No-IMG

هغه اووه (۷) روحيه جوړوونکې جملې چې په سختو حالاتو کې يې بايد ځان ته تلقين کړو

۱- هېڅ شی دايمي نه دی:

هره شپه تياره وي خو هر راتلونکی سهار روښانه لمر راخېژي.

۲- دردونه د ضعف نقطه نه ده، د قوت نقطه ده:

اکثريت خلک فکر کوي دردونه او بدې تجربې ورته زیان رسوي خو حقيقت دا دی چې نور يې هم قوي کوي.

۳- کله چې نور خلک منفي فکر کوي، تاسې کولای شئ مثبت پاتې شئ:

کله کله په ژوند کې ځينې خلک کوښښ کوي تاسې خپلې کچې ته راټيټ کړي خو تاسې يې هېڅ پروا مه کوئ.

۴- له سختۍ تېرېدل مو هوښياروي:

هره سختي يو درس دی چې تاسې يې زده کوئ او نور مو هم هوښياروي.

۵- حتا کله چې له سختو ستونزو سره مخ يئ، مخ پر وړاندې حرکت وکړئ:

ستونزې درسره مرسته کوي چې ژوند کې پرمختګ وکړئ او حقيقي خوښي ترلاسه کړئ.

۶- وېره هېڅ درد نه دوا کوي:

که همېشه د هغو بدو پېښو په اړه فکر وکړئ چې ښايي واقع شي، هېڅکله به خپل اعظمي استعداد ته ونه رسېږئ او ګټه به ترې وانخلئ.

۷- تر ټولو غوره انتخاب دوام ورکول دي:

ژوند کوښښ کوي تاسې پر ځمکه راوولي خو تاسې بايد بېرته راپورته شئ او خپل سفر ته ادامه ورکړئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک