No-IMG

آیا د امیر ړوند اطاعت سم دی؟

په اسلام کې د امیر اطاعت د نظم او دسپلین د ټینګښت لپاره راغلی. عرب سرزوری قوم و، چا ځان له چا نه کم نه ګڼلو، سخته وه چې یو عرب دې بل ته کمه ووایي، ځکه نبي علیه السلام د امیر په اطاعت ډېر ټینګار کولو، حتی یو ځای کې وایي چې تک تور حبشي غلام چې سر یې د ممیز په شان وي که مې په تاسې باندې امیر کړلو، تاسې به یې اطاعت کوی. دا د دې لپاره چې مغرور عربان پدې پوه کړي چې د امیر اطاعت څومره اړین دی. بل ځای کې وایي که چېرې تاسې په سفر کې دری تنه وی، یو درکې امیر وټاکئ او د هغې خبرې منئ. دا ټول د دې لپاره چې په ټولنه کې شخړې رانشي، د شخړو د حل لپاره مرجع وي.

ښا؛ اوس ړوند اطاعت څنګه ده؟

د بدر په غزوه کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یو ځای کې خپل مورچل نیولو پدې کې حباب بن منذر رضی الله عنه چې د جګړو تجربه یې درلوده، نبي علیه السلام ته راغی، ورته یې وویل چې دا ځای مو په څه اساس ټاکلی، وحی دغسې راغلې او که ستاسې شخصي نظر دی. نبي علیه السلام ورته وویل چې دا مې خپل نظر دی، حباب بن منذر ورته وویل چې بیا نو دا ځای سم ندی، هغه خوا ته به لاړ شو چې هلته د اوبو څاه زموږ په کنټرول کې وي، هغوی به اوبه نلري، د تنړې تر فشار لاندې به راشي. دلته یوې باریکۍ ته پام وکړئ؛ صحابه پدې پوهېدل چې د نبي علیه السلام هره کړنه  وحی نده، ځینې تصرفات یې انساني دي، ځینې کړنې یې د رهبرۍ تقاضا ده، ځینې کړه وړه یې د فرهنګ تقاضا ده او یوه مهمه برخه یې الهی او پیغمبري دنده ده. ځکه خو په پیل کې یې هغه پوښتنه ترې وکړه.

دغسې نورې واقعې هم شته؛ خبره دا ده چې کله ته پوهېږې چې د امیر یو حکم د یو ملت د تباهۍ سبب ګرځي، د نوۍ د دښمنۍ باعث ګرځي، د بې پیلوټه د بیا راتګ باعث ګرځي، د یو جوړ نظام د بیا ړنګېدو امکانیت ډېروي، هغلته بیا د اطاعت په نامه سکوت کوې، دا ګناه ده او لویه ګناه ده. تر دې بله ستره ګناه کومه ده چې د یو ستر ملت ټول سرنوشت د امیر د ړانده حکم پر اساس تباه کیږي. څومره ښځې به د فقر له لاسه بدلمنۍ ته مجبوریږي، څومره مخلوق به د فقر له لاسه د مهاجرت په سختو لارو ځي، څومره ځوانان به د ناامیدۍ له وجې سمندرونو کې ډوبیږي.. دغسې یې درشمېری!

دا ړوند اطاعت دی او دا ګناه ده، که وزیر د وزارت لپاره غلی دی، که ملا د جیب خرچ د پاره غلی دی او که ټوپکوال د معاش لپاره غلی دی دا ټول پکې د الله په نزد ملامت دي.

شیخ الاسلام عز بن عبدالسلام د اسلام په تاریخ کې یو ستر فقیه تېر شوی، هغه به ویل چې دین ټول مصلحت دی، د دنیا او آخرت د مصلحت د تامین لپاره راغلی. هره هغه فتوا او نظر چې عامه مصلحت له ګواښ سره مخ کړي، هغه دین ندی. د مصلحت بحث په شریعت کې ډېر لوی او پراخ دی خو له بده مرغه زموږ ډېر ستر ستر ملایان تر اوسه پدې هکله هېڅ نه پوهیږي. ځکه خو یې د مملکت تر ماڼۍ لاندې جبل لاندې کړی او په ناپوهۍ کې یې ړنګولو ته کار ویلی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک