د سباوون لیکنی
آيا اجړاګان د مرګ وړ دي !؟
په انساني ټولنه کې يوه بد مرغي داده چې ځينې د لور په پيدايښت خفه کېږي او ځينې د نرښځي !! دا بد مرغي د نورو قومونو په نسبت په پښتنو کې زياته ده ؛ آن تر دې چې ډېری پلرونه د لور پيدايښت نه خوښوي ؛ خاصکر هغه خلک چې بديدار وي او / يا يې سر په سر لورانې پيدا شوې وي ؛ دوی هيڅکله د لور زېـږون نه خوښوي او حتا هغې مېرمنې ته په سپکه سترګه ګوري چې ؛ د دوی د انتظار خلاف لور زېـږوي !! د هغوی په آند ؛ ښځه کولی شي چې له الهي پرېکړې او طبي ايجاباتو پرته ، زوی و زېږوي ، او که يې پر زېـږون بريالۍ نه شي ؛ مېـړه يې حق لري چې و يې رټي ، او حتا زېـږولې لور ته يې هم په درنه سترګه ونه ګوري !! دا ډول مېـرمنې نه يواځې د ځينو نا اهلو مېـړونو له نظره مردودې وي ؛ لاچې د خاوند کورنۍ ته منسوب غړي يې هم سپکه تلي ، پېغورونه ور کوي...
نور ولوله
د ټرامپ انتخاباتي بريا ؛ د نړۍ پر زياتو هېوادونو زلزله ګډه کړې !!
نوموړی د بل هر ولس مشر په نسبت په زياتو رايو ټاکنيزې سيالۍ وګټلې ؛ د امريکا په تاريخ کې دا يوه حيرانوونکې پېښه وه چې د ولس مشريزو ټاکنو يو نوماند يې ؛ هم خپله ډېر وټونه واخيستل ؛ او هم يې پارلمان او سنا مجلسونو ته په غوڅ اکثريت لاره و موندله ! دا مسئله د نړۍ په چارو کې ټرامپ ته خلاص لاس ورکوي ؛ نوموړی کولی شي په هر اقدام کې د مجلسينو حمايت له ځان سره ولري !! د نوموړي قاطعيت ، شدت او ذاتي کاواکيو ته پر کتو ؛ نړيوال په نړۍ کې د نويو بحرانونو زېږون اټکلوي !! که څه هم هغه په انتخاباتي سياليو کې تر ګټاټ وروسته وويل ؛
« نوې غميزې نه زېږوي ؛ بلکې جنګونه به پای ته ورسوي »
؛ خو نړيوال د نوموړي کاواکه مخينې ته په پام ؛ ډاډمن نه دي ؛ ځکه خو د کامنولټ هېوادونو...
نور ولوله
آيا «اخوا نيان» کافران دي؟
د « عبدالرب ناصح » په نوم يو جناب عجب کفر غږوي ، دی ځان کټر سلفي ګڼي ؛ ځکه خو نه مذهب مني ، نه تنظيم مني او نه له سلفيانو پرته بله حلقه !! دا جناب وايي چې ؛ ( ح م ا س(
د اسلام لپاره جګړه نه کوي ؛ بلکې په روافضو پورې تړلی ګروپ دی ؛ مشر يې چيکوارا ته ورته سړی ؤ ؛ ځکه خو يې په مرګ بايد خواشيني نه شو !!
په بل ځای کې دا جناب پر ټولو اخوا نيانو چليپا را کاږي او په کفر يې متهموي !! ضمناً په دې هم خوشاله دی چې افغانستان کې
اخو اني احزاب مهار کړی شول ، که نه اوس به يې هم کفر (؟) ته دعوت چلاؤ !!
د نوموړي په آند په نړۍ کې يوازې داعشيان او په القاعده پوري تړلي وګړي واقعي مسلمانان دي او ب...
نور ولوله
طالبانو بلها فرصتونه ضايع کړل !
په تېرو څه باندې درې کلونو کې ؛ ناټو ټلواله په اکراين کې له روسانو سره په جنګ بوخته وه ؛ خال ، خال جګړه ييزې بوختياوې يې په منځني ختيځ کې هم لرلې ؛ ايران او روسان هم د منځني ختيځ او اکراين په جګړو کې ښکېل وو ؛ پاکستان په خپل منځي جنجالونو اخته ؤ ؛ او شمالي ګاونډيان د خپلو اقتصادي غوړېدنو په لټه کې ول ؛ ياد هېوادونو ددې موکه نه لرله چې افغان نظام ته ننګونې را ولاړې کړي او په داخلي امورو کې يې مداخله وکړي ... افغانستان ته بهترين فرصت په لاس ورغلی ؤ چې له يوې خوا يې د يو ايډيال نظام د ايجاد لپاره هڅه کړې وای ؛ داخلي مشروعيت ته يې لاره هواره کړې وای ؛ او له بلې خوا يې له نړۍ سره د سالمو اړيکو کانالونه غځولي وای ؛ له دې ډول مثبت اقدام سره شونې وه طالبان په رسميت پېژندل شوي وای او شمالي ګاونډيانو ...
نور ولوله
په استعمار پورې تړلي ډلې؛ مجا هدين په پاکستان پورې تړي
په استعمار پورې تړلي ډلې ؛ مج ا هد ي ن په پاکستان پورې تړي او افغان « ج ه اد » د « آی ، اس ، آی » د شرارتونو پايله ګڼي !! دوی دا تبليغ هم کوي ، چې د داوود خان خلاف لومړۍ جګړه هم
« م جا ه دي نو » پيل کړه!!
دا ډول تبليغاتو ته تر ډېره بريده کمونيستان هوا ور کوي او هدف يې دادی چې زموږ عظيم الشان« ان ق لاب » د پنجاب او نورو اجانبو محصول معرفي کړي !! اس تعماري هېوادونه او لاسپوڅي يې ټول په دې لټه کې دي چې د اس لا مي ان قلاب لاسته راوړنې و تروړي او د افغانستان د بربادۍ پړه پر م ج اهد ينو واړوي !! له قضاياوو ناخبر ځوانان هم په پټو سترګو ورسره روان دي او په دې نه پوهېږي چې دا يوه لويه &la...
نور ولوله
