د مجاهدینو او ډاکټر نجیب د حکومت تر منځ د ملګرو ملتونو د مرکچي بېنن سیوان د مرکې مهم ټکي
• وېره لرم چې پر افغانستان تېر بد تاریخ تکرارېدونکی دی.
• طالبانو سره په خبرو کې افغان دولت په حاشیه کې ساتل شوی او یوازې ننداره کوي چې څه به پېښ شي؟
• که بهرنیان له افغانستانه ووځي، تاسې به د نویو ایتلافونو شاهد واوسئ، جنګسالاران یوازې د خپلو ګټو په اړه فکر کوي.
• زما په باور افغانستان کې باید د افغانانو په مالکیت سوله وشي، هیڅوک له بهره پر دوی سوله نه شي تحمیلولی.
• زما په وخت کې هم ښکیلو لوریو یو تر بله له مخامخ خبرو ډډه کوله، زما به یوه پښه په امریکا، بله په اسلام اباد، بله سعودي، بله کابل کې وه.
• که حق ووایم، ډاکټر نجیب الله د قدر وړ بولم او هغه د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو و.
• هغه وخت ټولو لوریو ویل چې نجیب په واک کې وي، سوله نه راځي، نجیب به ویل، زه دې نه یم، خو دوی دې سوله وکړي، هغه حتی د سولې لپاره خپل مرګ ته تیار و.
• ډاکټر نجیب الله سره خپلو خلکو خیانت وکړ، زه هغه پسې کابل ته ولاړم، چې له افغانستانه یې وباسم خو خلکو یې هغه ته اجازه ور نه کړه، اخر مې د ملګرو ملتونو دفتر ته بوت.
• سلیمان لایق ته مې د ډاکټر نجیب استعفا ورکوله، راته یې وویل چې ښاغلی سیوانه، دا مکار موږ ته وسپاره، موږ پوهېږو چې هغه باید دلته وي، که له افغانستانه ولاړ شي؟
• ما سلیمان لایق ته وویل، خپل مخ دې وروستی ځل کله په اینه کې کتلی؟ هغه ویل څه مطلب؟ ما ورته وویل دوه اوونۍ وړاندې دې رسنیو ته ویل چې نجیب الله مې معنوي زوی دی، خو نن هغه ته مکار وایې؟
• جهادي ډلو راته د مؤقت حکومت لپاره سلګونه نومونه راکړي وو.
• ډاکټر نجیب خپل خلک ښه پېژندل، هغه سوله د خلکو مبرم ضرورت باله، هغه سولې ته هر ډول قرباني ورکوله.
• تر څو چې افغانان پخپله سولې ته اماده نه شي، سوله نه شي راتلی.
• زما وخت کې سوله ځکه ونه شوه، چې چا راسره د نجیب استعفا او مؤقت حکومت باندې هوکړه کړې وه، همغو سوله سبوتاژ کړه....
