ليکنې
عدم تشدد، که د غلامۍ زرین دام!
ګاندی او لعل نهرو د عدم تشدد په نوم نه بلکي د هندی انقلاب په مټ براعظمګي ( هند ) له بریټانوی ښکېلاکه ازاد کړل، شیخ مجیب الرحمان د بنګالي ملت په سرښندنو او د پنجابی یوغ په وړاندې د درېدو له لاری نه یوازی خپل قام آزاد کړل بلکي د خپلواک بنګال وطن، ملت او هویت بنسټ یې هم کېښود، نیلسن مانډیلا چې د عدم تشدد سرلاری بلل کیږی، کله چې یې ولیدل چې د سویلي افریقا اروپایی نژاده د اپارټیډ رژیم ته د سولې او سړېتوب منطق محکومیت ښکاری، نو وسلي ته یې لاس کړل او د ( ملت د نیزې ) تر عنوان لاندی یې داسې نظامي سازمان جوړ کړل چې په سویلي افریقاه کې د پیړیو جبر، استبداد، استعمار او نژادی برترۍ تور رژیم یې په څو کلونو کې اړ ایستل چې د ۱۳ میلیونه تور پټکیو افریقایانو نژاد، انسانی حقونه او انقلابي غوښتني ومنې. همدارنګه په نړۍ کې ټولي هغه پرګنې، قا...
نور ولوله
امريکا کې د وړو انجونو واده
افغان سیکولران، فلسفیان او د انسانيت دعوه دار فيسلوکیان چې د نیوکو لپاره بل څه پیدا نکړي نو ګړپ په افغاني تولنه کې هغه شیان مخ ته کړي چې هغه په دې ټولنه کې د نشت برابر دي یا هم د غرب په پرتله د صفر برابر.
دغه فلسفیان یا د ښځو مدافعین دلته د وړو انجونو وړول هم نیغ نیغ کوي حال دا چې د امریکا په یواځې نیویارک ښار کې چې څومره وړې انجوني واده شوي په ټول افغانستان کې ندي ودې شوی.
خو دغه د فیمینیزم بې عقله یتمیانو ته نه امریکا ور یادیږي نه هم غرب بلکې د دوی اصلي هدف افغاني یا د مسلمانانو ټولنه سپکول او د هغوی پورې تمسخر دی.
دوی وایي دا وحشت د نړۍ بل هیڅ ځای کې نشته چې یوه وړه او کم عمره انجلۍ دې واده شي خو دغه د عقل او علم یتیمانو...
نور ولوله
د مصر پخواني پاچا انور السادات کيسه؛ هره ورځ نوي فرمانونه ، نوي احکام وي
الله نور سيلاب
عزیزانو
د مصر پخواني رئیس جمهور انور السادات یوه ورځ د زراعت د وزیر نه پوښتنه وکړه ، ورته ئې وویل:
ښاغلیه!
هغه د سنډاګانو د چاغولو د فارم څه حال دی چې تا ماسره وعده کړې وه؟
وزیر ورته وویلې :
رئیس صیب ! فارم د افتتاح دپاره تیار دی!
یواځې ستاسې ورتګ ته منتظر یو!
سادات ورته وویل: بیا خو سهي ده سبا سهار لس بجې به ئې افتتاح کړو!
حال دا و چې هلته د سره نه زمکه وه نه فارم و او نه هم سنډا !!!
وزیر فورا هماغه منطقې ته ځان و...
نور ولوله
د حکمتيار او خليلي سفر پاکستان ته؛ يک بام و دو هوا !
اسرار الله حسن زی
زه حزبي نه یم مګر د تحلیل دا اصل دي چې باید په حقایقو ولاړ وي،څه موده وړاندي ګلبدین حکمتیار پاکستان ته د یو شمیر ملګرو سره سفر وکړ نو زیاترو هیوادوالو مو پري انتقادونه وکړل،ويې ښکنځلو او بلاخره ولسمشر ورته د غیرت (بهیر) د مشرانو جرګي د سناتورۍ او د سولي مذاکراتي ډلی غړیتوب لغوه کړ امین کریم یې سره د ټول پرسونل د دندي ګوښه کړ.
مګر همدا کریم خلیلي چې د حکمتیار څخه د نظام ډیر مخالف دي، د افغانستان د تجزیې لپاره اکثره لمن وهي،په پغمان کې یې د هزاره ګانو د دفاع په خاطر خیمه ووهله،پښتانه کوچیانو څخه یې په مرګ ځمکي غصب کړي، تیره یې پاکستان ته سفر وکړ، چې د موقت حکومت برسیره یې ورسره د نظام ضد بلا ډیري خبري وکړي، مګر نه ورپسې چا څه ولی...
نور ولوله
طارق سويدان: سلمان عوده اندیشه عالی و حتی مکتب فکری است که هیچگاهی نمی میرد
دوکتور طارق السویدان دعوتگرمعروف کُویتی درمورد دوکتورسلمان عوده (حفظه الله) عالم وداعیه معروف جهان اسلام که الآن درزندانهای کشورعربستان سعودی به جُرم حق گوئی ودفاع ازنوامیس اسلامی شب وروز را سپری مینماید وحتی' حُکم اعدام نیز بروی صادرگردیده است درکتاب خاطرات خویش مینویسد :
وقتی قبل اززندانی شدنش به زیارت وی رفتم زمان ملاقات ومصافحه کوشش کردم تا سرآنرا ببوسم اما اوسرمن را بوسید ، درجریان تلاش درین مورد تمامی قوتم را به کارانداختم ولی او برمن غالب گردید .
سپس دانستم که ایشان درجسم وروح وعقل وعاطفه نسبت به من به مراتب قوی تراست .
واقعاً سلمان عوده صاحب اندیشه عالی وحتی' مکتب فکری است که هیچگاهی نمیمیرد .
دُعا...
نور ولوله
داهغه اصیل افغانان دي!
رومان شيرزاد
چې له دین، وطن سره حقیقي مینه لرله، دوی شعاري وطنپال نه ول اونه یې دوطن په نوم له چا تنخوا اخستله، دوی په لاس شته وسله خو قوی ایمان اوعزم له ګران وطن افغانستان د فاع کوله او د روسي تر خولې په وسلو ډک پوځ سره یې په دغه خړو پړو عاجزانه جامواویو ډزه توپکومقابله کوله، اوبالاخره یې یې (اتحاد جماهیر شوروي) په کوچنۍ روسیه بدل کړ.
د روسانو تر ماتیدو وروسته غربیانو عبرت وانخيست هغوی هم خپل بخت دلته وازمایه چې له ورته اوسخت مقاومت سره مخ شول دوی هم په شلو کلونو کې د ۴۸ نورو هیوادونو په ملتیا خپله ماته تائید او رسماً له هیواده وتلو ته اړشول او په خپل کړي هجوم پښیمانه شول.
خو! لاهم حقیقي ازادۍ او خپلواکۍ ته څو ق...
نور ولوله
قاسم سلیمانی گرگی در لباس میش !
ما افغانها عجیب مردمان بی انصاف هستیم !
اسامه بن لادن را که در برابر امریکائی اشغالگر وسفاک مبارزه ومجاهدت کرد وتوسط این سفاک قرن به شهادت رسید را تروریست و قاسم سلیمانی که چندین گروه تروریستی را در عراق ، سوریه ، یمن ، افغانستان رهبری میکرد ودستانش با خون مسلمان های سنی مذهب رنگین بود قهرمان لقب میدهیم .
نوت :- چند روز قبل درولایت بلخ نمایشگاهی از نقاشی تصاویر قاسم سلیمانی برگزار شده بود
...
نور ولوله
قطر کې د اورکم او آينده نظام په ساختار خبره نهايي ښکاري
داسې ښکاري چې په دوحه کې د مذاکراتي ټیمونو تر مېنځ په ایجنډا اتفاق شوی. د باور جوړونې لپاره په اورکم او د آینده نظام په ساختار هم خبره نهايي ښکاري خو زما په اند دواړه مذاکراتي ټیمونه دا مهال دوه شیانو ته انتظار باسي.
اول دا چې شپږ ورځې وروسته د امریکا نوی منتخب ولسمشر لوړه کوي، مخکې له دې د بایډن د ملي امنیت سلاکار خلیلزاد ته ددې د ماموریت په اړه شنه سګنالونه هم ورکړي خو بیا هم مذاکراتي ټیمونه ددې انتظار باسي چې د امریکا د نوې ادارې په تګلاره ځان مطمئن کړی.
دوهمه وجه په راروانه میاشت کې د ناټو د هیوادونو ګډه ناسته ده چې په ایجنډا کې یې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو برخلیک یوه مهمه نکته ده. طالبان بیا دې ته ډېر اهمیت په دې نه ورکوي چې پوهېږي...
نور ولوله
د فرانسې اقتصاد او افريقايي هيوادونه
داسې ليکنې افغانستان کې نه کيږي يا بيخي کمي دي .
ډیری فکر کوي په نړۍ يواځې امريکا حاکمه ده او هيوادونه یې مستعمره کړي که څه هم دا خبر سمه ده خو دا نن ډیری نور هيوادونه هم شته چې هغوی نور هیوادونه مستعمره کړي او خزانې یې کاروي.
په دغه هيوادونو کې بريتانيا او فرانسه هم مخکښ ځای لري .
دا اوس چې زه دا کرښې ليکم تقريبا ۱۴ افريقايي داسې هيوادونه دي چې د فرانسې اشغال دي او دا څو لسيزې د هغه هيوادونو اقتصاد، سياست کانونه، زيرمې د فرانس په واک کې دي او هر څه یې غلا کوي .
دا نن د افريقا ۱۴ هيوادنه په فرانسوي ژبه خبرې کوي او دا نن هم دغه څوارلس هيوادونه چې فرانسې اشغال کړي ول د فرانسې د اشغال ټول مصارف...
نور ولوله
له وطنه د تېښتې لړۍ
پرون مې د یوه خبریال نصرت پارسا ويډیو ولیده چې ویل یې ترکیې ته راغلی یم او وطن کې مې ژوند ته ګواښونه وو. د چارواکو له بېمسوولیتۍ او نههمکارۍ يې سر ټکاوه. ویل یې له لرې د اردوغان لاسونه ښکلوم.
زه پارسا ډېر نه بېژنم. ځینې راپورونه مې يې کتلي او فېسبوک کې سره ملګري یو. څه نا څه یې نظریات وینم. دومره پوهېږم چې نظرونه او طرز فکر مو سره واټن لري. خو د ویډیو په لیدو او له ناچارۍ يې ودردېدم. اخر یو افغان ولې له خپلې کورنۍ سره اړ شي چې وطن پرېږدي او د کډوالو سختو ته غاړه غېږ ورکړي.
په دې وروستیو کې دا څووم تن دی چې د وطن له پرېښودو یې خبرېږم. ډېر پخوا مې د «مغزو فرار» اصطلاح اورېدلې وه. دا دی د همدې اصطلاح عملي بڼه ګورم. د مغزونو د فرار معنا...
نور ولوله
اروپا د ښځوحقوق او مساوات ؟؟!!
یوه سر سري او لنډه کتنه :
ایا پوهیږئ په اروپایي اتحادیة کې یواځې بريتاينا، جرمني، هسپانيا، ایټالیا او سویزرلینډ هر کال ۴۰ بلیونه یا ملیارده ډالر د ښځو د جنسي اړیکو نیولو له تجارت نه تر لاسه کوي؟
ایا پوهیږئ د شرقي اروپا نه هر کال په لسګونو زره انجوني چې د هرې یوې قیمت د ۴۰۰ ډالرو نه زیات نه وي اروپا ته وړل کیږي او هلته بیا هره یوه په لسګونه زره ډالر خرڅیږي.
ایا دا درته چا ویلي ول چې د ده ښځو په حمل او نقل کې د اروپا پولیس ښکاره لاس لري؟
ایا خبر وئ چې اروپا کې د ۱۳ کالو انجونو د جنسي تسکین لپاره خپل ځایونه لري چې د شرقي اروپا څخه راړول شوي .
ایا دا مو اږریدلي ول چې په ۲۰۰۲ کې جرمني د سیکس یا جنسي تسکین د اسانۍ په خاطر قوا...
نور ولوله
واده که جنسي تیری
دلته د دیارلس، څوارلس او پنځه لس کلنۍ جلۍ سره نکاح او واده کول ظلم دی چې هغه هم کیدای شي په لکونو بلکې حتی په ملیونو کې دوه یا ۳ واقعې را منځ ته کیږي خو په غرب کې بیا د لسو، یوولسو، دولسو او دیارلسو کلنو انجونو سره جنسي اړیکې نیول ظلم نه بلکې دا فردي ازادي او تجارت دی.
د اروپایي اتحادیې، ایمنسټي انټرنشنل او نورو مخکښو ادارو او څيړنيز مرکزونو د راپورنو په بنیاد په غرب کې څلویښت سلنه کم عمره انجونو سره جنسي اړبکي نیول کیږي او یا هم پرې تیری کیږي.
هر کال په زرګونو واقعې ثبت کيږي چې د دولس کلنې يا ديارلس کلنۍ جلی باندې يو بوډا يا هلکانو جنسي تیری کړی.
هر کال امنيتي اداري په اروپا کې د وړو انجونو د شمکل کيدلو راپورنه...
نور ولوله
دا ظلم ځپلې څېره
دا ظلم ځپلې څېره
دا غم وهلې څېره
دا ماته شؤې څېره
دا په بمو سؤې څېره
دا د وخت تپلو غدارانو
دپرديو مزدورانو
دکفر ګوډاګيانو چې ځانونه د
د انسانيت دعويداران
د جمهوريت دعويداران
د منتخب حکومت دعويداران بولي، داسې ورسؤځؤلې ده
دا يوازې ددې مظلوم يوازېنۍ څېره نه ده چې
دکورنۍ ټول غړې ئې ددې ظالمانو له لاسه بايللې دي
کچيري څوک دافغانيت په سترګو
د انسانيت په سترګو
د اسلاميت په سترګو
د حقانيت په سترګو ټول افغانستان ته ژؤر وګوري نو وبه وينې چي ددې تپلو ظالمانو فاحشانو غربي او شرقي کوڅه ډبؤ له وجي
ټول افغانستان داسې غرېب نيولى
ټول افغانستان داسي غمجن دى
ټول...
نور ولوله
اصرار برای راهکارهای مبهم و ناموزون در مذاکرات صلح افغانستان
خلیل سلحشور
چشم انداز مذاکرات صلح علیرغم از سرگیری گفتوگوهای صلح میان دولت افغانستان و گروه طالبان در دوحه هنوز مبهم بوده و خشونت در این کشور همچنان ادامه دارد.
قرار است گفتوگوهای صلح میان دولت افغانستان و گروه طالبان که در 5 ژانویه در قطر از سرگرفته شده و به آرامی پیش میروند، نقشه راهی برای افغانستان پس از جنگ باشد که در آن طالبان نیز نقش سیاسی برعهده بگیرد. درحالیكه دولت برای آتشبس اولویت قائل است، طالبان میخواهد بداند كه افغانستان پس از جنگ و توافق بر سر تقسیم قدرت چگونه خواهد بود.
چشمانداز مذاکرات صلح هنوز نزد افکار عمومی مبهم بوده اما تلفات ناشی از جنگ هم...
نور ولوله
دلته عام ولس سره د حکومتي مشرانو تعامل داسې دی لکه د غلام او بادار تعامل
وايي د قوم مشر د قوم خادم وي خو زمونږ په وطن کې دا حکایت سر چپه دی. دلته اکثر سیاسي مشران خاینین، غداران، مفسد، حرام خواره او ظالمان دي. په تېرو ۲۰ کلونو کې ددوی مالي او اخلاقی فسادونو داسې تاریخ جوړ کړ چې ساری یې نشته. ددوی فرعونیت به تاسي ددوی له باډي ګاردانو کتلی وي، هر یو ځان ته داسې خلک پیدا کړي چې شکلونه یې د انسانانو نه دي، داسې بریښې ګواکې دوی له انسانیته مسخه شوي وي، پر سړکونو چې ددوی موټرې روانې وي لکه د بازنطین امپراطورۍ ملکان او والیان چې تېرېږي، عامو خلکو سره یې تعامل داسې وي لکه هغوی چې د سلطنت غلامان وي. په دوه مټرې کې دننه ورته بل موټر نه پرېږدي، چې لږ وړاندې شې دریغه درته د ټوپک شپېلئ نېغوي.
دلته عام ولس سره د حکومتي مشرانو تعامل داسې دی لکه د غلام او ب...
نور ولوله
