هر کله چې مشر د خطاء نه پاک او مقدس وبلل شي، بيا خطاګانې نسلونو ته منتقل کيږي
مشران د مقدس پر ځای محترم بلل پکار دي،
دا هغوئ سره هم مرسته ده او ورسره رعيت سره هم مرسته ده .
مشرانو باندې د تنقيد په نامه بې احترامي يا ذاتي بغض پالل منافقت دی، په دې کارونو د مشرانو اصلاح نه کيږي، اسې په عوامو کې انډوخر جوړيږي .
د يو مشر لپاره تر ټولو بدترين دښمن هغه مشاور وي چې د خپل قربت لپاره يي د مشر سترګې پټې کړې او له حقيقته يې لرې ساتلی وي.
يو بهترين مشر هغه وي چې تنقيد وتللی شي او ضد ونه نيسي چې زما ماتحت ولې دا بې ادبي وکړه، بلکه حقيقت درک کونکی وي .
مشاورين بايد بې خاندانه، حاسد، بې علمه، بداخلاقه، شان او شوکت خوښونکي، شهرت طلبه، غوړ مزاجه نه وي، بلکه متواضع، عمر رسيده، پوهه، سنجيده او زاهد مزاجه وي، تر څو د خپلو مفاداتو لپاره مشر استعمال نکړي.
