له وطنه د تېښتې لړۍ
پرون مې د یوه خبریال نصرت پارسا ويډیو ولیده چې ویل یې ترکیې ته راغلی یم او وطن کې مې ژوند ته ګواښونه وو. د چارواکو له بېمسوولیتۍ او نههمکارۍ يې سر ټکاوه. ویل یې له لرې د اردوغان لاسونه ښکلوم.
زه پارسا ډېر نه بېژنم. ځینې راپورونه مې يې کتلي او فېسبوک کې سره ملګري یو. څه نا څه یې نظریات وینم. دومره پوهېږم چې نظرونه او طرز فکر مو سره واټن لري. خو د ویډیو په لیدو او له ناچارۍ يې ودردېدم. اخر یو افغان ولې له خپلې کورنۍ سره اړ شي چې وطن پرېږدي او د کډوالو سختو ته غاړه غېږ ورکړي.
په دې وروستیو کې دا څووم تن دی چې د وطن له پرېښودو یې خبرېږم. ډېر پخوا مې د «مغزو فرار» اصطلاح اورېدلې وه. دا دی د همدې اصطلاح عملي بڼه ګورم. د مغزونو د فرار معنا دا ده چې د کار خلکو ته وطن سره تبۍ شي، له ژوند تېرولو ووځي او مجبوره شي چې بل ته کډوال شي. دا حالت د ښه راتلونکي زېری نه دی، د یوه تش، له کدرونو او فکرونو لغړ وطن غمازي کوي.
هر وطن په خپلو خلکو ښکلی دی. د هېڅ وطن خلک یو رنګ فکر او یو رنګ ژوند نه کوي. انسان اجتماعي مخلوق دی. مختلف انسانان متفاوت افکار او د ژوند طرز لري. دا د انساني ژوند تلپاتې ځانګړنه پاتې شوې. ان پيغمبران نه دي توانېدلي چې کاملاً یو رنګ ټولنه جوړه کړي. رنګارنګي له هرې زاویې د خدای قانون دی. معنا دا چې انسانان به مختلف فکرونه لري. ان مختلف دینونه به لري. خو یوه ټولنه کې به ژوند کوي.
دغسې وطن هم ښه ښکاري چې د ګڼو خلکو، ګڼو افکارو او د ژوند د مختلفو طرزونو کور وي. خو مهمه دا ده چې تفاوتونه مدیریت شي او عقلاني او منطقي تعامل ورسره وشي. دا د حکومتونو دنده ده چې داسې فضا او شرایط برابر کړي چې د ګڼو افکارو خلک وکولای شي وطن کې بې له کومې اندېښنې او وېرې ژوند وکړای شي. د فکر ازادي په تاریخ کې د لویو لویو پنځونو لامل شوی. په تړلیو هېوادونو کې تاسې هېڅ پنځونه نه وینئ. هلته د میلیونونو خلکو فکر داسې دی لکه د یوه انسان؛ ځکه څوک ازاد فکر نه شي کولای.
پخوا زموږ د وطن او ډېرو نورو هېوادونو د کار او فکر خلک اروپايي او امریکايي هېوادونو ته تلل. له څو کلونو راهیسې ترکیه د نړۍ د جلاوطنو کور شوی. معمولاً هغو وطنونو ته خلک پناه وروړي، چې د ژوند سطحه په کې لوړه وي، د ژوند شرایط په کې جوړ وي، د فکر ازادي په کې وي او د دې تر څنګ چاته په کې یوه ګوله ډوډۍ هم وموندل شي. دا ځانګړنې چې کوم هېواد کې وي، دا عادي هېوادونه نه وي. دا یوه هېواد ثبات، قوي نظام او د پرانیستې ټولنې ښکارندويي کوي.
څه موده وړاندې خبر شوم چې د یمن مشهور عالم او سیاسي شخصیت شیخ عبدالمجید زنداني له سعودي څخه له اوږدې نظربندۍ وروسته ترکیې ته ورسېد. ولې ترکیه؟ که عرب وي سعودي دی، په دیني لحاظ د مسلمانانو د دوو مقدسو اماکنو کور دی او په اقتصادي لحاظ هم تر ترکیې ښه دی؛ خو ولې ترکیه؟ ځکه چې د فکر ازادي په کې ده، د ژوند تېرولو شرایط په کې برابر دي.
دغه ډول وضعیت کولای شي یو هېواد د نړۍ د مختلفو هېوادونو د فکر خاوندانو په کور بدل کړي. همداراز پانګې ورته راوړي او پر نظام یې باور زیات کړي.
له افغانستانه د تېښتو لړۍ د سرطان ۲۶مې له کودتا سره پیل شوه. د خلقیانو د غوايي د ۷مې له کودتا سره دا لړۍ لا زیاته چټکه شوه. د مجاهدینو له تنظیمجنګۍ سره اوج ته ورسېده. کله چې طالبانو کابل ونیو کابل له کدرونو او د نظر له خاوندانو تش و. له ۲۰۰۱ وروسته چې ثبات راوګرځېد او فضا ګڼو افکارو ته خلاصه شوه، ګڼ افغانان له ګڼو هېوادونو له اوږدې بېوطنۍ وروسته وطن ته راوګرځېدل. حامد کرزي سره په ډېرو مواردو کې اختلاف کولای شو، خو دا به منو چې افغانستان یې د ټولو افغانانو کور کړ. خلقی، پرچمی، افغان ملتی، ستمی، اخوانی، ملا، طالب... ټول یې راګډ کړل. کرزي وطن ته د ظاهر شاه د راتګ زمینه برابره کړه. زموږ تېر حکومتونه ونتوانېدل چې د پخواني پاچا د راتګ زمینه برابره کړي. دا ډېره نامناسبه وه چې یو څوک دې زموږ پاچا تېر شوی وي او د بل هېواد کډوال دې وي.
موږ چې لا کډوال وو، کله به چې وطن ته راغلو د ډېرو داسې څېرو د لیدو فرصت به برابر شو چې یا به مو یې نوم له رسنیو اورېدلی و او یا به مو یې مقالې لوستې وې. علومو اکاډمۍ کې مې ښاغلی سلیمان لایق ولید. استاد رفیع ته څو ځلې ورغلی یم. استاد صمیم سره مو مجلس کړی. دغسې ډېرو نورو سره. شپون صیب مې تر مرګه ونه شوای لیدای؛ خو په مسینجر یې ډېر بنډار راسره کاوه. معناداره ټوکې به یې کولې. کشر ورور مې زاهد جلالي تېز و، کله به ورسره ګرم شو، استاد به خبره په ټوکه واړوله. بله ورځ به یې بیا زنګ وروواهه. زاهد ته یې ویلي و «ذاکر ادبناک هلک دی». ما یې هره خبره اورېده او خندل مې ورته. شپون چې هر فکر او نظر درلود؛ خو د وطن یو سپینږیری لیکوال او کډوال و.
اوس اوس چې ګورم دا حالت په بدلېدو دی. له دوو کلونو راهیسې څو تنه د نظر خاوندان ووژل شول، پر څو تنو ناکامه مرګوني بریدونه وشول او ډېر وطن پرېښېدو ته اړ شول. دا حالت د وطن په زیان ګورم. بیا پورته خبره تکراروم، چې د ټولنې ښکلا په رنګارنګۍ کې ده. دا د یوې ټولنې ډېره ارزښتناکه ځانګړنه ده چې هر څوک په کې د ژوند تېرولو حق ولري. خدای دې وکړي چې زموږ وطن دې حالت ته ورسېږي چې د هر فکر افغان په کې خپل پتمن ژوند تېر کړای شي او د خپل فکر له امله جلاوطنۍ ته اړ نه شي. دا خو لا ډېره لرې خبره ده چې کابل د نړۍ د جلاوطنو پلازمېنه شي. خو یو مهال همدا کابل د هندوستان د مسلمانانو د جلاوطن حکومت کوربه و. د کوزې پښتونخوا د مشرانو مرفه ژوند په کابل کې روان و. هغه ډېر ښه وختونه وو.
خدای دې کابل بیا هاغسې کړي.
درناویذ
