No-IMG

د نړۍ د اوسني اقتصادي وضعيت په اړه

- د مالي خدماتو د يوه مشهور نړۍ‌وال شرکت Morgan Stanley اجرائيوي رئيس James P. Gorman وايي: دا احتمال شته چې يو کال وروسته د امريکا اقتصاد د %50 رکود شاهد وي.

- د مايکروسافټ شرکت شريک مشر Bill Gates وايي، نړۍ‌وال د کرونا وايرس له پيله تر اوسه شاوخوا 14 ټريليونه ډالره تاوان کړی. نوموړي وړانديز کړی چې د WHO په مشرۍ دې د نړۍ د شاوخوا درې زره پوهانو يوه کمېټه جوړه شي او د کال يو ميليارد ډالر بودجه دې ورته ځانګړي شي چې د راتلونکو وباګانو د ژر کنټرولولو او د نړۍ‌وال اقتصاد د زوال د مخنيوي له پاره طرحې او پلانونه جوړ کړي.

- روسيې د اوکراين د جګړې د پيل په لومړنيو سل ورځو کې اروپا او نورې نړۍ ته د شاوخوا سل ميليارده ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره صادر کړي. په دې کې د 61 ميليارد ډالرو په ارزښت %60 ډبرو سکاره يوازې اروپا ته صادر شوي.

د خبر او ژباړې سرچينه: CNBC Arabic

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک