ليکنې

د اسرائيلو هُبَل

د احد د غزا په پای کې ابو سفیان په یو جګ ځای ودریده،او په ټول غرور یی شعار ورکړ چه : ( اعْلُ هُبَل، اعْلُ هُبَل) يعني هبل دی پورته وي.( هبل د مشرکینو غټ بت وو) . نو رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه وو ته وویل چه ځواب ورکړي: (اللَّهُ أَعْلَى وَأَجَلُّ) الله تعالى د هر شي نه پورته او ستر دې. بیا ابو سفیان غږ وکړ چه : ( لَنَا الْعُزَّى وَلا عُزَّى لَكُمْ) مونږ عزی ( بت ) لرو او تاسو یی نه لرئ.  رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه ووته وویل چه ځواب ورکړي: ( الله مولی لنا ولا مولی لکم) الله تعالی زمونږ مولی دې او تاسو مولی نه لرۍ. بیا ابو سفیان وویل چه : ( أَحَدٌ بِبَدْرٍ ) يعنې احد د بدر ...
نور ولوله

د مسلمانو هیوادونو حاکمان د عوامو خلکو د لاریونونو او عمومي ذهنیت تر فشار لاندې دي او نور یې له کنټروله وځي

عبد البصير عتيق‌زی   په لومړي سر کې د ځینو مسلمانو هیوادونو مشرانو داسې انګیرله چې شاید د نورو صهیونستي یرغلونو په څېر دا هم کوم داسې یرغل واوسي چې دوه درې ورځې وروسته شاید ودریږي. ځکه ټولو (د اردن پاچا، د ترکیې ولسمشر، د قطر امیر، د مصر ولسمشر او داسې نورو) په احتیاطي او نرمو ټکو دا تیری وغانده او ویې ویل چې باید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې حل شي. خو دادی د جګړې درې اونۍ پوره شوې، غ‌زې نیمایي تعمیرونه ویجاړ شول، تر ۶۰۰۰ نفره پکې ووژل شول چې له نیمایي ډیر ماشومان دي. ۱۲،۰۰۰ ټنه بم او باردو پرې استعمال شوي او لا هم پرې روان دي. د مسلمانو هیوادونو حاکمان د عوامو خلکو د لاریونونو او عمومي ذهنیت تر فشار لاندې دي او نور یې له کنټروله وځي. هغ...
نور ولوله

د غزې د مسلمانانو د مظلومیت په اړه که يو مسلمان له زړه؛ نه دردېږي، نو په خپل ايمان دې وډار شي

خو داسې هم نه ده چې په غزه کې د خپلو مسلمانانو په دفاع کې دې دلته مونږ يوه ډله ځوانان تيار کړو او په اs۔ را۔ ئيلو ورمنډه کړو چې ختموو يې، يا په اوسنيو حالاتو کې په ګڼ شمېر ستونزو کې راګير خپل حکومت نه توقع وکړو چې سم د واره له اسرائيلو سره دې جنګ اعلان کړي، په فعلي شرائطو کې د ترکيې، سعودي او مصر په څېر قوي هېوادونه چې دا کار نه شي کولوی، مونږ خو يې په هيڅ صورت نه شو کولی، هيله ده د قضاياو په اړه احساساتي ويناوې او لیکنې ونه کړو. هغه چې په نړۍ د نړيوال استعماري تقسيم او د واکمنۍ په الف با هم خبر وي، هغه به د غزې او اسرائيلو تر منځ جګړې ته کله هم د خپل کلي د کوڅې د جګړې په سترګه ونه ګوري چې بېلچه او ډانګ راواخلي او ورمنډه کړي چې د کاکا د زوی ننګه کوم...
نور ولوله

د غزې روان بحران له نوعيته داسې ښکاري چې د ختمېدو پر ځای نورو سيمو ته هم خپور شي

يووال نوح هراري مشهور اسرا ئيلی تاريخپوه دی. دا ورځې په منځني ختيځ کې د روان بحران په اړه له رسنيو سره ډېر غږيږي. شېبه وړاندې مې له cbcnn تلويزيوني چينل سره د ده مرکه اورېده. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا دا بحران به ژر ختم شي که څنګه، د ده ځواب دا و: د روان بحران له نوعيته داسې ښکاري چې شايد د ژر ختمېدو پر ځای نورو سيمو ته هم خپور شي. که پر اسرا ئيلو د حزب الله يا نورو ايران پلوه ډلو له لوري مستقيم بريد وشو، حتا د اتومي جګړې احتمال هم شته. همغسې چې امريکا سيمې ته خپلې جنګي بېړۍ او پرېمانه نظامي تجهيزات رالېږلي چې جګړه لا پسې زور واخلي، نور نړۍ وال ابرقدرتونه بايد برعکس د جګړې د ختمولو له پاره لاس په کار شي. ...
نور ولوله

غرب د اسرائیلو په خدمت کې د نرم ځواک ټول وسائل په کار اچولي

غرب د اسرائیلو په خدمت کې د نرم ځواک ټول وسائل په کار اچولي او کوشش کوي چې د فلسطین په روانه مسئله کې صهیونستي رژیم قرباني وښايي. دا هغه رواني تکتیک ؤ چې په ۲۰۰۱ کې افغانستان، ۲۰۰۳ کې عراق او ۲۰۱۱ کې لیبیا کې کامیاب شوی ؤ. دا د دوی پخوانۍ ستراتیژي ده چې د بشر وژلو لپاره لومړی په ذهنیتونو کار کوي، د عوامو ذهن ته خپل روایت ترزیقوي تر څو دې خپل وحشت ته مشروعیت پیدا کړي. تاسي ځیر شئ؛ » د صهیونستی رژیم دفاع وزیر حماس له ځناورو سره تشبیه کړ. » غرب + صهیونستي رژیم د حماس د ماشومانو د قتل درواغجن روایت بار بار تکرار کړ...
نور ولوله

د اقصی طوفان تاریخي عملیات؛‌ راتلونکې ممکنه سیناریوګانې

په دې کې هېڅ شک نشته چې د صهیونستي رژیم په اشغال د حماس دا تاریخي ګوزار د منځني ختیځ په سیمه کې د ستراتیژیک تحول یوه تاریخي کړنه وه چې ښايي تاریخ یې په زرینو کرښو ولیکي. د اقصی طوفان په واقعي مانا د منځني ختیځ سیاسي محاسبې ننګولې دي. د سیمې هیوادونو، اسرائیلي رژیم او لویو نړیوالو قدرتونو چې په خپله محاسبه کې حماس په کوم ډول تحلیل کړی ؤ، غلط ثابت شو. فلسطیني مقاومت به د اقصی له طوفانه وروسته د ستراتیژیکو مفکرینو په تحلیل کې د فلسطین د قضیې یواځینی استازی جهت ګڼل کېږي ځکه د روان طوفان په جوړولو دوی ثابته کړه چې فلسطین په قضیه کې د مسیر واګې د دوی په لاس کې دي. دا چې امریکا او صهیونستي رژیم څومره د فلسطین سلطې (محمود عباس) لپاره کمپاین وکړي، تصمیم د زور په مټ نیول کېږي او د اقصی طوفان وښودله چې د ځواک په ګدۍ څوک ناست دي...
نور ولوله

غزه او د صبر او مېړانې اوږد سفر، لنډ تأثر!

دا غزه ده، دلته د ازادۍ روحيه، جذبه او شعور پرونى او ابل پرونى نه دى، دا شعور او دا جذبه د اس-رائيل د اشغال نه مخکې هلته و او د اشغال په تمهيد کې واغږل شو او بيا چې د ازادۍ نورې چپي جبهې څومره ستړې کېدې نو د ازادۍ دا جبهه د مقاومت په تقابل کې غرونه غرونه دنګېده. غزه او څو پوښتنې! ايا کله تاسو ته پوښتنه پيدا شوې چې د اس-رائيل په دا روانې عام وژنې او جنوسايډ کې د غزې اوسېدونکي ولې کورونه نه پرېږدي، دوى ولې د اس-رائيلو په لارښوونه د غزې جنوب ته نه ځي؟ ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي د اس-رائيلي دولتي ترهګرو د تهديدونو سره سره ولې روغتونونه نه پرېږدي؟ هلته عام ولس ولې د مقاومت د غورځنګ پر ضد نه راپورته کېږي او ولې ورسره په سخته او اسانه کې همغږي دي؟ او ولې په ...
نور ولوله

الله تعالیٰ د مسلمانو هېوادونو له جملې یو هېواد په امتحان کي اچوي

الله تعالیٰ د مسلمانو هېوادونو له جملې یو هېواد په امتحان کي اچوي محمد هاشم شاهين   شیخ عبدالعزیز الطریفي ویل: ”الله تعالیٰ د مسلمانو هېوادونو له جملې یو هېواد په امتحان کي اچوي؛ تر څو هغه د نورو هېوادونو ایمانونه وگوري؛ دا چي دوی مړه دي او که ژوندي؟! ځکه اسلامي امت د واحد وجود په څېر دئ؛ که یو غړی ئې د بل غړي درد احساس نکړي نو یا به بې حِسه وي او یا هم مړ.“ دا وینا ئې غالباً په هغه غونډه کي وکړه چي نن د همهغې غونډي د فتویٰ له وجهي په زندان کي شپې او ورځي تېروي؛ دا غونډه په مصر کي د دې هېواد لومړي منتخب ولسمشر شهید محمد مرسي جوړه کړې وه او مشهور نړئـوال علماء او سیاسیون ئې ورته رابللي ول؛ دا غونډه د سوریې له ج...
نور ولوله

دویمه نکبه او د حماس محاسبه

کال ۲۰۱۷م کې د اسرائیلو د (یهودي کور حزب) مشر بېذالیل سموترېش یوه اوږده مقاله خپره کړه چې پکې یې د فلسطین مقدسې ځمکې لپاره د اسرائیلي صهیونېزم نوی پلان کاږلی ؤ. دې پلان ته ده د پرېکړه کوونکي پلان نوم ورکړی ؤ. دا اوږد سند د بحث بېلا بېل اړخونه لري چې لنډیز یې دلته رانقلوم؛ د سموترېش په فکر یهودان معنوي او عقیدوي مسؤلیت لري چې د منځني ختیځ په زړه کې لوی اسرائیلي دولت جوړ کړي، دا اسرائیل به له نهر څخه تر بحر پورې ځمکنۍ بشپړتیا لري او د فلسطین په نوم کوم بل هیواد به پکې ځای نه لري. سموترېش د اسرائیلو له هغه تندروو ډلو څخه دی چې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ په دوه – دولتي حل باور نه لري. دا چې دا پلان څنګه عملي شي، سموترېش کاږي؛ اسرائیل باید لومړی د فلسطین لوېدیځې څنډې ته پام وکړي چې پکې ډېر شمېر فلسط...
نور ولوله

د قامپرستانو او سیکولرانو بله مشترکه گیله پلمه

الجزیره وايي: لاندینیو برانډونو له اسرائـ.ـیل څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دئ... د دې جگـړي نوعیت او حقیقت د مذهبي جگړي دئ؛ په دې اړه مختصر وضاحت او یو څو لنډ مثالونه درسره شریکوم؛ که داسي نه وي نو دا ستر تجارتي شرکتونه او نړئـوال برانډونه په کوم جرأت او د کوم ضرورت پر اساس د نړۍ په گوټ گوټ کي خپل حیثیت تر سوال لاندي راولي؟! خو په پټه به ئې د نجس او رټل سوي مخلوق سره مرسته کړې وه یعني هیڅوک به نه ترې خبرېدل؛ نه به په تجارت کي له تاوان او بائیکاټ سره مخ کېدل او نه به هم په نړۍ کي بدنامه کېدل... خو هغوی خپله شتمني او شهرت رسویٰ کوي؛ د هیڅ شي پروا نه ساتي تر څو د ظالم او مظلوم، د حق او باطل او د عدالت و بې عدالتۍ په دې امتحان کي خپل اصلیت ښه څرگند کړي... تاسي یو څو نور مثالونه هم وگورئ...
نور ولوله

د الازهر شیخ احمد طیب او د امت ځیني نور شیخان

تېره ورځ مي د ډاکټر وحید الله مصلح صاحب لیکنه (فلسطـ.ـين او اسلامي نړۍ؛ ګوښې حکومتونه او څښتن ملتونه!) کتله؛ زه د نوموړي لیکني ډېر په شوق لولم؛ نوموړی مي یو له هغو استاذانو دئ چي غواړم په لیکنه کي ئې پېښې وکړم خو دا ممکن نده؛ شاگرد کله هم د استاذ مقام ته نسي رسېدلی؛ راځم موضوع ته؛ زما د لیکني د پیل پر کرښو ذهن بلي خواته ولاړی او غواړم همهغه څه درسره شریک کړم؛ قدرمن مصلح صاحب لیکي: ”سره له دې چې د ازهر قيادت په وطنيو پېښو کې د پوځيانو د کودتا او استبداد ملاتړى پاتى شوى خو چې د غزې او فلسطينيانو بهادرۍ او غزاګانو ته په ډکه خوله دعا کوي او پرې وياړي؛ همدا د اقصى معنوي اړيکه او څښتنواله ده. د ازهر امام شيخ احمد الطيب پر اسرائيل د ح-ماس د وروستيو بريدونو په اړه غبرګون يو ډېر مناسب او له ...
نور ولوله

قدرت ها و دولتهای غربی در شورای امنیت بین الملل پیشنهاد روسیه مبنی بر آتش بس در غزه را نپذیرفتند

قانون بین المللی قدرت ها و دولتهای غربی در شورای امنیت بین الملل پیشنهاد روسیه مبنی بر آتش بس در غزه را نپذیرفتند. آنان عملیات اسرائیل را به بهانه دفاع از خود، تایید کردند. امروز تنها در یک حملهء کیان صهیونیست،بر یک شفاخانه پنجصد مسلمان فلسطینی شهید شدند. آمار شهداء از شش هزار گذشته است،اکثر این آمار را  کودکان و زنان تشکیل می‌دهند.چون به زودی از منزل ها پایین شده نمیتوانند. به این طریق این کیان غاصب به نمایندگی از آمریکا وانگلیس و فرانسه و چند دولت تسلیم شده اروپایی دیگر چنین جنایات را مرتکب می‌شود. این کیان غاصب متوحش در حقیقت عقدهء...
نور ولوله

د حماس لوړپوړي چارواکي خالد القدو-مي د مقالې لنډيز!

ژباړه او لنډيز: وحيدالله مصلح   اسرائ-يليانو د فلسطين په مقابل کې يوه پېړۍ فاجعې او وحشتونه ترسره کړي دي، او نړيوالې ټولنې يې منافقانه ښه راغلاست کړی دی. داخلي او نړيوالې مؤلفې وروستي بري ته د نژدې کېدو څرګندونه کوي، دې بري ته تنها لږ وخت او د سختيو تحمل پاتې دی. مونږ په خپله د خپلو مشروع حقونو د ترلاسه کولو په لار کې بوخت يو، دا هغه حقونه دي چې نړيواله ټولنه يې مونږ ته په راستنولو کې ناکامه شوې ده. د همدې لپاره د "مسجد الاقصی" له شعار سره مبارزې ته ننوتي يو، تر څو نړۍ ته اعلان کړو چې دا مونږ يو چې له اشغالګرو سره مبارزه ترسيموو او له ص-هيونيستي جنايتونو سره د تعامل قوانين تدوينوو. ...
نور ولوله

ایراني اتحاد

ایراني اتحاد (Alliance) په سیمه کي ډېر قوي اتحاد ثابتېږي؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان تر لبنان وروسته د زمکي له لاري سوریـ.ـې ته سفر کړی او هلته ئې د هغه هېواد له ولسمشر بشارالاسد سره لیدلي؛ دا لیدنه پر سوریې د اسرائـ.ـیلو تر راکټي برید وروسته ترسره کېږي؛ یعني وار زون ته او په دومره حساسو شرائطو کي د یوه هېواد د وزیر ورتگ دا ثابتوي چي هغوی د دې خطرناکي قضيې په ارتباط حساس دي؛ هغه په سیمه کي پر خپلو متحدینو گرځي او هغوی ته ډاډ ورکوي چي ایران ئې په هر حالت کي تر څنگ ولاړ دئ. بلخوا د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تیرو درېیو ورځو کي یو ځل اسرائـ.ـیل ته ورغی او هلته ئې نتن یاهو ته وویل زه د امریکایي وزیر په صفت نه بلکي یوه یهـ.ـودي په صفت په دې غم...
نور ولوله

"چنان صحبت عربی" در "چنان مجلسی" که نخبگان علمی عرب وعجم آمده بودند یکی از دو چیز نمایان شد

فکر کنم با "چنان صحبت عربی" در "چنان مجلسی" که نخبگان علمی عرب وعجم آمده بودند یکی از دو چیز نمایان شد یا اینکه " هذا مبلغنا من العلم" علم مارا از صحبت ما بدانید. یا اینکه چنین چیزی عمدا صورت گرفته بود،یعنی که "هکذا نستقبلکم" چنین گونه شمارا پذیرایی می کنیم. لا تصدعوا رؤوسنا ورؤوسكم، و به اين ترتيب هيئات علمي مهمان ابجديات بحث را مفقود بينند و مايوس شوند. البته ضعف صحبت عيب نيست،اما بعضي مقام ومجالس ايجاب نمي كند. اما این ادعای "متکلم" که اکثر مردم افغانستان متمدن نیستند وبدوی هستند یعنی کوچی هستند وبه این طریق نمی توانیم انان را قناعت دهیم که دخترانشان ت...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک