د جيمز ويب د انځورونو په ليدو به د نړۍ ټول اوسېدونکي اوښکې توی کړي!
توماس زوربوګن:
د جيمز ويب د انځورونو په ليدو به د نړۍ ټول اوسېدونکي اوښکې توی کړي!
توماس زوربوګن د ناسا د علمي ماموريتونو سرپرست دی او دا خبره يې په يوه خبري کنفرانس کې کړې. نوموړي ويلي، زموږ ټيم چې د جيمز ويب فضايي ټيليسکوپ لومړني انځورونه وليدل، تقريباً د ټولو اوښکې ورته وبهېدې. دی وايي:
دې انځورونو موږ ټول احساساتي کړي يو. سخته ده چې کايناتو ته له يوې نوې درېڅې وګورې او تر تاثير لاندې يې رانشې. دا په رښتيا احساساتي شېبه ده چې ووينې طبيعت ناڅاپه خپل ځينې رازونه درته افشا کوي. زما هيله دا ده چې تاسې ټول د دې انځورونو په اړه سر له اوسه خيالپردازي وکړئ او ليدو ته يې منتظر شئ.
د ناسا مدير بيل نيلسن وايي، د جيمز ويب يو انځور د کايناتو له يوې خورا ليرې او ژورې برخې اخيستل شوی او کيفيت يې د پخواني هابل ټيليسکوپ تر انځورونو څو چنده غوره دی.
