No-IMG

علي احمد جلالي: که افغان حکومت او همغږي نشي نو د کورنۍ جګړې خطر موجود دی

ظاهر عمار

 

له بي‌بي‌سي پښتو سره مې د علي احمد جلالي تازه مرکه واورېده. ما يې شخصاً له خبرو دا برداشت واخيست چې د افغانستان راتلونکې ته په مختلفو دلايلو خوشبين نه و. خبرې يې ډېرې واضحې دي او تشرېح ته يې اړتيا نشته. د حکومت په داخل او د ډلو او سياسيونو ترمنځ يې له اوسنيو بې‌معنا اختلافانو تکراري سر ټکاوه او ټينګار يې کاوه که دا اختلافات دوام ومومي، راتلونکې ته هېڅ هيله‌مندي نشته. د لاندې خبرو اهميت ځکه زيات دی چې علي احمد جلالي د امريکا د دفاعي پوهنتون استاد او د امريکا د کانګريس له لوري د افغانستان د مطالعاتو د کمېټې مشر څېړونکی دی. هيله ده د دې خبرو په اړه زما برداشت غلط وي او تاسې پکې کوم مثبت ټکی ووينئ او ما ته يې هم ووايئ چې يو څه خوشاله او هيله‌من شم:

- افغان سوله د افغانانو له پاره هدف او د امریکا له پاره وسيله ده. که سوله ونشي، امريکا په سيمه کې خپلو اهدافو ته د رسېدو له پاره له نورو وسيلو کار اخلي.

- امريکا اوس د افغانستان پر ځای د ليرې ختيځ يعنې د چين مهارولو ته خپله توجه زياته کړې. له افغانستانه وتل او په منځني ختيځ کې د امريکا نظامي حضور کمېدل همدې خبرې ته اشاره ده.

- نه افغان حکومت طالبانو ته ماتې ورکولای شي او نه طالبان افغان حکومت راپرځولای شي. معقوله لار دا ده چې دواړه لوري يو بل درک کړي او سوله وکړي.

- واقعيت دا دی چې پاکستان سيمه‌ييز قدرت دی، له افغانستان سره مرسته هم کولای شي او ستونزې هم ورته جوړولای شي.

- بريتانيا له پاکستان سره پخوانۍ اړيکې لري او امريکا و ناټو غواړي بريتانيا له همدې اړيکو په استفادې پاکستان مجبور کړي چې افغانستان سره يوه جوړجاړي ته ورسيږي.

- که د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان وضعيت خراب شي، امريکا يې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو (خصوصاً پاکستان) او په منځني ختيځ کې له خپلو پوځي اډو کنټرولای شي.

- د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د بندېدو خطر شته. جنوبي ويتنام يې ښه مثال دی.

- که افغان حکومت، مطرح ډلې او سياسيون د افغانستان د ملي ګټو او ثبات له پاره همغږي نشي او خپلو ګروپي او شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکړي، د افغانستان راتلونکې تياره ده او د کورنۍ جګړې خطر موجود دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک