د مسلمانو هیوادونو حاکمان د عوامو خلکو د لاریونونو او عمومي ذهنیت تر فشار لاندې دي او نور یې له کنټروله وځي
عبد البصير عتيقزی
په لومړي سر کې د ځینو مسلمانو هیوادونو مشرانو داسې انګیرله چې شاید د نورو صهیونستي یرغلونو په څېر دا هم کوم داسې یرغل واوسي چې دوه درې ورځې وروسته شاید ودریږي. ځکه ټولو (د اردن پاچا، د ترکیې ولسمشر، د قطر امیر، د مصر ولسمشر او داسې نورو) په احتیاطي او نرمو ټکو دا تیری وغانده او ویې ویل چې باید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې حل شي. خو دادی د جګړې درې اونۍ پوره شوې، غزې نیمایي تعمیرونه ویجاړ شول، تر ۶۰۰۰ نفره پکې ووژل شول چې له نیمایي ډیر ماشومان دي. ۱۲،۰۰۰ ټنه بم او باردو پرې استعمال شوي او لا هم پرې روان دي.
د مسلمانو هیوادونو حاکمان د عوامو خلکو د لاریونونو او عمومي ذهنیت تر فشار لاندې دي او نور یې له کنټروله وځي. هغوی خپلو ملتونو ته د ځواب ورکولو لپاره باید قانعکوونکي دلایل ولري، چې نه یې لري. خو له بلې خوا، صهیونستان ددې پر ځای چې تمکین وکړي، پخپل یرغلیز موقف باندې تاکید کوي او د جګړې د دریدو او سولې هر ډول وړاندیز ته د رد ځواب ورکوي.
د رد ددې ځوابونو دوه عمده دلایل دي؛ د امریکا په مشرۍ د غربي نړۍ بېتوله او ترازو ملاتړ. دویم لوی دلیل دادی چې د اسرائیلو د لومړيوزیر دا څووم ځل دی چې د خپل سیاسي کیریر په لړ کې له سختې ماتې او شرم سره مخ کیږي. د نتنیاهو دا اخري ځل دی او د بیا لومړيوزیر کیدو چانس نلري. همدا اوس په کور دننه له سختو فشارونو سره مخ دی، او د خپلو خلکو له توندو نیوکو سره لاس او ګریوان دی. خپل خلک یې نتنیاهو ملامتوي چې د جګړې اصل پیلوونکی همدا دی او زموږ سولهییز ژوند یې له خطر سره مخ کړ. د یرغمل شوو خلکو کورنیو څو ځله احتجاجونه وکړل چې زموږ اولادونه په غزه کې بندیان دي خو دا ډول بېبندوباره بمبارونه زموږ اولادونه وژني. او ح..ماس هم ددې خبرې تائید کړی وه چې څو تنه یرغمل شوي په بمبارونو کې وژل شوي دي. خو نتنیاهو له دې ویره لري چې که بمبارونه ودروي نو دی به استعفا ته مجبور کړل شي. دی غواړي چې خپل سیاسي کیریر داسې پای ته ورسوي چې له بېشرمۍ نجات پیدا کړي او اقلا د خټو پوزه ځان ته جوړه کړي. د غزې هوارول، د ډیرو خلکو وژل، او بله نکبه ددوی لوی هدف دی. دوی ویل چې هدف یې د ح..ماس ختمول نه، بلکې ډیر ورانی دی.
له بل پلوه د اروپایي هیوادونو خلکو اکثریت له اسرائیلو سره خواخوږي څرګندوله خو اوس یې چې کله د صهیونستانو قساوت د ماشومانو او ښځو او بوډاګانو په وړاندې ولیده او ددوی د دروغو او جعل ټول تصویرونه او ویډیویي کلیپونه جعل او فریب ثابت شول، د خلکو عامه ذهنیت د جګړې پر ضد راوپاریده. د انګلستان ۷۶ سلنه خلکو او د امریکا له ۶۰ سلنه ډیرو خلکو د یوې ټولپوښتنې په ځواب کې د جګړې د دریدو غوښتنه وکړه. ویل کیږي چې اردوغان او د اردن پاچا عبدالله بایډن ته شخصي ویلي چې د نتنیاهو هدف د غزې هوارول وه هغه یې ترلاسه کړ او نور باید لاس واخلي.
د ترکیې ولسمشر اردوغان نن خپل سکوت مات کړ او ډیرتوند وغږیده. ده په ډاګه اسرائیلو ته اعلان وکړ چې د یوه اورګان په حیث امریکا به ستا ډیر ملاتړ کوي او ستا به ډیر احسانمند وي، خو موږ هیڅ ستا احسانمن نه یو. او حم...اس کومه ترورستي ډله نده، بلکې هغوی مجـــ اهدین دي او د خپلواکۍ یوه ډله ده چې له خپلو خلکو او وطنه دفاع کوي. هغه وویل چې د نړۍ په دې ژوندیو مړو کې، موږ د یوه هیواد او یوه ملت په څېر حقایق وایو او پخپل صلاحیت کې چې کوم سیاسي، دیپلوماتیک او نظامي وسایل لرو دا به په کار واچوو. امریکا له دې سخته ویره لري چې ترکیه دې جنګ ته باید داخله نشي او دا د اسرائیلو په ګټه بولي.
د امریکا د پوځ یو لوړرتبه پخوانی افسر په یوه مرکه کې وویل چې امریکا دریم نړیوال جنګ پیلوي چې دا هیڅ د نړۍ په خیر نده. د امریکا بېقید او شرطه ملاتړ له اسرائیلو څخه امریکا ته بدې پایلې لري. ده ویل که چېرې امریکا په ایران یرغل وکړي نو د مصر، اردن، او یمن خلک به هیڅ لاس تر زنې کښینني او دوی به هم حتما دې جګړې ته داخل شي.
هره میاشت د نړۍ ۲۰ سلنه تیل او شاوخوا ۲۵ سلنه مایع ګاز د هرمز تنګي له لارې تیریږي، همدارنګه ایران په نظامي برخه کې داسې میزایل لري چې ۱۲۰۰ کیلومتره واټن کې خپل هدف په دقت سره ویشتلی شي. امریکا په سوریه، عراق، او ټول منځني ختیځ کې نظامي اډې لري او اکثره اډې یې په مناسبو دفاعي سیسمتونو سمبالې ندي او ایران کولای شي چې په دقت سره دا ځایونه په نښه کړي او امریکا ته لوی خطر او زیان پیښ کړي. له بل پلوه، امریکا له خپلو خلاصو سرحدونو هم په ویره کې ده او وایي چې په مکسیکو کې حزب الله ډیر فعالیت لري او د حزب الله ډیر خلک به امریکا ته ننوتلي وي چې د بحران په وخت کې امریکا ته ډیر زیات خطر پیښولای شي.
د نړۍ د جنګونو تاریخونو ته که وګورو نو ټول اول سر کې واړه سیمهییز جنګونه وه خو وروسته له کنټروله ووتل او نړيوال جنګونه شول. دویم نړۍوال جنګ تر هغه وخته یوازې منطقهیي جګړه وه چې تر څو برطانیه نه وه ورننوتلې، کله چې برطانیې مداخله وکړه، نو په نړۍوال جنګ واوښت. اوس هم، ډیر ملکونه غلي دي، یوازې د سولې او د جګړې د دریدو غږونه کوي، خو پښه یې وروښویده نو بیا یې ټینګول ډیر ستونزمن وي. مصر همدا اوس خپل یو لک پوځ د رفاه بندر سره درولی او محض یوې اشارې ته اړتیا لري. که چېرې صهیونستان پخپل ضد ټینګار وکړي دا جګړه اوږدیږي او سختیږي.
