په نننۍ مادي نړۍ کې اقتصادي خپلواکي د بل هر ډول خپلواکۍ اساس دی
په نننۍ مادي نړۍ کې اقتصادي خپلواکي د بل هر ډول خپلواکۍ اساس دی. هغه ملت چې د ټولې ورځې په خوارۍ مزدورۍ د خپلې کورنۍ ګېډه نه شي مړولای،
ماشومان يې وچې شونډې، سپېره مخونه، لوڅې پښې او شلېدلې جامې په تن کوڅو کې بېسرنوشته ګرځي،
نهيلي او وزګار ځوانان يې ټوله ورځ د کلي او ښار په دوکانونو کې لډو ته ناست وي،
پرښته صفته ښځې يې له يو عالَم دردونو او اقتصادي-اجتماعي محروميتونو سره د کور په چاردېوالۍ کې ايسارې وي،
او سپينږيري يې د نوي نسل د روزنې پر ځای د کلي په جومات او دېره يا د پټي پر پوله د خلکو غيبت ته کش وي، داسې ملت بايد د خپلواکۍ ادعا ونکړي. داسې ملت دې لومړی د خپلې وږې ګېډې، لوڅ بدن او نامعلوم برخليک غم وخوري، بيا دې د خپلواکۍ چغې وهي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
