غرب د اسرائیلو په خدمت کې د نرم ځواک ټول وسائل په کار اچولي
غرب د اسرائیلو په خدمت کې د نرم ځواک ټول وسائل په کار اچولي او کوشش کوي چې د فلسطین په روانه مسئله کې صهیونستي رژیم قرباني وښايي.
دا هغه رواني تکتیک ؤ چې په ۲۰۰۱ کې افغانستان، ۲۰۰۳ کې عراق او ۲۰۱۱ کې لیبیا کې کامیاب شوی ؤ.
دا د دوی پخوانۍ ستراتیژي ده چې د بشر وژلو لپاره لومړی په ذهنیتونو کار کوي، د عوامو ذهن ته خپل روایت ترزیقوي تر څو دې خپل وحشت ته مشروعیت پیدا کړي.
تاسي ځیر شئ؛
» د صهیونستی رژیم دفاع وزیر حماس له ځناورو سره تشبیه کړ.
» غرب + صهیونستي رژیم د حماس د ماشومانو د قتل درواغجن روایت بار بار تکرار کړ.
» غرب + صهیونستي رژیم ټولو پر حماس د ترورېزم ټاپه ووهله.
» ټول غرب په المعمداني روغتون یا چپ پاتې شو او یا یې په ډېره سپین سترګۍ صهیونستان پاک کړل.
» ټول لګیا دي چې صهیونستي رژیم د خپل ځان د دفاع حق لري.
» ټول په یوه خوله لګیا دي چې حماس د خلکو استازی نه دی.
او…
دا کوشش دې لپاره دی چې دوی صهیونستي رژیم ته د انسان وژنې سپین چک ورکړي. دوی غواړي د عامو خلکو ذهن ته داسې روایت ترزیق کړي چې له دوی د بشر د حقوقو او نورو موضوعاتو په باب پوښتنه ونه شي.
دوی په د بشر د حقوقو په نیرنګ او مکر انسانیت له تېغه تېر کړ خو زمونږ د لبرال سر خلاص نه شو.
