په يو کار د روا او ناروا د ټاپې لګولو لپاره د اسلام د روح پوهې ته اړتيا ده
دکتور رحمت الله زاهد
که د معلم او نورې ورځې لمانځل حرام دي، نو د استقلال او آزادۍ ورځې لمانځل هم حرام دي، ځکه د دواړو د جواز کوم دليل نشته، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) چې کله په مدينه کې اسلامي رياست جوړ کړ، نو په لسو کلونو کې يې دغه ورځ تجليل نه کړه او چې کله فاتح مکې ته ننوت، نو د خپل ژوند په پاتې کلونو او د هغه وروسته د راشده خلافت په ټوله دوره کې دغه ورځ نه ده لمانځل شوې، پخپله خوښه يو کار روا ګرځول او عين کار پخپله خوښه ناروا کول، د کوم شريعت لارښوونه ده؟.
د ورځو لمانځل دوه ډوله دي، يو هغه چې د عبادت په توګه لمانځل کيږي، لکه د اخترونو ورځې، د عرفې ورځ، د عاشورا ورځ او داسې نور، ددغه ورځو د لمانځلو لپاره شرعي دليل ته اړتيا ده، ځکه د عبادت د ثبوت لپاره دليل ته اړتيا وي او بې دليله يو کار د عبادت او ثواب په نيت ترسره کول بدعت دی.
دوهم هغه ورځې دي چې د عبادت او ثواب په توګه نه بلکه د عادت او اهميت او يادونې په پار تجليل کيږي، لکه د آزادۍ ورځ، د فتحې ورځ، د معلم ورځ، د بزګر ورځ، د ميرمنو ورځ، د حجاب ورځ او داسې نورې، نو ددې ورځو د تجليل لپاره هيڅ شرعي دليل ته اړتيا نشته، بلکه دا د مباحاتو او عاداتو له قبيل څخه دي.
په يو کار د روا او ناروا د ټاپې لګولو لپاره د اسلام د روح پوهې ته اړتيا ده، په روا او ناروا کې خپله سليقه حاکمول د اسلام د روح سره اړخ نه لګوي.
