No-IMG

دا ظلم ځپلې څېره

دا ظلم ځپلې څېره

دا غم وهلې څېره

دا ماته شؤې څېره

دا په بمو سؤې څېره

دا د وخت تپلو غدارانو

دپرديو مزدورانو

دکفر ګوډاګيانو چې ځانونه د

د انسانيت دعويداران

د جمهوريت دعويداران

د منتخب حکومت دعويداران بولي، داسې ورسؤځؤلې ده

دا يوازې ددې مظلوم يوازېنۍ څېره نه ده چې

دکورنۍ ټول غړې ئې ددې ظالمانو له لاسه بايللې دي

کچيري څوک دافغانيت په سترګو

د انسانيت په سترګو

د اسلاميت په سترګو

د حقانيت په سترګو ټول افغانستان ته ژؤر وګوري نو وبه وينې چي ددې تپلو ظالمانو فاحشانو غربي او شرقي کوڅه ډبؤ له وجي

ټول افغانستان داسې غرېب نيولى

ټول افغانستان داسي غمجن دى

ټول افغانستان داسي په ژړا دى

ټول افغانستان داسي دردمن دى

ټول افغانستان داسي کباب دى

اى ولسه راپورته شئ يوځل بيا د تکبير په سپيڅلي بابرکته نعره سره يو شئ دا تپلي وحشي ظالمان له د تل لپاره تر ځمکه لاندي کړئ، ددې مظلوم هېواد ددې مظلوم ولس چېغه درد واورئ را پورته شئ نور ددې وحشې کفر غلامه وحشيانو په شعارونو دروغو فريبونو مه غوليږئ

دا په ژړا هيواد او ملت مو وژغورئ

ددې وحشي ظالمانو په ستر خياټ خو مو ټول فيسبوک کي غوغا جوړه کړه، مګر د ټول ملت، دټول هيواد او ددي مظلوم دا سؤځلې، درديدلي، کړيدلي شکسته څېره نه وينئ?

مخکي له دې چي ډېر ناوخته شئ را پاڅئ او دا تپلي وحشيان محکوم کړئ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک