د مور حق
« خوره ؛
څښه ؛
پر مُصله کېنه ؛
خپل عبادات کوه ؛
نور نو څه غواړې ! »
دا هغه خبرې دي چې ډېری زامن يې له احسان بارولو سره يو ځای د والدينو پر مخ ور موښي !
د دوی په آند ؛ د مور او پلار حق دادی چې په خېټه ماړه او د معتکف په څېر په کوم کونج کې په مُصله کېنول شي ؛ نه په چا کار ولري او نه له چا سره خبرې وکړي ...!!
له زامنو سره دا ډول فکر هغه مهال را پيدا کېږي چې متاهل شي او کله کله يې د مور او ماندينې ترمنځ لفظي خرخشې را منځ ته شي !! کله چې زوی د هغوی ترمنځ له جنجالونو ستړی شي ؛ نو بيا يې حل لاره دا ګڼي چې مور د احترام په ګُمان چېرته ګوښه کېنوي !!
دې ډول فکر د « عليا حضرتي » او امان الله خان ترمنځ ستره ستونزه را ولاړه کړه ؛ آن تر دې چې د نظام د سقوط له اسبابو يې يو سبب شو !! عليا حضرتي د امان الله خان مور وه چې نوموړی يې د اقتدار پر مسند کېناؤ او په تمه وه چې په چارو کې به يې لومړی نمبر مشاوره وي ؛ خو کله چې امان الله خان پر ملکه ثريا تکيه وکړه او بيا يې د ښځو مديريت ور په غاړه کړ ؛ مور يې ترې ناراضه او د هغه له حمايت نه لاس په سر شوه !!
دې بېلګې ته مې ځکه نغوته وکړه چې پر مُصله کېنول د مور اکرام نه ؛ بلکې له واکه ايستل او خلع کول دي ؛ هيڅ مور او پلار نه غواړي چې بې واکه او د نږور لاس ته کېنول شي ، هغوی په کور کې مشر رول غواړي او له اولادونو تمه لري چې «ډي ډي آر » يې نه کړي ، که ( خدای مه کړه ) اولادونه له والدينو مديريتي صلاحيتونه واخلي او خپلې مېرمنې ترې برې وګڼي ؛ نو نه یوازې د والدينو آزار به واخلي لا چې کور به د لانجو مرکز وګرځوي !!
شايد کله کله والدين پر نږندو او بچيانو غصه وکړي ؛ خو نږندې او زامن دې ياد ستونزه د هغوی د عمر تقاضا وګڼي او د ناسم غبرګون په ځای دې يې په جار او قربان ځواب کړي ؛ دوی دې هغه ورځې ورياد کړي چې والدينو يې هره کرېږه په جار او قربان ځوابوله ؛ نه يې له مکررو غوښتنو پکو شول اونه يې له بار بار پوښتنو ستړي !
قرآن هم همدا وايي چې « اُف » هم ورته ونه ويل شي او په کريمانه لهجه مخاطب کړی شي .
زړه تــــه را تېــــــرې قــــــدرمنـې مــــــورې !
د زړه لـــــه کــــومــې مــې ســــــلام واخلــــــه
سوغــات ،سوغـــات څـــو د اکــرام غونچــکې
د زړګـــي لاس کـــې پـــــه اکـــــــرام واخلــــــه
زه چـې مــاشـوم وم ستــــا کـــرم لـــه محتــاج
تـــا پـــه قـــربـان تـــا پــه جــار ،جــار سـا تلم
مــا بـــه و خــوب ستــــا لـــه لېمــو نـــه وړی
تـــا بــــه پـــــه غېـــــږ کې تـــر سهــار سـاتلم
***
پــوهېـــږم ستــا غبـرګـون بــه څـه ومـورې !
کـه بــه فــریــادپــــه خولــه زمــا شــوانځــور
مــــا بـــه لـــه حلقــه کـــــړه يــوه کـريږه بهر
وخ،جار،قـربـان پـه خوله بـه ستــا شـوانځـور
***
تــــا بــــه للــــــو ،للــــــو ،للـــــوراتـــــه ویـل
لکــــــه نــغـــــمې دسپـــــین سهـــــــربلبــــلې
لکــــه ښــــــکـالــــودیـــــوه خـــواږه تـــرنـــم
خپـــره پــــــه شـــونــــــډو دهنـــــربلــــــــبلې
