No-IMG

کامل دین او ناکامل فهم

د دین د کاملیت په اړه باید پدې هم پوه شو چې د وحی له پای او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له رحلت سره شریعت بشپړ شو او آسماني کتاب تکمیل شو خو د دین  تفسیر او په دین پوهېدل به هېڅ کله کامل نشي. زموږ پیغمبر خاتم الشرائع دی خو هېڅ عالم، هېڅ دین پوه خاتم المفسرین ندی. که په بل انداز ووایو، شریعت تقدس لري خو د شریعت هېڅ تفسیر تقدس نلري یوازې د شریعت په اړه د مفسرینو هڅه او اجتهاد تقدس لري. که چېرې د دین تفسیر د پای ټکی درلودی بیا دا دین د هر عصر لپاره د تطبیق جوګه کېدی نشوی

د نبي علیه السلام له رحلت وروسته د ځمکې او آسمان رابطه وشکېده، د ده د وفات له لومړۍ ورځې د صحابه کرامو تر مینځ اختلاف پیل شو او دا ټول اختلافات بیا د هغه یارانو په خپلو اجتهاداتو حل کول خو د هېڅ اجتهاد د رد او تائید په اړه بیا وحی نده راغلې. په همدې تسلسل کې مذاهب جوړ شول، دا ټول مذاهب د وحی مختلف تفسیرونه دي، هر یو د یوې بېلې زاویې نه هغه مقدسې پدیدې ته کتلي، هر یو د وحی څخه بشري تفسیر وړاندې کوي چې هېڅ یو یې هم د الله له لوري د رد یا تائید کوم تصدیق نلري بلکه دا علما او خلک دي  چې د هغوی تفسیر، د تفسیري اصولو پر اساس وزن کوي بیا چې په کوم یې قناعت راغی هغه مني، په کوم یې  چې قناعت حاصل نکړو هغه پرېږدي، دا ټول جریان تر ننه په همدې انداز راغلی. اوس پدې هکله فکر وکړئ چې که چېرې موږ د دې تفسیري اختلافاتو لپاره یو مسلمان ښکنځو، رټو یې او یا حتی قتل کوو یې څومره لویه تېروتنه کوو.  موږ کومه الهي تصدیق پاڼه تر لاسه کړې چې زما فقهي یا کلامي مذهب سم دی ستا ندی؟ موږ ته کومه وحی راغلې چې دا زما نظر د الله له لوري منل شوی ستا ندی؟ الله تعالی خپله دا دین داسې رانازل کړ چې تر قیامته پورې تفسیر شي او د هرې زمانې خلک د خپل عصر د احتیاجاتو سره سم ترې اخذ وکړي، موږ دا صلاحیت له کومه کړ چې د شریعت فهم ته مو هم د کاملیت ټکی کېښود؟ که څوک زموږ سره هم نظره و هغه منو که اختلاف یې راسره درلود هغه رټو، هغه وهو او یا هم هغه وژنو.  

هر هغه عالم چې وویل زما خبر سمه ده د نوروز سمه نده، پوه شئ چې هغه عالم ندی. د امت سترو علماو به په ډېر احتیاط سره ویل چې دا زما نظر دی، ان شاءالله چې دا به سم وي خو دوی د بل نظر او تفسیر نده رد کړی.

د علماو کار دا دی چې د هر عصر د پدیدو د تحلیل سره سم د دین داسې تفسیر او فهم وړاندې کړي چې په هغې عصر کې د خلکو لپاره د لارې مشال وګرځي، خلک د دین غېږ کې ځان هوسا احساس کړي او د دین د سترو مقاصدو په چوکاټ کې د خدای د خلکو په ژوند کې معنادار او روښانه حضور ولري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک