ځیني امریکا میشتو د امریکا ګانګریس مخ ته افغانستان کې د جنګ بندولو لاريون کړی!
اصالت يار
دوی دجنګ له طرفونواوربندغوښتی چې یوه ډېره ښه خبره ده.
مګر!پوښتنه داده چې دغه امریکا میشتې ځیني یاډېرافغانان هغه مهال چیري ول چې همدغه هیواد ۴۸ نورهیوادونه زمونږ په ګران هیوادافغانستان راخوشي کړل اود شلو شغالي کلونو په جریان کې تقریباً یومیلیون افغانان ووژل؟.
ایا دوی هغه وخت یو انساني،افغاني، حقوقي اوازنشو اوچتولی؟
ایا هغه وخت ددوی ضمیرمړاوپه افغانستان باندي دغر ب اشغال یې روا اوقانونی باله؟
که چیري دوی هغه وخت یوه مظاهره هم کړې وای اودافغان ملت اوازیې اوچت کړی وای،نن به ترشلوکلونوغربي اشغال ادامه نه پیداکوله اولکونه افغانان به نه وژل کیدل؟
ګوانتاناموزندان چې له امریکا نه دوه ساعته لیري یوه سیمه ده پکې تقریباً دوه زره افغانان بندیان ول همدغه دامریکا میشتوافغانانو یوه ورځ هم ددغه مظلومو بندیانو په هکله یوه انساني چغه ونکړه چې هلته په غیرانساني توګه ساتل کیدل اولاهم دغه سات لادامه لري یوه کوچني نعره هم ونکړه.
خو! نن چې امریکایان وځي اودلته یو بین الافغاني تفاهم را مینځ ته کیږي دوی ناګهانه راویښیږي اوشاید دمیرمنواونوروجعلي تش په نامه حقوقوغوښتنه هم وکړي.
امریکامیشتوځینو افغانان ته وایو ټولوته نه ځکه چې هلته هم ډېرپه دین ،وطن مین افغانان شته چې وخت ناوخت ی ېپه شخصي توګه دمظلوموملت اوازاوچت کړی بلکې هغوی ته چې یواځي داپرون یې اوازاوچت کړی وایو تاسوولي په دغه شل کلن مجرمانه،ظالمانه،تیري کوونکي جنګ پټه خوله پاته وئ په کوم کې چې تاسو کولای شول امریکایې مشران مجبورکړئ خپل تیری ودروي او اشغال ته د پا ی ټکی کیږدي.
ایا هم تاسوکې ځینی نه ول چې د ترجمان،قراردادي،جاسوس اونوروپه توګه بیرته له یرغلګرسره یوځای افغانستان ته راغلئ اودخپل ملت په وژنه کې موله یرغلګروسره مخلصانه مرسته وکړه اودافغان وژني موځکه توجیه کولې چې تاسو امریکایې تابیعت ترلاسه کړی وه واودهغه د ساتلو په خاطرموهیواد کې دامریکا ناروا جنګ روا اوقانوني باله په داسي حال کې چې هغه یوښکاره تیری اوظالمانه اشغال وه.
هغه وخت تاسو افغانیت،انسانیت ټول شاته اچولي ول خوپه هرقیمت مې تابعیت ساتلو دافغان وینه درته مهمه نه وه نن چې ستاسوځینوقرارداد ختمیږي،ډالري تنخوامو بندیږي اوستاسو عسکروځي لتاسوسره یودم دافغانستان دخلکواوجنګ اند یښنه پیداکیږي.
یواخلاقي چیلنج:که امریکا میشتې دسبا هم تیرشل کلنغربي اشغال ناروا وبلې اود کانګریس مخ ته لکه دفلسطین دمظلوموخلکونارینه مظاهر وکړي اود ګوانتاناموظالمانه زندان دبندولو اوزا اوچت کړي اوله امریکا نه دافغا ن نارواتپلي جنګ د تاوان خبره وکړي مونږ داخلک رښتیا هم دوی افغانان بولوکه نه ددوی مظاهروته هیڅ اړتیا نشته دوی خپل مسئولیت ندی ادا کړی نن ددوی نعرې هیڅ هم نشي کولی بلکې مشکل جوړلی شي ځکه دوی یوځل بیا دامریکا راپارول اومداخلې ته لاره هوارول غواړي.
یادونه:دامریکاد۵۴ ولسمشرجوبایډن یواځنی امریکایې ولسمشردی چې حقایق یې درک کړل اود ډونالډ ټرمپ په قطرکې د شوېې د معاهدي په درشل کې یې پریکړه وکړه چې پرته له قیداوشرطه له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي اوهم دګوانتاناموظالمانه زندان بندکړي پدې سره به افغانستان مصئون اوهم به امریکایان په بې ځایه جنګونوکې نه وژل کیږي.
