No-IMG

د اقصی طوفان تاریخي عملیات؛‌ راتلونکې ممکنه سیناریوګانې

په دې کې هېڅ شک نشته چې د صهیونستي رژیم په اشغال د حماس دا تاریخي ګوزار د منځني ختیځ په سیمه کې د ستراتیژیک تحول یوه تاریخي کړنه وه چې ښايي تاریخ یې په زرینو کرښو ولیکي. د اقصی طوفان په واقعي مانا د منځني ختیځ سیاسي محاسبې ننګولې دي. د سیمې هیوادونو، اسرائیلي رژیم او لویو نړیوالو قدرتونو چې په خپله محاسبه کې حماس په کوم ډول تحلیل کړی ؤ، غلط ثابت شو. فلسطیني مقاومت به د اقصی له طوفانه وروسته د ستراتیژیکو مفکرینو په تحلیل کې د فلسطین د قضیې یواځینی استازی جهت ګڼل کېږي ځکه د روان طوفان په جوړولو دوی ثابته کړه چې فلسطین په قضیه کې د مسیر واګې د دوی په لاس کې دي. دا چې امریکا او صهیونستي رژیم څومره د فلسطین سلطې (محمود عباس) لپاره کمپاین وکړي، تصمیم د زور په مټ نیول کېږي او د اقصی طوفان وښودله چې د ځواک په ګدۍ څوک ناست دي!

د ۲۰۲۱م د سیف القدس له عملیاتو وروسته اسرائيل او د سیمې هیوادونو ته دا تشویش پیدا شوی چې د غزې په تړانګه کې مېشت مقاومت دوی لپاره یو خطر دی خو د دوی په محاسبه د مخنیوي لاره یې مشکله نه وه. دوی د غزې په څار او خپلو نظامي اساساتو نازېدل او دا یې په فکر کې هم نه ګرځېدله چې فلسطیني مقاومت دې دونې لویه کارنامه تر سره کړي. د دوی په دې ناکامۍ اسرائيلي رژیم او د دوی بسپنه کوونکو ټولو اعتراف وکړ.

د حماس ستراتیژیکې لاسته راوړنې

د اکتوبر په ۷مې د حماس عملیاتو دوه لویې ستراتیژیکې لاسته راوړنې درلودې؛

» د ۱۹۴۸م له اولې نکبې وروسته دا لومړی ځل ؤ چې فلسطیني مقاومت اسرائیلي اشغال ته په دې کچه لوی درس ورکړ. حماس هم د اسرائيلو پوځیان ونیول او هم یې په غلاف غزه کې د اسرائیلو څو مهم قومندان ووژل. دې کار آیندې لپاره حماس ته د دې قدرت ورکړ چې د بندیانو پر مټ خپل مظلوم زندانیان د اسرائیلو له وحشي زندانونو را خلاص کړي او د قومندانانو وژلو یې د اسرائیلو د امنیت روایت تل لپاره وننګوه.

» د حماس محاسبه دا وه چې اسرائیلو سره د سیمې د تطبیع پالیسي او د امریکا د (پیړۍ تړون) هڅې باید ودرول شي ځکه د امریکا په مشرۍ، سیمې د اسرائیلو په بسپنه حماس د فلسطین په قضیه کې له سیاسي معادلې ویسته. د اقصی توپان دا ثابته کړه چې له حماس پرته د فلسطین قضیه حل نلري او حماس چاته اجازه نه ورکوي چې د دوی په سر معامله وکړي. دوی دا هم وکولای شو چې اسرائيلو سره د سیمې د عربو هیوادونو تطبیع وننګوي.

تر دې دمه د جګړې سیاسي توازن د حماس په طرف دی ځکه دوی توانېدلي دي چې له دې عملیاتو پورتنۍ ستراتیژیکې لاسته راوړنې ولري خو د اسرائيلو لوري تر اوسه پر غزې له بمبار پرته هېڅ نه دي تر لاسه کړي. د حماس موقف مالوم دی او هغه دا چې جګړه باید وغځېږي،  د سیمې لوبغاړي پکې رول ولوبوي او که ممکن شي نور مسلمانان هم د قدس د آزادۍ لویې مبارزې ته راودانګي. د عملیاتو له پیل راهېسې دا غوښتنه د حماس بېلا بېلو مشرانو کړې او کوشش یې دا دی چې وتوانېږي له دې لارې په اسرائيلو فشار راوړي تر څو د لنډې مودې لپاره روان عملیات د حماس په ګټه پای ته ورسېږي.

بل اړخ ته اسرائیل دي چې د خپلې ناکامۍ، شرم او غوسې له امله مجبور دي نړیوالې ټولنې او یهودو ته لاسته راوړنه وښايي. دوی تر اوسه د جګړې له میدانه لویه ګټه نه ده تر لاسه کړې او تر هغې ښايي دا جګړه ونه دروي تر څو یې چې خلکو ته د ښودلو مخ ونه لري.

راتلونکې ممکنه سیناریوګانې

زه فکر کوم د اقصی د طوفان په نتیجه کې راتلونکې ممکنه سیناریوګانې موجودې دي؛

۱ اسرائیل کوښښ کوي چې د غزې اوسېدونکي مجبور کړي د مصر سینا ته هجرت وکړي او غزه دوی ته ورپرېږدي. نتن یاهو غواړي له خړو شوو اوبو د سموترېش د لوی اسرائیلو جوړولو فرصت لپاره استفاده وکړي. بلېنکېن چې د جګړې له دویمې ورځې منځني ختیځ ته راغلی له مصر، اردن او د سیمې له نورو هیوادونو یې غوښتنې چې د غزې ۲.۲ میلیونه مهاجر ومني خو تر دې دمه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې. مصر، اردن او د منځني ختیځ ټول هیوادونه په دې پوهېږي چې په دغه سیمه کې باقدرته اسرائيل د دوی ټولو آیندې لپاره خطر دی. دا سیناریو تر دې دمه ناکامه ده او ښايي په راتلونکي کې هم کار ورنکړي.

د مصر سیسي، د اردن عبدالله، د سعودي سلمان او د قطر امیر ټولو د غزې د مهاجرت طرحه رد کړې. د بلېنکېن د سیمې سفر هم له دې امله ډېر کامیاب نه ؤ.

۲ اسرائیل کوښښ کوي چې له شمال څخه د غزې اوسېدونکي جنوب ته مهاجر کړي. دوی غواړي د ۲۰۱۴م کال د جګړې تجربه تکرار کړي. هلته دوی د غزې شمال ته ننوتل، ۲۰۰۰ عام فلسطینیان یې شهیدان او د دوی ۶۶ پوځیان هلاک شول. نتن یاهو فکر کوي په دې شکل کولای شي چې د نړیوالې ټولنې او یهودو مشروعیت لاسته راوړي. دا سیناریو ښايي یو له عملي سیناریوګانو وي خو پایلې یې د لاندې نکتو له امله نامالومې دی:

» امریکایانو اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې مونږ په افغانستان او عراق کې د سپتامبر له ۱۱مې وروسته اوږد مهالې جګړې وکړې خو دا لویه تېروتنه وه. که اسرائیل هم غزې ته د ننوتلو تېروتنه وکړي، ښايي د فایدې پر ځای یې نقصان ډېر وی.

»‌ د حماس نوو عملیاتو د اسرائیلو امنیتي راډار هېښ کړی، دوی اوس په غزه کې د شته امکاناتو محاسبه نه لري. حماس هم اوږدې جګړې ته تیاری ښايي او د خپلو نوو وسائلو ویډیوګانې نشروي. په داسې حالت کې ښايي اسرائیلو ته په غرې برید څه مشکل کار وي.

» بله مهمه موضوع د ایران او د سیمې د غیر دولتي ارګانونه دي چې اسرائیلو ته یې بار بار اخطارونه ورکړي. اسرائيل په دې هم پوهېږي چې د سیمې ځینې لوبغاړي دې ته تیار ناست دي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول دوی په اوږد مهاله او نه ختمېدونکې جګړه کې ښکېل کړي. امریکا هم اسرائيلو ته د دې مشوره ورکوي چې افغانستان او عراق کې د دوی تجربې تکرار نه کړي.

که چېرته اسرائیل په دې سیناریو کار کوي، باید پورتنیو نکتو ته پوره محاسبه ولري. په دې سیناریو کې د دې امکان شته چې جګړه منځني ختیځ ته وغځېږي خو دا هغه څه دي چې امریکایان یې په هېڅ قیمت نه غواړي. امریکایان فکر کوي‌ چې که په منځني ختیځ کې د فلسطین او اسرائیلو په اوږد مهاله جګړه کې ونښتو، روسیه او چین راڅخه پاتې کېږي. دوی لپاره اوکراین او د چین سوېل سمندرګی اوسمهال له منځني ختیځ څخه ډېر ستراتیژیک اهمیت لري.

۳ یو انتخاب دا هم کېدلای شي چې اسرائیل په غزې بمباریو ته ادامه ورکړي او تر هغې دا کار وکړي تر څو د غزې په داخل یا خارج کې د حماس ځینې مشران ټارګټ کړي. له دې لارې هم نتن یاهو کولای شي چې خپلو ملګرو او یهوانو ته د انتقام اطمینان ورکړي.

پورتنۍ ټول انتخابونه اسرائیلو لپاره عملي تګلارې دي خو هره یوه یې بې شمېره ننګونې لري. همدا لامل دی چې تر اوسه اسرائیلو د غزې د عامو خلکو له بمبار پرته هېڅ نه دي کړي. د قدرت بلانس داسې دی چې دوی نور انتخابونه نه لري او هغه څه چې شته عملي کول یې ډېر مشکل کار دی.

غربي نړۍ اسرائیلو ته د عکس العمل سپین چک ورکړی چې له مخې یې ماشومان، ښځې او ځوانان وژني، په روغتونونو بمبار کوي، خلک یې له خوړو، برق او اوبو محروم کړي. اسرائیل له دې بشري جرمونو او سستماتیکې نسل وژنې پرته آسان انتخابونه نه لري.

د اسرائیلو صهیونستی رژیم او د حماس د آزادۍ غورځنګ په یو وخت اعلان کړی چې د روانې جګړې پایله به د منځني ختیځ د قدرت توازن بدلوي. د قدرت دا توازن به د فلسطین د قضیې په آینده لوی تأثیر لري. وخت به ثابتوي چې دا بلانس د چا په ګټه بدلېږي.

پای

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک