حِلف الفضول (د مخورو تړون) څه و؟
له اسلامه مخکې مکې ته یو کس د تجارت مال راوړی و تر څو ویې پلوري، پدې کې یو زورور د عاص بن وائل په نوم له دې سړي نه مال واخیست خو پیسې یې ورنکړې. مظلوم سړي ډېرې دروازې وټکولې چا یې غږ وانورېد. په سبا سهار یې په کعبه کې چیغه کړه او له خلکو یې مدد وغوښت، پدې کې زبیر بن عبالمطلب جګ شو چې دا څه وایي؟ هماغه و چې بني هاشم، بني زهره او بنی تیم د عبدالله بن جدعان تیمي* په کور کې سره راټول شول، دوی دا ژمنه سره وکړه چې موږ به له هر ظالم نه د مظلوم حق اخلو او څوک به نه پرېږدو چې د چا حق وخوري.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وخت کې لا په نبوت نه و مبعوث شوی خو د دې تړون شاهد او غړی و. دوی د هغه مظلوم حق واخیست او پس له هغې چا جرئت ونکړ چې د چا حق وخوري.
کلونه تېر و، نبي علیه السلام په نبوت مبعوث شوی و، یوه ورځ یې وویل چې زه د عبدالله بن جدعان په کور کې د یوه داسې تړون شاهد وم چې ماته له سرو اوښانو غوره و، که چېرې په اسلام کې هم څوک راته داسې یو تړون ته دعوت راکړي نو زه به خامخا د هغې اجابت کوم!
دا واقعه مې تر دې ذکر کړه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم څومره حکیمانه چلند د خپل عصر له پدیدو سره کولو. وایي که اوس اسلام کې مې هم څوک ورته دعوت کړي، مهمه نده چې مسلمان وي که نه وي، زه به یې اجابت کوم. نن هم په نړۍ کې هر هغه مثبت تړون چې د انسانیت په خیر وي، مسلمان باید تر هر چا مخکې هغې ته ور ودانګي. نبوي تګلاره دغه ده.
د پوهنتون په وخت کې مې د استاد سره بحث شو چې دا وینځې او مریي نور بحثونو کې مه یادوئ، د دې زمانه نوره ختمه شوې، هغه ډېر راته جدي شو، چې داسې نده، دا ضرورت دی. بعضې انسانان د همدې لپاره دي چې غلامان وي. ما ورته د همدې حلف الفضول یادونه وکړه، ورته مې وویل چې دا د نړۍ په کچه یو غوره تصمیم نیول شوی، دا د انسانیت ستره لاسته راوړنه ده، مسلمان باید تر هر چا مخکې ورودانګي او ویې مني!
ننۍ نړۍ د ټولو ظلمونو سره سره، د بشر حقوقو، د ښځو حقوقو، د ماشومانو حقوقو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري لکه څنګه چې د فقر سره د مباررې په وړاندې، د ناروغیو سره د مبارزې پر وړاندې او د صحي خوراک او څښاک په برخه کې یې ډېر څه کړي. پکار دا ده چې مسلمان تر بل هر چا پدې تړونونو کې برخه واخلي. خو له بده مرغه مسلمان سرتمبه دی، او هر شي پسې یې کوتک اخیستی، نه په ځان رحم کوي نه په بل. ځکه خو د بل حق پرېږده خپل حق هم نشي غوښتی!
* بني تیم داسې خلک و چې د خلکو شخړې به یې حل کولې، ابوبکر صدیق رضی الله عنه هم له دې خاندان څخه و. د قطر هېواد حاکمه کورنۍ هم ځان بنی تیم بولي ځکه خو دوی غواړي خپل هماغه پخوانی حیثیت په معاصره نړۍ کې ژوندی وساتي. د قطر د سولې او پخلاینې هلې ځلې په نړۍواله کچه په اوس عصر کې هماغه پخوانی تسلسل دی چې دوی راژوندی کړی.
