د اسرائيلو هُبَل
د احد د غزا په پای کې ابو سفیان په یو جګ ځای ودریده،او په ټول غرور یی شعار ورکړ چه : ( اعْلُ هُبَل، اعْلُ هُبَل) يعني هبل دی پورته وي.( هبل د مشرکینو غټ بت وو) .
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه وو ته وویل چه ځواب ورکړي: (اللَّهُ أَعْلَى وَأَجَلُّ) الله تعالى د هر شي نه پورته او ستر دې.
بیا ابو سفیان غږ وکړ چه : ( لَنَا الْعُزَّى وَلا عُزَّى لَكُمْ) مونږ عزی ( بت ) لرو او تاسو یی نه لرئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه ووته وویل چه ځواب ورکړي: ( الله مولی لنا ولا مولی لکم) الله تعالی زمونږ مولی دې او تاسو مولی نه لرۍ.
بیا ابو سفیان وویل چه : ( أَحَدٌ بِبَدْرٍ ) يعنې احد د بدر بدل شو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه وو ته وویل چه ځواب ورکړي: ( لا سواء، قتلانا فی الجنة وقتلاكم في النار) كله هم برابر نه دي، ځکه چه زمونږ وژل شوي په جنت کې دي، او ستاسو وژل شوي په دوزخ کې.
نن اسرا+ئیل هم د دې زمانې په خپل بت( نړیوال استکبار، چه په سر کې یی ا مر ی کا ده) هماغسې نازیږي لکه هغه وخت چه مشرکان په هبل نازیدل.
نو ، مسلمانانو ورونو!
راځئ چه پدی سختو شیبو کې اسمان ته لپې پورته کړو او د زړه له تله په پوره باور دعاء وکړو چه :
ای د کائناتو خالقه!
او ای د مؤمنانو مولى!
د وخت د هبل بنده گانو ته دخپل قدرت نخښې نښانې ښکاره او د مؤمنانو زړونه یخ کړه.
