د زړه د حملې، بندو رګونو، او کولیسټرول د مخنیوي لپاره یوه طبیعي نسخه
ژوند له حوادثو ، ابتلا آتو او بېلا بېلو ستونزو سره تړلی ؛ هيڅ حادثه ، او ستونزه بې حکمته نه وي ؛ منم چې انسان د خپل ضعيف خلقت له مخې د ابتلاآتو تاب نه لري ؛ د ابتلاء په مهال جزع و فزع کوي ؛ خو الله جل شانه چې په مسلمان ابتلاء راولي ؛ حکمت پکې دا وي چې د مشکلاتو په مجمر کې يې پوخ او عمران ته يې جوړ کړي ؛ لکه خښتې چې له لمبو وهلو وروسته عمران ته برابرېږي ، او تعمير يې پوخ راځي ؛ انسان هم همداسې دی ؛ که د مشکلاتو په بټۍ کې پوخ نه شي ، نظام پرې نه رغېږي ؛ لا چې يزيد ترې جوړېږي . ضمناً هره ستونزه د بلې ستونزې د مخنيوي لپاره انسان محافظتي تدابيرو ته هڅوي ؛ الله جل جلاله په مسلمان دا نه لوروي چې له تنبيه پرته يې د اشتباهاتو او خطاياوو تکرار ته پرېږدي ؛ او/ يا يې د يو ټمبل انسان په څېر د فيل په غوږ کې ويده و ساتي ؛ دا ، داسې معنا لري لکه مهربان پلار چې زوی ته تاديبي څپېړه پر مخ ور کوي او له احتمالي خطره يې بچ کوي ؛ پلار خو ظالم نه دی چې پر خپل زوی ظلم وکړي ؛ بلکې مهربان دی او د مهربانۍ يوه بڼه يې دا هم ده چې زوی له يوه تريخ برخليک نه د بچ کېدو په پار تاديباً پر مخ ووهي .
زه هم کله کله له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ شم ؛ خو الحمدلله هره ستونزه مې که له يوې خوا تنبيه کړي ؛ له بلې خوا مې د يوې سترې ستونزې د دفعې سبب هم شي ؛ ماته ډېری ستونزې له همدې راولاړېږي چې ژوند په مبارزه استوار ساتم ؛ ماته د ژوند معنا همدا ښکاري چې د اسلام ، مسلمان او نوغي بشر په چوپړ کې الهي سپارښتنې په پام کې ونيسم ؛ نه اسلام له مدنيت او انکشاف نه خالي معرفي کړم او نه يې د محدود ګرايانو په پښو کې قرباني کړم ؛ خو په سياسي ، مذهبي ، او « ایزمي » تنګناوو کې محصور خلک مې دا ډول دريځ د خپلو ګروپيکو مصلحتونو خلاف ګڼي ، هغوی له ما هم غواړي چې څوک د ارتداد په کاڼي وويلم ؛ څوک تکفير کړم ؛ د چا مرګ روا کړم ؛ او د چا په جهاد او قربانۍ اغماض وکړم !! ماته مې خپل معتدل اسلام د دا ډول جسارت اجازه نه را کوي ؛ زما دريځ دادی چې د سترو شیطانانو په موجوديت کې مسلمان د مسلمان پر غندنه بوخت نه شي ؛ بلکې خپل قېمتي وختونه د طاغوتانو مذمت ته ځانګړي کړي ؛ زه په لويه کچه تر استعمار ؛ او په محلي رقیبانو کې تر کمونيست لوی خطر نه وينم ؛ مسلمان هم په دې پړ بولم چې له کمونيست ګام اړوي او د خپل مسلمان ورور پر څملولو وخت ضايع کوي !! په ايمان يې ووایاست ؛ آيا د لويو طاغوتانو او کمونيستانو په موجوديت کې مسلمان پر بل مسلمان بوختېدی شي !؟ که ځواب « نه » وي ؛ نو زه څنګه کولی شم چې په يو او بل عنوان له مسلمان نه بایکاټ وکړم او خطر يې تر کمونيزم ستر وګڼم !!
له بده مرغه ماته همدې ډول دريځ ډېر ځلې ستونزې زېږولې دي ؛ چا يو واړه « ایزم » ته بلنه راکړې او چا بل ته ؛ چا دا هم راته ويلي چې په محراب کې په قرآن ناست سړي او / يا په جومات کې په لمانځه ولاړو خلکو مرګ ته د ثواب کار ووايم !! خو ماته ايمان هيڅکله د دا ډول موقف اجازه نه راکوي ؛ زه اسلام نه د تکفير دين معرفي کوم او نه يې د مسلمان د حلالولو ؛ زه اسلام د امت ترمنځ د مواخات ، تساند او پر نوغي بشر د مهربانۍ دين ګڼم ؛ هڅه مې دا وي چې په اسلام کې شته انکشافات يې را برسېره کړی شي او له سيالانو لوړ را وخېژي ؛ خو له بده مرغه په همدغسې دريځ کې هم کله يو څوک راته سترګې برندې کړي ؛ کله بل څوک غاښونه راته وچيچي ؛ آن تر دې چې کله خو ګوت څنډنه هم راته وکړي ؛ چيلينجونه را ولاړ کړي او بلا ننګونې راته وزېږوي !! خو الحمدلله زه پکې د بري څرک و مومم او هر کړاو راته نوی انکشاف شي !! تعجب مه کوئ چې ووايم ؛ بریا له ستونزې زېږي ؛ لا چې بريا له ستونزې سره توام وي .
فان مع العسر يسراً ، ان معالعسر يسراً.
