No-IMG

تر سقوط وروسته 2.3 ميليونه افغانان له هېواده وتلي

د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې تر سقوط وروسته 2.3 ميليونه افغانان له هېواده وتلي او د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې يې د پناه اخيستو له پاره نومونه ثبت کړي.

يوه شېبه فکر وکړئ، 2.3 ميليونه، يعنې 23 لکه انسانان. له هېواده وتل معنا له لاسه ورکول، اړيکې ورسره پرې کېدل، له مينې، همدردۍ، خير او ګټې يې محرومېدل او ...

ښه نو په دغه شمېر بشري قوه چې په يوه کال کې له يوه هېواده ووځي، هغه هېواد او راتلونکي ته يې څه پاتې کيږي؟

تر سقوط وروسته چې يوه څه ډېر نارامه کړی او په فول ډيپرشن اخته کړی يم، له هېواده د همدې ميليونونو هېوادوالو وتل او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له یو عالَم دردونو او نیمګړو ارمانونو سره تيت پرک کېدل دي.

موږ خو تر تېر کاله د "خپل وطن، ګل وطن" سندرې ويلې او بهرمېشتې هېوادوال مو رابلل چې هېواد ته راستانه شي او د وطن په آبادۍ کې برخه واخلي، دا يوه کال کې څه وشول چې 2.3 ميليونه نور انسانان مو هم له لاسه ورکړل؟!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک