استعمار د مسلمانانو د اغفال لپاره بېلابېل تکتيکونه په کار اچوي
استعمار د مسلمانانو د اغفال لپاره بېلابېل تکتيکونه په کار اچوي ؛ چېرته له سرمايې نه کار اخلي ؛ چېرې تخنيکي وسايل کاروي ؛ او چېرې له داسې ښځو استفاده کوي چې د ناز او کرشمو په وندني مسلمان بند په بند تړلی شي !! ياسر عرفات د همدغسې لوبې په پايله کې ؛ هم له خپلې داعيې تېر شو ؛ او هم يې پر فلسطين معامله وکړه ! يوه ښکلې « سها » يې ور سکرتره کړه ؛ چې په سوکه سوکه يې لومړی د عشق په دام کې بند کړ ؛ بيا يې د فلسطين د آزادۍ په نوم لاسته راوړې پانګه ټوله ترې ټک وهله ؛ او په پای کې يې ا سر ا ئيل په رسميت پرې و پېژندل !! هغه مهال چې سها د نوموړي د اغفال لپاره دام غوړاؤ ؛ عمر يې ۲۷ کاله ؤ ؛ خو ياسر عرفات نه يوازې عمر خوړلی ۶۰ کلن بوډا ؤ ؛ بلکې دومره خوړجن ( بدرنگ ) ؤ چې يوې موتازه سپين روبې مېرمنې هم ورته زړه نه شو ښه کولی ! ضمناً سها ښکلې وه چې زرګونه ځوانانو يې د نکاح تړون ته غاړه ښودله ؛ خو هغې د يوه استعماري هدف لپاره پر بوډا او خورا بدرنګ عرفات ځکه لاس کېښود چې پروګرام ور کړی شوی ؤ !! کله چې عرفات د فلسطين تر پلورلو وروسته مسموم کړی شو ؛ سها له خپلې لور سره ۱۲ ميليارده ډالر فرانسې ته يووړل ؛ او اوس هم هملته مزې او چړچې پرې کوي !!
« خلي ل زاد » چې د يونيکال کمپنۍ يهودڼې سره غوټه شو ؛ لومړی يې افغاني هويت پې پرېښود ؛ بيا يې د بن تړون ته و هڅاؤ ؛ د بهرنيانو راوستو ته يې شرايط برابر کړل او تر شل کاله خونړي جنګرېز وروسته يې يوې بلې لوبې ته و هڅاؤ !
تاسې هغه محب الله محب هم و ليد چې د پردۍ م ې ر منې پر مټ يې پر افغانانو راج چلاؤ !! ګمان مه کوئ چې بي بي ګله دې هم د يو تصادف له مخې اشرف غني ته په نکاح ور کړی شوې وي ؛ د دوی دواړو تړون هم د سها - عرفات نکاح ته ورته ؛ يوه مرموزه معامله وه چې په مدار مدار د غني پر حکمرانۍ منتج شوه ؛ لا چې د بلا ذو تابعينو راج ته يې د مشروعيت (؟) پرتوګ ور واغوست !! افغانستان کې دا دوهم ځل ؤ چې ذوتابعتينو په نظام کې لومړي مقامونه واخيستل ؛ کمونيستانو را پيل کړ او د تور
ښک ېلاک له چپاو سره نور هم و غوړېدو ؛ حال دا چې تر هغه وړاندې نه دوه تابعتينو ته دنده ور کول کېدله ؛ او نه د پرديو مېرمنو مېړونه په عسکري چوکاټ کې ځائېدل ....
تاسې شايد هغه « کاترين شکدم » هم ليدلي يا لوستې وي چې په خورا مهارت يې د ايراني مقاماتو درشل ته ځان ورساؤ او د بلها لوړ پوړو ا ي ر انيانو دوسيې او د هستوګنې سيمې يې د اسر ا ئ يلو پر مېز کېښودې ! هغې نه يوازې د اي را ني اتُم پوهانو ميشت ځايونه افشا کړل ؛ بلکې له سل تنو لوړو پوړو ا ي را نيانو سره يې متعه هم وکړه !! هغې اي ر ا نيا ن د ايمان راوړلو په رنګین عنوان اغفال کړل او بيا يې پر دوسيه باندې بوخته شوه !!
څو کاله وړاندې مې ( استعمار در لباس مذهب ) کتاب لوستلو ؛ هلته هم د « ان ګ رېزا نو » لخوا يو ځوان ته دنده سپارل شوې وه چې د ترکيې ملايانو ته لومړی د ايمان راوړلو موضوع عنوان کړي او بيا يې په څنګ کې د جاسوسۍ پروګرامونه پر مخ يوسي ! هغه ته د « ان ګ لس تان » استخباراتي سازمان دا دنده هم سپارلې وه چې د مصلحت په صورت کې د بچه بازانو غوښتنو ته هرو مرو مثبت ځواب ووايي !!
دا ټولې خبرې مې ددې لپاره وليکلې چې مسلمانان له پرديو ښځو سره ځکه محتاط و اوسي چې د پرديو مېرمنو تر شا د استخباراتي کړيو لوی لوی لاسونه موجود وي .
