No-IMG

هریوبه لقمان ګڼې،دلته که اوسېـږې ته!



 
 په پرمخ تللیو هېوادونو کې ناقد دروند تلل کېـږي او انتقاد د چارواکو د اصلاح وسیله ګاڼه شي ، څوک چې په واکمنا نو نیوکې کوي ، نه یوازې ترټي یې نه ، لاچې ستا یي ، یې، 
شابا س پرې وایي او جُرئت ورکوي چې د چارواکو په وړاندې ژبه او د قلم نوکه تېره وسا تي.
ډېری لیکوا لان او عالمان کله ،کله د خپلو چارواکو خلا ف د
 تهذ یب منا في ژبه کاروي ، پر چارواکو سپورې، سپکې وایي ،حتا پټ رازونه یې را سپـړي ؛ خو حکمرانان
یې په سړه سینه اوري او نقد یې دیموکراتیک حق ګڼي.
مرحوم مولانا بجلي ګر به چې په خپلو چارواکو پسې خوله پرا نیستله ؛نو که به یې د بېنظېري غوندې صدراعظمه «خره» او مولانا فضل رحمن «خر» هم وبلل ، چا یې مخه نه نیوله، ؛ځکه چې چا رواکو یې د تُندې لهجې په هنداره کې خپل مخونه کتل اوخپلو غلطیوته یې پام اوښت .
په پرمخ تللیو هېـوادونوکې نقد د نظام پرمختګ او د وګړیو حق ګاڼه شي؛ ځکه خو د فرانسې د انقلاب مشر یو ښکنځل مارته وویل:
«ما د همدې لپاره انقلاب کړی چې تا غوندې پرېوتی سړی ما غوندې مشر تر ګرېوان ونیولی شي!»
 له بده مرغه افغانستان کې د نقد غبرګون د ټوپک ډز یا په کاڼي ویشتل دي! په دې نا زغمه ټولنه کې که ملا جلالي شي ؛ناقد په کفر نمانځلی شي او که چارواکی کاوړشي، شونې ده په مرګ یې محکوم کړي!
افغا ن لیکوا ل(مسعود اطرا في) په یوه مقا له کې کښلي:
په ۱۳۵۷ کال یو تن په دې جرم د مرګ کندې ته وسپارل شو چې
 « تره کی» یې په ناپامۍ
« تره »لیکلی ؤ ؛ خلقیانو یې دا کار د خپل «رهبر» سپکاوی وباله؛ځکه یې ورته د مرګ سزا واوروله، تر دې آخوایې اوولس(۱۷) تنه نورافغا نا ن هم ورسره جرمي شریکان وبلل او ټول یې په یوه ورځ د تره کي له نومه ځارکړل!!
کمونیستا نو په داسې حا ل کې دا خلک ووژل چې ځانونه یې دیموکراتان اوخپل حکومت یې «دیموکراتیک» نومولی ؤ!
همدا راز  قندهار کې مولوي عبدالله فیاض په دې ګناه ووژل شو چې پر مرحوم ملامحمد عمر مجاهد یې د «امیرالمؤمنېن» چپنه غټه بللې وه!
مولوي عبدالله فیاض د هغه مشهور عالم
(مولوي عبدالرب) اخوندزاده زوی ؤچې کمونیستا نو د ایمان په جرم له الوتکې ژوندی وغورځاؤ!
دلته له بده مرغه هر « صیب » په پزه مچ نه پرېـږدي او که څوک پرې نیوکه کوي ، په مرګ یې تما مېدای شي!
 نباض « الفت » په دې ټولنه کې د چلېدو راز په دې پورې تړي چې :
وران کار به ودان ګڼې دلتـــه کـه اوسېــــږې تــه
حق ويل بــــه زيان ګڼې ، دلتــــه که اوسېـــږې تـــه
ورځې ته به شپـــه وايې ، چا کــه ورته شپــــه ويل
تور به سپيـــن شيـــان ګڼې دلتـــه که اوسېــږې تــه
ټيټ خلک به جګ ګڼې ناست که په جګ ځای کې وو
ځمکـه بــه اسمــان ګڼې ، دلتـــه کــه اوسېــږې تــه
هر چا چې هــر څـــه کــول ، ته به صفتــونـه کـړې
هر يو بــه لقمــان ګڼې ، دلتـــه کــه اوسېــږې تــه.
هو ! دلته د چلېدو لاره دا ده چې يا په خوله د سکوت مهر ووهې او يا د « صيب» هرې نادودې ته د ستاینې غوړ ، غوړ القاب وکاروې!
 دلته د « صيب » دناروا وو په وړاندې سکوت ته اطاعت ویل کېـږي، که څه هم ړوند اطاعت وي اوټولنه ګړنګونو ته شېوه کړي!
 عجيبه خو داده چې دلته دا ډول ړانده مطيعان  درانه تلل کېږي ، رتبې اخلې ؛ تمغې اخلي ؛ حتا زموږ برخليک هم په لاس اخلي ؛ خو آخواته  د اخلاص ، صداقت ، او محبت
په زيور ښکلي ياران؛
« يا يې د دار په تندي ګوره يا د نار په اوږو
د محبت ، د صداقت په تور بدنام وګړي»!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک