No-IMG

لوی خان

ټرامپ په عربو کې دروند و تلل شو ؛ شیخان يې د تعظيم په پار قطار قطار و درېدل ؛ او عجيبه خو دا چې  د هرکلي لپاره يې

 « بیبیانې » هم مصافحې ته وړاندې کړې !! د دې معنا دا نه ده چې هغه په شيخانو ښه لګېږي  ؛ بلکې معنا يې داده چې زور لري ؛ وسلې لري ؛ ډالر لري ؛ ځکه خو محترم ګڼل کېږي او ځکه خو يې بلا خلک په لکۍ پسې ټالونه وهي !! ټرامپ اوس د نړۍ  « خان »  دی ؛ نوکران لري ؛ مطيعان لري او داسې شیخان يې د زور پر بند تړلي چې تر يوې مُسکا يې د څلور سوه ميليون ډالرو موډرنه الوتکه ځارولی شي !! تېره اونۍ چې د هند - پاکستان جګړې زور واخيست ؛ همدې خان په يوه « آرامسئ » له جګړې په شا کړل !!

بې ځايه يې نه دي ويلي چې :

دا دنيا په زورورو ، ستمګرو پسې درومي

ډېر کمزوري خلک ځکه ، دلته هلته زورور خوري

څوک يې کله کوي ننګه ، د بې وسه ولسونو

که ارزښت د ژوندانه يې ، هر جابر او ستمګر خوري .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک