امام بخاری څه ډول وفات شو؟
امام بخاري د ژوند په اخرنۍ حصه کي د اسلامي نړۍ مشرقی حکمرانانو او درباري ملايانو لخوا د سخت ظلم او ستم سره مخامخ شو په ځانګړی ډول ، نيشاپور ، بخارا او سمرقند.
د څو لاملونو له امله!
حکمرانانو او درباري ملايانو سره اختلاف
په محلونو کي د امراوو اولادونو ته له درس څخه انکار
ځينو حکمرانانو او ملايانو د هغه د شهرت او سيرت له امله بغض او کينه درلوده
کله چي امام خپل عمر 62 کلني ته ورسید د نيشاپور حاکم خبر ورکړ چې نيشاپور زر تر زره خوشي کړي او په هغه يي تور پوري کړ چې خلک او حکومت هغه نه خوښوي او ناپسنديده شخصيت دي.
امام نيشاپور پريښود او خپل آبايي ښار بخارا ته پر تللو مجبور شو ، د ښار په دروازو کي خلکو په ډلو ډلو استقبال کړ ، ډير زيات شاګردان او طلبه ورڅخه راټول شول تر دي چې د نورو ملايانو درسي حلقې مکملې ختمي شوي پدي اساس د هغه خلاف په زړونو کي بغض او کينه ورځ تر بلې زياتيده ،
څه موده ورسته د بخارا حاکمي حلقې ته د هغه محبوبيت او اسلامي مواقف او دريځونو خوند ورنه کړ ، د بخارا حاکم هم درباري ملايانو په خوښه ورته خپل قاصد ورواستاوه چې فورا همدا مهال ښار څخه ووځي
امام ته دومره مهلت ورنه کړ شو چې هغه خپل کتابونه راټول کړي او ترتيب يي کړي ، هغه د ښار څخه ووت او دري ورځي د ښار څخه بيرون په يوه خيمه کي اوسيده ، هلته يي خپل کتابونه ترتيب کړل خو نه پوهيده چې چرته لاړ شي.
له دري ورځو ورسته هغه سمرقند لوري ته روان شو ، هغه ښار ته داخل نشو بلکې د ښار څخه بيرون د خرتنګ په سیمه کي د خپلو خپلوانو کره ايسار شو او هغه سره په دغه سفر کي ابراهیم بن معقل هم موجود وو
ډير وخت لا ډير تير نه وه چي د سمرقند حاکم عسکرو هغه کور ته ورسېده او حکم وکړ چې سمرقند خاوره ترک کړي ... هغه ته د کوچني اختر په شپه دا حکم ورکړ شو..
هغه ته وویل شو چې شپي لخوا علاقه پريږي او د اختر لمانځه پورې به انتظار نه کوي ، امام لدي ويري چې له امله يي د هغه خپلوانو ته چې د هغه مېلمستيا يي کړي کوم مشکل ونه رسېږي شپي لخوا يي هجرت پيل کړ
ابراهيم بن معقل د هغه کتابونه په يوه سورلۍ بار کړل او دوهمه سورلۍ يي امام لپاره تياره کړه ، کله چي سورلۍ تياره شوه ابن معقل کور ته ننوت او امام يي د لاسه ونيوه او هغه يي په سورلۍ سپور کړ
دواړو د نامعلوم سرنوشت په لوري سفر پيل کړ ، څو شيبو ورسته امام په خپل وجود کي يو څه تکليف احساس کړ د ابن معقل څخه يي د سرک تر غاړې څو شيبو استراحت غوښتنه وکړه ، امام د لويي لاري تر غاړې پر ځمکه سر کيښود تر څو ارام وکړي ،
څو دقيقو او شيبو ورسته ابن معقل غوښتل امام پاڅوي ليکن کله چي پري غږونه وکړل ډير ناوخته وه امام خپل روح لا پخوا خپل رب ته سپارلي وو..
امام د کوچني اختر په شپه د شوال په لمړي نيټه 256 هجري کال د يوه نامعلوم سفر پرمهال د سرک تر غاړې په خاورو کی د مستبدو مسلمانو حاکمانو او درباري ملايانو د لاسه د مظلومیت په حالت کي له فاني نړي سترګي پټي کړي
ليکن نن خلک د سمرقند ، نيشاپور او بخارا حاکمان او درباري ملايان نه پيژني .... او امام په يوه وخت کي په سلګونو ملیونه دعاګو لري او تر قيامته به دا سلسله جاري وي...
سیر أعلام النبلاء، صفحہ 468، جلد 12
او نور مراجع.........
