No-IMG

د ترکيې او يونان ترمنځ د تاريخي دښمنۍ د بيا راتازه کېدو په درشل کي دی

د ترکيې او يونان ترمنځ د تاريخي دښمنۍ له بيا راتازه کېدو داسې ښکاري چې دا ځل اردوغاني ترکيه د عثماني ترکيې په سرنوشت اخته کېدونکې ده. ترکيه وايي، يونان د امریکا په مرسته خپلې جزيرې په وسلو سمبال کړي او دا د ترکيې او يونان ترمنځ د سولې د هغه تړون ښکاره مخالفت دی چې څو لسيزې وړاندې لاسليک شوی و.

په عين حال کې د ترکيې په ازمير ښار کې نن د 37 هېوادونو 10000 عسکرو د ترکيې په مشرۍ په ګډو نظامي تمريناتو کې برخه اخیستې. د ترکيې ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو په دغو تمريناتو کې د خپلو وسلو، نوې ټيکنالوژۍ او دفاعي وړتيا بې درېغه ننداره وړاندې کړې. ولسمشر اردوغان هم نن د دغو تمريناتو ليدو ته ورغلی و او خپلو پوځيانو ته په وینا کې یې ویلي:

یونان دې د نړۍ والو قوانينو درناوی وکړي، د جنجالي جزيرو له مسلح کولو دې لاس واخلي ځکه دا کار خطرناکې پايلې لري. موږ يونان ته د خپلو پاروونکو اقداماتو له امله خبرداری ورکوو او دا خبرداری ټوکې نه دي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک