أنتم أعلم بأمر دنياكم؛ د دنیا په چارو کې خپله ښه پوهېږی!
دا حدیث د مسلم څخه روایت شوی، کله چې د مدینې خلکو د خرما په ونو باندې د القاح عملیه ترسره کوله، نبی علیه السلام ورته وویل چې که دا ونکړئ نو څه به وشي؟ دوی ونکړه. په هغې کال د خرما حاصلات ډېر ژوبل و. نبي علیه السلام وپوښتل چې دا ولې؟ هغوی ورته وویل چې تاسې موږ د القاح کولو څخه منع کړي و ځکه داسې شول. بیا نبي علیه السلام ورته وویل چې د دنیا په چارو کې تاسې تر ما ښه پوهېږی. مطلب له ما څخه د دین مسائل مو اخلئ، دنیوي چارو کې تاسې خپله ښه پوهېږی.
دې حدیث ته په کتو، که د ژوند ټولې چارې وګورو، سیاست، اقتصاد، حکومت، ټولنیز ژوند.. په دې ټولو کې اسلام یوازې ستر ارزښتونه بیانوي، کلي اصول پکې بیانوي، ظلم به نکوئ، د بل حق په نخورئ، عدالت به قایموئ، مینه او ورورګلوی به کوئ، د الله له محرماتو به ځان ساتئ.. جزئیات پکې نه ورکوي، ځکه چې که څومره جزئیات یې ورکړي وی بیا امت ته د اجتهاد میدان قید کېده، دین چې په کومو ځایونو کې سکوت کوي هغه د امت په خیر دی او دا د سکوت میدان ډېر ستر دی. د موږ د دنیا په چارو کې د سکوت منطقهٔ الفراغ دومره پراخ دی چې څومره وغواړو پکې ځغاسته کوی شو.
د فقهې تر ټولو مهمه قاعده ده چې «الأصل في الأشیاء الإباحه» هر څه مباح دي، مګر هغه چې په قطعي نص باندې منع شوي وي. ډېر ملایان راځي چې د احتیاط د پاره دا مکوه، د احتیاط لپاره هغه مکوه.. په همدې احتیاطو کې یې د مباحاتو دایره دومره په خلکو تنګه کړې چې اصل د اباحت پر ځای حرمت ګرځېدلی. احتیاط يواځې په مشتبهاتو کې دی، هغه شیان چې د حلال او حرام درک یې سم نه وي معلوم، لکه مسکرات حرام دي، خو نصوار هغومره سکر نلري، یوازې یو خمار ورباندې راولي، دغه نصوار مشتبهاتو کې راځي، با تقوا انسان باید دا ونکړي. ځکه چې دا هغه دایره ده چې ورداخل شو بیا سبا نصوار خوند نه ورکوي بل څه کوي. د نوي ځوانو هلکانو سره ناسته پاسته مشتبهات دي، حتی په ځیر کتل ورته له دې اړخه سم کار ندی، څوک چې د تقوا مقام غواړي، له دې شیانو به لرې ګرځي. په دې نکیږي چې هلکان دې سرونه خریي، مخونه دې توروي چې صبر د ملت تقوا خرابه نشي، ملت به ځان سموي، خلک دې نه په عذابوي. د ظواهرو پر ځای دې علما د خلکو په قلبي تقوا باندې کار وکړي. او بله دا چې دا پدې هم نکیږي چې حکومت دې یې منع کړي، منع یوازې قطعي حرامو کې راغلې، که دا منع کېدی خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم به پرې بندیز لګولی و، هغه ټول مشتبهات آزاد پرېښودل تر څو خلک په آزادۍ کې د تقوا ممارست وکړي. چې بازار کې نصوار نه وي، سګرټ نه وي، ښایسته هلکانو پکې مخونه تور کړي وي، داسې بازار کې خو هر څوک با تقوا کېدی شي، تقوا هغه ده چې بازار کې ښځې ګرځي خو ته ځان ساتې، بازار کې ۵۵۵ پاڼ شته خو ته یې نکوې!
