دلته عام ولس سره د حکومتي مشرانو تعامل داسې دی لکه د غلام او بادار تعامل
وايي د قوم مشر د قوم خادم وي خو زمونږ په وطن کې دا حکایت سر چپه دی. دلته اکثر سیاسي مشران خاینین، غداران، مفسد، حرام خواره او ظالمان دي. په تېرو ۲۰ کلونو کې ددوی مالي او اخلاقی فسادونو داسې تاریخ جوړ کړ چې ساری یې نشته. ددوی فرعونیت به تاسي ددوی له باډي ګاردانو کتلی وي، هر یو ځان ته داسې خلک پیدا کړي چې شکلونه یې د انسانانو نه دي، داسې بریښې ګواکې دوی له انسانیته مسخه شوي وي، پر سړکونو چې ددوی موټرې روانې وي لکه د بازنطین امپراطورۍ ملکان او والیان چې تېرېږي، عامو خلکو سره یې تعامل داسې وي لکه هغوی چې د سلطنت غلامان وي. په دوه مټرې کې دننه ورته بل موټر نه پرېږدي، چې لږ وړاندې شې دریغه درته د ټوپک شپېلئ نېغوي.
دلته عام ولس سره د حکومتي مشرانو تعامل داسې دی لکه د غلام او بادار تعامل. چارواکي داسې فکر کوي ګواکې دا فقیر ولس دوی ته د خدای له اړخه غلامان پرېښودل شوي. دوی د خدايي له دعوې پرته نور هر څه کوي.
دا دې پورې را یاد شول چې وړمه ورځ یو ورور په فیسبوک د یوې راه بندۍ انځور اچولی وو چې د ډاکټر غني لومړي مرستیال سالې کور ته د تللو له امله هره ورځ په ساعتونو بندېږی. دا زما د سترګو لیدلی حالت دی چې سالې ته هره ورځ دده مصیر ټاکونکي وسله وال له ارګه تر تایمني دده پر مصیر ټولې څلور لارې بندوي، دده له رارسېدلو ساعتونه وړاندې که څلولارې کې ولاړ ولیدل شوې په داسې بد اخلاقۍ دې رخصتوي چې غونې دې ورته زیږ شي، کله آن دده بد اخلاقه ساتونکي موټر هم درباندې بند کړي.
کوم احمق به په داسې تعامل پر حکومت د باور جوړولو هڅه کوي؟ د همدې چارواکو اخلاق، مفاسد او نور مشکلات دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ددې ولس پر حکومت باور ټینګ نه شو. د حکومت په ناکامۍ کې له طالبانو ډېر خپله چارواکو رول لوبولی. همدوی دي بیا راپاڅېږي ځان ته نظام جوړوونکي وايي. نظام خو څه ښکر نه لري، خو همدغه ادارې او خلک دي. ادارې مو په فساد تباه کړي او خلک مو به خپلو اخلاقو له ځانه منفور کړي.
مونږ داسې یو حکومت ته اړتیا لرو چې د خلکو له منځه، د خلکو لپاره او د خلکو په خوښه راغلی وي، هم په کې اسلامیت وي او هم وطنۍ مینه. داسې حکومت هم نظام ساتلی شي او هم پر نظام د خلکو باور.
