د سلېمان لایق او نجیب ګډ عاشقان دې ولولي
لومړي کسان چې نجیب سره یې خیانت وکړ هغه داکتر وکیل د بهرنیو چارو وزیر وو بیا ور پسې سلېمان لایق وو.
سلېمان لایق د جلسې ریاست پر غاړه درلود.
کله چې زه د سلېمان لایق سره مخ شوم را ته وویل : دا شیاد مونږ ته را وسپاری. ( نجیب یې ښودو چې د ملل متحد دفتر ته یې پناه وړې وه) .
آخري تصمیم به مونږ نیسو چې لاړ شی یا پاتې شي.
ما ورته وویل چې آخري ځل دې آینه کې ځان ته کتلي؟
وویل څه غواړې ووایې؟
ما وېل دوې اوونۍ وړاندې د افغانستان تلویزیون کې را څرګند شوې نجیب ته دې د معنوي زوی یاد کړ.
اوس یې کارغه یادوې.
تاسې شرم وکړی.
په داسې حال کې چې هغې سوله کوله تاسې هغې سره خیانت وکړ.
( دا سلېمان لایق چې اوس یې شعرونه سندرغاړي زمزمه کوي هغه څوک وو چې د سولې په منځ وړلو کې یې دوهم رول درلود) .
ما د دوستم لخوا د نجیب ګرځولو وروسته د هغې استعفا پاڼه سلېمان لایق ته وسپارله.
بېنون سېوان د افغانستان او پاکستان لپاره د ملل متحد سازمان استازی.
نوې مرکه
