د زبرځواکونو خپلمنځي کش و ګير له ځمکې آسمان ته پورته شو
نادرې به واورئ. د زبرځواکونو خپلمنځي کش و ګير له ځمکې آسمان ته پورته شو. د ناسا مشر بيل نلسن ادعا کړې چې چين د سپوږمۍ د تسخير او تصرف کولو په هڅه کې دی او عملاً لګيا دی خپلو فضانوردانو ته روزنه ورکوي چې د نورو هېوادونو سپوږمکۍ څنګه له منځه يوسي. نوموړي ويلي، د چين فضايي پروګرام نظامي بڼه لري او هڅه کوي د سپوږمۍ د تسخير او تصرف په رقابت کې د سپوږمۍ جنوبي قطب چې د اوبو د يخچالونو د موجوديت امکان پکې دی او په راتلونکې کې ښايي د فضايي راکټونو د سون توکو د توليد له پاره ترې استفاده وشي تسخير کړي.
عرض دا دی چې د ټيکنالوژۍ تر بېساري پرمختګ او د زبرځواکونو ترمنځ د خونړۍ سيالۍ تر زياتېدو وروسته له څه مودې راهيسې د فضايي جګړې يا Space War اصطلاح عامه شوې او اندېښنې دي چې زبرځواکونه په ځانګړې توګه امريکا، روسيه او چين هر يو هڅه کوي سپوږمۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي او که څوک يې مخنيوی وکړي، ښايي هملته فضاء کې سره ښکر په شکر شي او د ځمکې کُره او سپوږمۍ د نابودۍ له خطر سره مخ کړي.
