No-IMG

ژوندی شهيد

يوه لويه کنده يې جوړه ګړه

برېتو وويل ؛
اشرار ورخطا کړئ !
سربازان زړه نازړه ودرېدل
نه يې غوښتل د تاريخ يوه بوږنوونکې تراژیدي  تکرارشي
برېتو  وغړمبېده :
- تاسې ته وايم، « اشرار »  لاندې خطا کړئ ...
سربازانو يو - بل ته وکتل ...
په سترګو کې يې څه پيغامونه تبادله کړل  
د قوماندان له امره د انکار پيغامونه 
له خپلو وطنوالو سره د خواخوږۍ پيغامونه 
برېتو يو ځل بيا وغړمبېده ...
 تاسې زما امر نه منئ !
 ورټوپ يې کړل 
یو ډنګر سرباز يې په وهلو وهلو کندې ته ورخطا کړ...!
پرنورو يې ورمنډه کړه ...
ترسوکانو اولغتو لاندې يې ونيول ...
- د اشرار زامنو تاسې ټول د مرګ وړ ياست ...!
خپلو ګوندي ملګرو ته يې  امر وکړ :
 اشرار کندې ته خطا کړئ...
ګونديان برچپک ودرېدل
پر بنديانو يې ور الا کړه
شور ما شور جوړ شو 
تا به ويل قيامت راکوز شوی
تا به ويل د بغداد کوفې ته د هلاکو لښکرې را شېوه شوې 
کټ مټ همغسې صحنه وه 
همغسې يوه لويه تراژدي تکرارېدله
څو ډبر زړو د انسانانو له مرګ نه خوند اخيست
د وخت چنګېزيانو د يوې فاجعې تمرين کاؤ
کريږې اسمان ته پورته شوې 
او يوه داسې فاجعه نندارې ته وړاندې شوه چې د افغان تاريخ په پاڼو کې به يې بېلګه نه وي ليدل شوې !!
فضا ټوله ژړا ژړا وه 
تا به ويل زمکه او اسمان دواړه ژاړي
تا به ويل کائنات هم د چا پر غم چيغې وهي ...
په نيمه ګنټه کې سلګونه انسانان د مرګ کندې ته ور خطا کړی شول ...
زما وار هم راغی
زه يې هم ژوندی په ګور ننويستم
ډېرۍ ، ډېرۍ خاورې يې را باندې واړولې
بيا يې شوبلې را باندې وګرځولې او موږ ټول يې  له خاورو سره خمير کړو !
د ټانکونو د غوبل په مهال يوه کوچنۍ چوله پيدا شوه 
او ما پکې د سا ايستلو موکه پيدا کړه !
ريښتيا يې ويلي چې خدای نا وژلي نه مري
زه هم خدای نه وم وژلی 
له ډېرو خاورو لاندې ژوندی را ووتم ؛ ځکه خو ژوندی شهيد بلل کېږم
اوس خلک ماته  ژوندی شهيد وايي 
زه اوس په ژوندوني شهيد یم
هوکې ! زه يوازنی انسان وم چې د مرګ له کومي ژوندی را ووتم .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک