د سباوون لیکنی

د حکمتيار صاحب هر کتاب شهکار دی او د لوستونکي لپاره بل مشال

ما د حکمة الباري په شمول د حکمتيار صيب ډېری کتابونه لوستي ، کله کله يې تفسير هم لولم  ؛ مبالغه يې مه ګڼئ چې ووايم ؛  هر کتاب يې شهکار دی او د لوستونکي لپاره بل مشال ،  د هغه تحقيقي کتابونه چې څوک د معاصر تاريخ د محقيقو ليکوالو له کتابونو سره پرتله کړي ؛ بيا پوهېږي چې په آثارو کې يې څومره وزن موجود دی ، ما سره همدا اوس د « ابن کثير » په شمول ډېری تفاسير پراته دي ؛ خو يو مې هم ورسره د پرتلې وړ نه دی موندلی ! زه ورسره تنظيمي تړاو نه لرم ؛ خو په علمي فوقيت يې اغماض کول د ايمان زيان گڼم ،  ماته د رياليزم اصول همدا راښيي چې حتا د مخالف لوري په مثبتياتو هم اعتراف وکړم ؛ ماته د ح کمتيار صیب کتابونه د لارې مشالونه ګرځېدلي ؛ او ډېری هغه ستونزې مې پکې حل شوې ، چې د تحقيق په دوران کې ورسره م...
نور ولوله

د پاک - هند جګړو تر شا

په  ۱۹۹۱ وم زېږديز کال چې  ا م ريکا پر عراق ظالمانه حمله و کړه ؛ د افغانستان څلور  جهادي سازمانونه ( حزب ، جمعیت ، اتحاد ، او د مولوي خالص تنظيم ) يې مخالفت ته و درېدل او له عراق نه يې په داسې حال حمايت اعلان کړ ؛ چې نه يې له  صدام حسين سره ايډيوژيک مشترکات لرل او نه يې د شوروي ځواکونو خلاف مشترکه جبهه  ؛ صدام د شورويانو پلوي او د حزب بعث مشر ؤ ؛ خو مجاهدين له شورويانو سره په جګړه کې ښکېل وو !! افغان رهبران د هغه له ايډيولوژيک او سياسي مخالفت سره ، سره ځکه د عراق تر شا ودرېدل چې د عراق ملت مسلمان ؤ او په عراق پورې تړلي تجهيزات  اساساً د يو ملت ملکيت ؤ نه د صدام حسین ؛  مجاهدينو نه شو کولی چې د صدام د دښمنانه موقف له کبله ؛ عراق پر ا م ريکا و لوروي  او د يوې سپـږې لپاره ټو...
نور ولوله

هغه نا خبره ځوانان دې دا ولولي چې د اردو د ړنګېدو انتساب مجاهدينو ته کوي !!

نجيب ته مې وويل ؛ ملېشې مه جوړوه ، ملېشې د اردو د ړنګېدو سبب ګرځي ، دا مې هم ورته وويل چې د ملېشو  د حمايت په ځای  پوځ حمايه کړه ... راته و يې ويل : ملېشې زما لاس او پښې دي او په اردو کې خاينو کړيو نفوذ کړی ، اشاره يې ما ( شهنواز تڼي ) ته وه !! پايله دا شوه چې د دوستم او عصمت مسليم ملېشې يې جوړې او د زرګونو ښځو عزت يې پرې ولوټل ، اردو يې ټوټه ټوټه کړ ، او په آخر کې يې د نجيب ژوند ته هم د پای ټکی کېښود !! . دا خبرې په « پټ رازونه » فيسبوک پاڼه کې د شهنواز تڼي له خولې خپرې شوې دي . له دېنه قياس کولی شئ چې  اردو چا ړنګ کړ او د ړنګېدو مسببین يې څوک دي !...
نور ولوله

د ثور اوومه؛ يوخونړۍ پيل ؛ چې زرګونه فاجعې يې و زیږولې!

  د ١٣٥٧ کال د غويي په درېیمه  کابل کې د پرچم ګوند تيوريسن ( مير اکبر خيبر ) په قتل ورسول شو ، معلومه نه ده چا به وژلی وي ؛ خو دې پېښې کمونيستانو ته د  شرارت او د نظام په وړاندې د بغاوت پلمه په لاس ورکړه ؛ ځکه خو يې په منظم او  پلا نيزه  ډول د هغه په جنازه کې برخه واخيسته  ، ببرک کارمل ، تره کي او يو شمېر جګ پوړو مشرانو يې پر قبر له پاسه له شوره ډکې ويناوې وکړې او ګوته يې وڅنډله چې کسات به يې اخلي !! د کمونيستانو قلقله يي ويناوو د خطرناکو اقداماتو غمازي کوله ؛  داسې معلومېدله چې افغانستان د يو بوګنوونکي  توپان غېږې ته ورلويدونکی دی !! دا ډول اندېښنه او د خطرناکو پېښو د پېښېدو  وېره ځکه پر ځای وه چې د کمونيستانو د هر پروګرام تر شا  ( کا ، جي ، بي ) ...
نور ولوله

آيا سټينګر د روسانو د ماتې سبب شول ؟

د 1368 کال د سلواغې په اته ويشتمه نېټه چې سرې لښکرې له آمو پوريوتلې ؛ سلمان رشدي د قرآن عظيم الشان خلاف کتاب خپور کړ !! شيطاني رسنيو او استعماري کړيو دې موضوع  ته هومره هوا ورکړه چې د سرو لښکرو د ماتې په څېر عظيم رویداد يې هم تر شعاع لاندې راووست !! ښکېلاک او په هغوی پورې اړوند کړيو ځکه دا موضوع په پراخه کچه تبليغ کړه چې د افغان مجاهدينو  ستره او بې سارې سوبه د نړيوالو له انظاره پټه وساتي !! دې ډول زهرجنو تبليغاتو ته  اوس هم په همغې شيطاني بڼه  هوا ورکوله کېږي او په همغو ورځو کې پرې شخوند وهل کېږي چې د سرو لښکرو له شکست سره مترادفې دي !! د تېرې سلواغې په 28مه نېټه ( چې د سرو لښکرو له انسحاب سره برابره ده ) ،  بي بي سي راډيو د سټینګر توغنديو موضوع را پورته کړه او ...
نور ولوله

ملا جلندر

خوارج ظاهراً په اسلام سمبال خلک ول ؛ اوږدې ، اوږدې سجدې به يې کولې ؛ او حتا د ډېرو سجدو له کبله  يې په ټنډو کې داغونه ليدل کېدل  !! د دوی په ډېرو نورو منفياتو سربېره يوه ستره ستونزه  دا وه چې له ځانونو پرته يې نور هيڅوک  مسلمانان نه بلل ، لا چې  په جليل القدره صحابه وو يې د کفر ټاپې لګولې !! د ماشومانو ، سپين ږيرو ، تور سرو او هر هغه چا وژل يې روا ګڼل چې خوارجو ته يې انتساب نه لاره ؛ ځکه خو يې سلګونه صحابه حتا ماشومان شهيدان کړل او سلګونه  صحابیاتو ته يې د وينځو په سترګه وکتل !! دوی معمولاً ؛ داسې مهال د صحابه وو په مرګ لاس پورې کاؤ چې د لمانځه لپاره به په جوماتونو کې  را ټول شوي ول او / يا به د قرآن تلاوت او تفسير ته ناست وو !!  د حضرت ع...
نور ولوله

حما س به هم همدغسې موکه ځکه مومي چې دوی هم د اندلس له فاتحانو سره ورته حالت لري

موسی عليه السلام او ملګري يې چې د فرعون لښکرو او رود نيل ترمنځ واقع شول ؛ اټکلونه دا وو چې يا به د فرعون په لاس وژل کېـږي او / يا به يې د نيل څپي لاندې کوي ! د موسی ع ملګرو هم همدا انګېرله چې دوی به هرو مرو د فرعون په لاس کېوځي او/ یا به يې د سيند څپې لاندې کوي ؛ خو د الله تعالی په نصرت باورمند پيغمبر ( حضرت موسی ع ) ورته وويل : « نه هيڅکله نه ! زما رب ما سره دی ، هغه به هرو مرو ماته د وتلو مخرج برابروي »  دا خبره د هغوی لپاره ډېره عجيبه او د نه منلو ځکه وه چې  د دوو خطرونو په منځ کې محاصره شوي وو او د اسبابو له رهګذره ؛ ډېره بعیده  وه چې موسی او ملګري يې د ژوند چانس  و مومي ؛ ضمناً دا هم ډېره عجيبه وه چ...
نور ولوله

واده

پرقالینوپوښلي تخت لپاسه اوږدې، اوږدې تبلې ولاړې وې ، تبله نواز په نازکو متروکو ترنګولې ، څنګ ته يې سندرغاړی يوې نوې ماډل باجې ته ولاړ ؤ او د مايکروفون ګويا يې په باجه لپاسه نصب وه ، د هنرمند مخې ته په يوه لوکسه لوحه په ژېـړ طلايي رنګ لیکل شوي ؤ : «سلطان هماهنګ » په لوحه د تلفون نمبر هم ؤ ، طبعاً ددې نمبـر انځور په دې مانا ؤ چې  ښادي والو ته د اړیکو لاره آسانه کړي. سندرغاړي او ورسره هنري ګروپ يې چې شنې درېشي يې په تن وې ، په داسې ځای د هنر  څرګندتیا کوله چې هم ښځو لیدای شوای ، هم نارينه وو ، ودګنیو ، نارينه اوښځينه په یوه حائله پرده له يو بله بېل کړي وو ؛ خود هنري ډلې او ښځو په منځ کې د پردې اړتیا منتفي وه! له پردې آخوا د چکچکو کړچها...
نور ولوله

ثواب

ورته و يې ويل : - ستر ثواب پکې دی ، بختور به يې سرته رسوي ...  ناستو خلکو  دتائيد په دود سرونه ورسره وخوځول ...  د « صيب » خبره ورته ځکه د منلو وه چې ايډيال يې ؤ ؛ د صوفيانو د « پیر » په څېر ورته دروند ښکارېده ؛ او په عقيدت کې يې جنتونه ، ثوابونه او د خدای بلا نعمتونه مخې ته ولاړ وو !! « صیب » د هغوی پر آند ولي الله ؤ  ؛ بزرګ ؤ ، او پر ټولو مثبتياتو سمبال !! يوه يې د وضاحت غوښتنې لپاره پر شونډو خبرې ور تاندې شوې : ...
نور ولوله

بوالهوسانه انتخاب

د فیسبوک شاته به داسې پېغلې او ځوانان وي چې له همدې آدرس نه پر یو ـ بل زړه و بایلي او له همدې ادرسه له یوبل سره د ګډ ژوند پیلولو مزی و غځوي !!  د دا ډول غلطۍ ارتکاب ډېری هغه بوالهوسان کوي چې ؛ شیطاني هوس او د خواهشاتو لېونیو ګرایشاتو په سر اخستي وي ،   له بده مرغه ؛ دوی دا نه سنجوي چې د فیسبوک شاته څه ډول انسانان ناست دي ، سلامتیا ، تهذیب او علمي فوقیت لري اوکه نه ؛  کورنۍ یې د دې وړ ده چې په دوستي ونیوله شي اوکه یه ؛  سوابق یې په تهذیب ولاړ تېـر شوي اوکه ملوث؟ دا ډول ځوانان او پېغلې ګُمان کوي چې دوی ته له یوې خوا د انتخاب حق ورکړی شوی او له بلې خوا یې عقل ځکه پوخ دی چې بالغان دي ؛  اوبا لغ یعنې جامع الکمال ؛  له حکمت نه ډک اوپه ټولو مثبتیــاتو سنبال !! خاصکر هغو کسانو چې پرپوهنتون مرور...
نور ولوله

فلسطين د ښامار له خولې ژوندی را ووت!

زه چې ددغې ويډيو لومړنۍ برخه ګورم ؛ پرونۍ غ زه مې سترګو ته و درېږي ، هغه فلسطينيان را ياد شي چې ؛ څو څو ځلې مړه شول ؛ خو د مرګونو په هر پړاو کې يې  نوی ، نوی ژوند و موند ! فلسطينيان د همدغسې ښامار په خوله کې و لوېدل ، مړه شول ؛ خو د همت په لاسونو يې بېرته د ژوند لاره پرانيستله !  زموږ اټکلونو دا نه منله چې ؛ د ښامار په کومي کې ؛ د ژوند لوېدلی لعل ژوندی را وتی شي !! د مرګ په کومي کې ګُذران دی خدايه څنګه به شي څنګه به لال د ژوند له ژامې د ښاماره وځي ! پنځلس مياشتې وړاندې عامه تصور دا ؤ چې فلسطين معدوم  شو ؛ فلسطين د ژوند چانسونه ...
نور ولوله

پر مستحباتو جګړه !

پر مستحباتو جګړه شي ، شیخان تر ممبر او سنګره جګ شي ، پر کتابونو حوالو ته کش ورکړي ، څوک د انسان سوځل روا کړي او څوک یې حلالول ، څوک له مسلمان نه کافر جوړ کړي او څوک کمونیست ته سپین باز ووایي، مستحبات لومړي وګڼل شي او فرایض وروستي، شیخان پرخپلو فتواوو کلک ولاړوي جګړې ته یې یوسي ، فتنې رامنځته شي ، اسلام پکې حلال، حلال شي ، اوکټ مټ د خوارجو داستان تکرارشي!! وایي : چې خوارجو کله عبدالله بن خباب او مېرمنې ته یې د عمر اوعثمان (رض) دحمایت په جرم سزا ورکوله ، تر هغه لـږ وړاندې یې کوم ملګري خوګ و واژه ، نور پرې ور برند شول او د خوګ قاتل یې ځکه د ناسزا پر کاڼو و ویشت چې مالک یې ذمي را ختلی ؤ ! تر دې هم حیرانوونکې دا چې د عبدالله بن خباب (رض) د حلالولو  پرمهال یوه خرما دانه پرې لپاسه را ولوېده...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک