No-IMG

قطر کې د اورکم او آينده نظام په ساختار خبره نهايي ښکاري

داسې ښکاري چې په دوحه کې د مذاکراتي ټیمونو تر مېنځ په ایجنډا اتفاق شوی. د  باور جوړونې لپاره په اورکم او د آینده نظام په ساختار هم خبره نهايي ښکاري خو زما په اند دواړه مذاکراتي ټیمونه دا مهال دوه شیانو ته انتظار باسي.‌

اول دا چې شپږ ورځې وروسته د امریکا نوی منتخب ولسمشر لوړه کوي، مخکې له دې د بایډن د ملي امنیت سلاکار خلیلزاد ته ددې د ماموریت په اړه شنه سګنالونه هم ورکړي خو بیا هم مذاکراتي ټیمونه ددې انتظار باسي چې د امریکا د نوې ادارې په تګلاره ځان مطمئن کړی.

دوهمه وجه په راروانه میاشت کې د ناټو د هیوادونو ګډه ناسته ده چې په ایجنډا کې یې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو برخلیک یوه مهمه نکته ده. طالبان بیا دې ته ډېر اهمیت په دې نه ورکوي چې پوهېږي ناټو امریکا سره یو ځای افغانستان ته راغلې او له دوی سره به یو ځای ځي.‌

په ټوله کې بین الافغاني توافق به مخکې له دې چې امریکایان خپل پوځیان وباسي، یوې نتیجې ته ورسیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک