځکه نه په چا د ډوډۍ احسان باروو ؛ نه ترې مصارف غواړو ...
يوبل ته يې سره و کتل ، پر شونډو يې نرۍ مُسکا خپره شوه 
سره ويې ويل : 
هغه څه چې موږ لټول ، همدغه ؤ 
موږ خپله ورکه و موندله
موږ تر اوږده لټون وروسته ؛ نن پوه شوو چې خوند په څه شي کې دی ...
بيا يې له ما سره دا کليمه غبرګه کړه : 
اشهد ان لااله الاالله .
 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک