No-IMG

د حماس لوړپوړي چارواکي خالد القدو-مي د مقالې لنډيز!

ژباړه او لنډيز: وحيدالله مصلح

 

اسرائ-يليانو د فلسطين په مقابل کې يوه پېړۍ فاجعې او وحشتونه ترسره کړي دي، او نړيوالې ټولنې يې منافقانه ښه راغلاست کړی دی.

داخلي او نړيوالې مؤلفې وروستي بري ته د نژدې کېدو څرګندونه کوي، دې بري ته تنها لږ وخت او د سختيو تحمل پاتې دی.

مونږ په خپله د خپلو مشروع حقونو د ترلاسه کولو په لار کې بوخت يو، دا هغه حقونه دي چې نړيواله ټولنه يې مونږ ته په راستنولو کې ناکامه شوې ده. د همدې لپاره د "مسجد الاقصی" له شعار سره مبارزې ته ننوتي يو، تر څو نړۍ ته اعلان کړو چې دا مونږ يو چې له اشغالګرو سره مبارزه ترسيموو او له ص-هيونيستي جنايتونو سره د تعامل قوانين تدوينوو.

د "پېړۍ معاملې" تر شکست وروسته ځېنې هېوادونه له اسرائ-يل سره د اړيکو عادي کولو په هڅه کې دي، دوی فکر کوي چې دا عادي کول به دوی ته ملاتړ ور په برخه کړي. (اشاره يې له اسرائ-يلو سره د اماراتو، سعودي او نورو عربي هېوادونو د اړيکو عادي کولو پروسې ته ده).

موږ بايد ص-هيونېستي اشغالګران محاصره او مجازات کړو، نه دا چې هغوی ته بدله او مکافات ورکړو او د اړيکو عادي کولو په لټه کې اوسو.

مقاومت ځواکونو د دښمن غافلګيرولو او لړزولو مفهوم څرګند او د ص-هيونېستي رژيم په جنګي مشين کې يې پراخه امنيتي خلاګانې علني کړې. د اسرائ-يل ټول هغه امنيتي او نظامي تجهيزات يې له کاره وغورځول چې هغوی پرې وياړېدل. دا پرمختګ له دښمن سره د نښتې پر معادلې تاکيد کوي، قرآني نظريه چې پر دښمن د بريد  په اړه ده؛ (ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ "له وره پرې ورننوځئ! او چې ورننووتئ؛ نو همدا تاسې لاسبري ياست") دا معادله د تطبيق او تحقق وړ ده.

دې بريدونو دا زبات کړه چې د فلسطين ازادي کوم خوب نه دی بلکه يو امکان مننونکی حقيقت دی.

دا نښتې په اشغال شوي فلسطين کې د هغو قهرمانو ځوانانو روحيه لوړوي چې په باختري تړانګه کې مبارزه کوي.

مونږ دغسې نښتو ته د ننوتلو پر قېمت پوهېږو، خو کوم کسان چې برياليتوب غواړي نو عوامل يې بايد محقق کړي او ټول عوامل خپلې سختۍ لري. انساني تجربو ښودلې چې يوازې سرښندنې کولای شي بری ترلاسه کړي.

مونږ بايد له خپلو ټولو امکاناتو سره ځانونه دې ګټونکې جګړې ته اماده کړو، په ازادي غوښتونکې جګړه کې بايد د فلسطيني ملت د حق او عدالت روايت پياوړی کړو، تر څو د الله تعالی وعده محققه شي چې: (فَإِذَا جَاء وَعْدُ أُولاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَّنَا أُوْلِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُواْ خِلاَلَ الدِّيَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَّفْعُولًا "نو چې کله د لومړۍ ژمنې وخت راورسېد؛ نو موږ مقابلې ته له خپلو تكړه جنګياليو بندګانو يوه ډله راپاڅوو (چې سخت مو وځپي) ان (د مجرمانو پيدا كولو لپاره مو) كورونه لټوي او دا ژمنه پوره كېدونکې ده").

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک