ليکنې
جنسې ځورونې په سیکولر او ډیموکراټو ټولنو کې عامه ستونزه گرځيدلی
جلال جبارخيل
جنسي ځورونې ټوله نړۍ کې یو عامه ستونزه ده چې ښځې تر نسبتاً سیکولر او ډیموکراټو ټولنو کې زیات سر ټکوي یو وخت د یوې موثقې هندي سروې له مخې هند کې هرو لسو ثانیو کې د یو وایلد ریپ( وحشي جنسي تیري) قضیه ثبتیده ورپسې ټاپ کې امریکا وه چیرې چې تر ټولو زیات جنسي تیري د پولیسو لخوا پر ښځو کیدل او ورپسې ځینې اروپایي هیوادونه و
هند د جنسي تجاوز کوونکي وژل روا وبلل امریکا کې وخت ناوخت ښځو د پولیسو د بد اخلاقیو خلاف مظاهرې وکړې
جنسي تیري څو ډولونه لري لکه (war rape)جګړیز جنسي تیري ددې ښه مثال د بنګال د نجونو سره چې د بنګله دیش د بیلتون پر وخت د پاکستان فوجیانو په جمعي شکل جنسي تیري وکړ دی . (Prison rape)محبس او جی...
نور ولوله
هغه غذایي مواد چې صحت ته ګټور او د امراضو په مخنیوی کې مرسته کوي
اوه داسې غذایي مواد او طبي بوټي چې عمومي صحت ته ګټور او د مختلفو امراضو په مخنیوی کې مرسته کوي.
۱ حبة السودا یا سیا دانه چې د مرضونو په وړاندې د بدن وقایه او عمومي دفاعې نظام قوي کوي.
۲ د ماهیانو غوړ چې په ډيره اندازه اومیګا 3 لري چی د زړه د تقویی او د کلوسترول په کمولو کې مرسته کوي.
۳ ادرک د جسم څخه د سمومیاتو او زهرجنو موادو په لیری کولو او د شریانونو په پاکولو کې مرسته کوي. لدینه علاوه ادرک د دردونو, د عضلاتو سوزش یا inflamation او د بدو کولیسترولو لپاره هم ښه دي. تاسې کولای شۍ چې ادرک د چایو په یوه پیاله کې ګډ کړی او یا يي همداسې وژوۍ.
۴ قهوه او یا هم ش...
نور ولوله
د جمهوريت چارواکي پر اسلامي امارت د نيوکې حق نلري
حکمت الله کندهاری
د جمهوريت ځيني کسان پر امارت بي دريغه نيوکي کوي ،زه هم وايم ټول ۳۵ ميليونه افغانان حق لري چي پر ا-مارت نيوکه وکړي مګر ايا د جمهوريت لوړ پوړو چارواکو ته مناسبه ده چي نيوکه وکړي ؟
همدغه تالبان چي پر کورونو ناست وه تاسو څه ورسره وکړل؟ د شپې مو چاپي پر وهلې
پلرونه مو د اولادونو مخته شهيدان کړل، اولادونو مو يې د شپي نيمايي کي پر نامالوم لورو بيول
د تنکيو او ښايستو ځوانانو پر نسونو مو د غوړيو ډبې ويولولي، د 398 ولسواليو اوسيدونکي مو له ۳۴ ښارونو څخه بند کړي وه ان بيخي مو انسانان نه بلل
ښاري کمربندونو کي مو هره ورځ را کښته کول بي عزته کول، پيسي مو ځني اخيستې،ښايسته اولادونه به مو يې د رقصولو دپاره پوستو ته تښتول،
...
نور ولوله
واشنگتڼ: د ابوبکر صديق رض ټولي فیصلې خالص د اسلامي امت په گټه وې
دا پېــژندل شوی امریکایي لیـکوال او ادیب جناب واشنگټن ارونگ (Washington Irving) او د ده مشهور کتاب Mahomet and His Successors دئ.
واشنگټن صاحب په همدې کتاب کي لیکي:
"د أبوبـکر صدیق (رضي الله عنه) ټولي فیصلې له شخصي غوښتنو لوړي خالص د اسلامي امت په گټه وې؛ دنیـاوي (شخصي) گټي هغه ته هیڅ ارزښت نه درلودو؛ هغه د مال، شهرت، لالچ او عیاشانه ژوند نه بالکل لري وو؛ د خپلو خدماتو په بدل کي ئې هیڅ شی تر لاسه نکــړ؛ له بیت المال نه به ئې دومره وظیفه ترلاسه کوله چي په ډېـره سختۍ ئې گذاره پرې کولی شوه؛ که به ئې له وظیفې نه بالاخر د سختو محدودیتونو باوجود هم څه شی پاته شو نو د جمعې په ورځ به ئې هغه...
نور ولوله
سیاسي حرمونی هیڅ دین او ایمان نلري
دا نو یو پېـژندل شوی حقیقت دئ؛ چي سیاسي حرمونی هیڅ دین او ایمان نلري...
معاش به له عمران خان نه ترلاسه کوي او ټاکني به د غني شفافي بولي؛ د پاکستان د پارلمان غړی به وي خو د افغانستان په نمایندگي به د خپل نظام سره سر پر سر وي؛ د افغانستان په چارو کي به د عمران خان؛ تر ده نسبتاً مثبته خبره هم د هغه مداخله بولي خو خپله به د همهغه هیواد حاکم نظام په غیرِ ډیپلوماتیک او فاحش انداز سره ښکنځـي؛ دلته به د لوی افغانستان چیغي وهي خو هلته به بیرته له باغي مقاومتي داعشیانو ملاتړ کوي؛ د موجوده نظام عمومي عفوه به لا هم وحشت بولي خو د غني بمباردونه به د مترقي افغانستان واک او اختیار؛ خپله به ئې د پښــــتو لیک/لوست نه وي زده نورو ته به د پښــــتو پالَـلــــو توصیې کوي؛ یو خوا به ئې ویل امریکا به طالب هیڅکل...
نور ولوله
مجبوریت، بې وسي او بې کسئ
مجبوريت د هغې نا ځوانۍ نوم دی چې لکه د غر کلک د غيرت سړی او لکه د نښتر دنګ د عزت سړی ډېر چټي، خوشې او کم اصل انسان مخ ته په سوال، او يا هم په غلامۍ او چاپلوسۍ مجبوروي .
بې وسي بيا په خپلو لاسونو د خپلې ژونډ، کور ملګرو، اړيکو، ژوند، خپلوانو، هيواد او حتی بچيو ژوندي خښول او د هغوی پرېښودل دي، بې وسې هغه وخت معلوميږي چې کله دې ګلالی زوی یا لور ناروغ پراته وي او د ډاکټر د سلو روپيو فيس ونلرې. .
بې کسي بيا هغه تريخ غړپ دی چې د خدای په دې ډکه نړۍ کې به يواځې اوسې او ځان به درته تر هغه حده کمزوری او لاچار ښکاري چې بيخي به دې له ژوند زړه تور کړي، بې کسي هغه وخت معلوميږي چې کله دې ادې ناروغه شي او د پورته کولو او خدمت کولو یې څوک ونلرې.
...
نور ولوله
امام الالحاد!
د وخت مشهور برطانوی فیلسوف اېنټوني فلېـو (۱۹۲۳م - ۲۰۱۰م) چي ټول عمر ملحد پاته شوی وو او د الحاد په حق او خالق د وجود په رد کي ئې په دَرزنونو کتابونه لیکلي وو؛ نوموړی به "د نړۍ بدنام ترین ملحد" بلل کېدو؛ خو تر مرگ دوه درې کلونه وړاندي د نوموړي ذهنیت بدل شو او الله تعالیٰ د وجود پر اثبات ئې کتاب ولیکی؛ د ده کتاب There is a God پر دغه ژوره موضوع ستر فلسفي/مستند کتاب دئ؛ د عمانويل کانټ او ډېــوډ هـيوم نه نیولې تر اوسنيو معاصرو مشهورو ملحدینو پوري د هر یوه د پوښتنو مدلل ځوابونه دې کتاب کي موجود دي؛ لکه څنگه چي دا کتاب داسي یو چا لیکلی چي په معاصر وخت کي د الحاد یو تر ټولو ستر امام بلل کېـدو؛ نو ځکه ئې هم ارزښت یو په دوه دئ.
دا یادونه مهمه ده چي د اېنټوني فلېـو ...
نور ولوله
د بدن دفاعي يا معافيتي سيستم څه ډول پياوړی کړو؟
زموږ او ستاسو د بدن معافيتي سيستم شپه او ورځ بې لدې چې موږ خبر شو په جګړه بوخت وي او موږ له ناروغيو ژغوري. هر هغه وخت چې جګړه ډيره شديده شي او يا هم بايللو ته نېږدې شي بيا موږ د تبې، درد او يا نورو اعراضو له لاري خبر کړي او له موږ څخه د مرستې غوښتنه وکړي. د انسان معافيتي سيستم کټ مټ د يو هيواد د دفاعي نظام په څير کار کوي، بدن له يرغل کوونکو څخه ژغوري. دغه يرغلګر کېدی شي وايرس، بکتريا، فنګس يا ټوکسين وي.
اوس موږ څرنګه کولای شو چې خپل د معافيت سيستم قوي و ساتو؟ هو! دا يو سيستم ده نظام ده يو فرد او يا يو عسکر نه ده. د نظام ساتلو لپاره نه يوازي ډيری شيانو ته اړتيا وي بلکه د هغوۍ ترمنځ تعادل، توازن او برارۍ ته هم ضرورت وي.
څېړني ښيي چې د يو انسان د ښه او محکم م...
نور ولوله
د خپل اهلُ عیال راز وساتئ؛ د دې لپاره چې خلک پوه نه شي
شفيع الله تاند
پاچا ډېر عیاش او حسن پرست و، حرم به یې له ښکلو نجونو ډک و، په کومه نجلۍ چې به یې زړه راغی،ماښام ته به یې په بستر ناسته وه ـ
د پاچا وزیر ډېر هوښیار او مخلص و په هر کار کې به یې د پاچا نظر اخیست او په هره ناسته کې به شریک و ـ
یوه ورځ محل ته عامه بلنه وه ټول وزیران او مشاورین له خپلو مېرمنو سره راغلل د پاچا نظر د وزیر په ښځه پرېوت دومره ښکلې ښځه یې په حرم کې هم نه وه لیدلې څومره چې د وزیر ښځه ښکلې وه ـ د معمول په څېر د پاچا عادت راپورته شو؛ خو خبره دا وه چې دا ځل یې پر وړاندې کومه عامه ښځه نه وه بلکې د هغه تر ټولو نږدې او مخلص وزیر ښځه او عزت و ـ
ټوله شپه ویده نه شو او د وزیر د ښځې په اړه په فکر کې و، هیڅ لار ورته نه ښکارېده بالآخر یې د...
نور ولوله
استعمار کله هم بې ځایه پانګونه نه کوي!
کله چې یوڅوک مسلطوي یا پرې باورکوي هغه پوره ورته د ماغ،فکراواخلاق وينځي اوترڅو فلټرویې تیروي،هسي هوایې پریوه چاباورنه کوي،مه چې کله پخوا اوریدلي ول چې ددغه جنرالانواکثریت په خارج کې دیوه خاص مشن لپاره روزل شوي ول نوهماغه وخت مې دا فکر وو چې دادوطن په درد نه خوري دوی به حتماً بهرته ژمن او وطن ته غله وي دالله کړه وو چې دوی همدغسي راوختل اوزمونږدغریبانو پیشګویې او اند غلط ثابت نشو الحمدلله.
خو! زمونږخواپرهغه چا بده اوزړه موپرې وخوږیدچې دغه جعلي،پردي ګومارل شوي بوتلان یې راته په اتلانویادول.
هغوی چې د جنګ پرمهال یې دبهرنیو له هوایې اوهراړخیزملاتړه پرته یوه پسکۍ هم نشوی اچولی،خوبیا دملي درې رنګه بیرغ په ښورولواونمایش کولوبه یې غریب اوساده افغان ملت تیرباسه...
نور ولوله
حکمتيار: تعالوا لنتحدث عن الحجاب، وهو اليوم موضوع ساخن وحساس
خطبة القائد المجاهد المحترم حكمتيار زعيم الحزب الإسلامي في افغانستان (الجمعة 18 جمادى الآخرة لعام 1443هـ، 1 الدلو 1400هـ ش) الموافق 21 يناير 2022م.
الحمدللّٰه وكفى وسلام على عباده الذين اصطفى وبعد:
أعوذ باللّٰهِ من الشيطان الرجيم، بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
(فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لا يُوقِنُونَ) الروم 60
قال الله سبحانه وتعالى: اصبر، وتأكد بأن ما وعد به الله هو أمر قطعي لا محالة، فلا يستخفنك الذين لا يؤمنون.
لقد أمر الله نبيه صلى الله عليه وسلم والمؤمنين عن طريقه بالصبر، ولا ينبغي لمن لا يؤمن بالله، أن يراك ويعتبرك غير محترم ودون وقار، فاثبت ولا ت...
نور ولوله
فقر او د هغه ځنې اسباب او عوامل
فقر یو داسې حالت ته وایي چې په هغه کې یو کس د ځان او کورنۍ اساسې ضرورتونه لکه ډوډۍ, لباس او یا د اوسیدو مناسب ځای نشې پوره کولی. فقر په قرانکریم او نبوي احادیثو کې غندل شوی دی. په قرانکریم کې فقر د شیطان وعده ګڼل شوې ده (الشیطان یعدکم الفقر) او په حدیث شریف کې فقر یو داسې حالت ګڼل شوی دی کوم چې کفر ته لاره هواروي. (کاد الفقر ای یکون الکفر). رسول اکرم (ص) د الله (ج) څخه د کفر او فقر نه پناه غوښتې ده: اللهم انِّی اعوذ بک من الکفر و الفقر.
په اقتصادي بحثونو کې هغه چا ته چې ورځنی عاید یې له یوې معلومې اندازې, د مثال په توګه په ورځ کې له سلو افغانیو کم وي, فقیر یا مسکین ویل کبږې. داسې کسان د فقر له کرښې ښکته کسان ګڼل کیږي. د فقر کرښه یا Poverty Line له یو ملکه تر بل ملکه...
نور ولوله
اسرائيل وايي د فلسطين خلک ولې هغوئ په تيږو ولي!
وايي په ملګروملتونو کې د اشغالګرو اسراییلو استازي پر نړۍ له دې امله توندې نیوکې وکړې چې د فلسطين خلک هغوئ په تيږو ولي او نړۍ يې په وړاندي چوپه پاتي ده او د فلسطينيانو ددې ستر ظلم مخه نه نيسي.
اشغالګر اسراییل چې د هستوي او بيولوژيکي وسلو په ګډون هر راز پرمختللي جګړه ييز وسايل او ټکنالوژي لري او بې درېغه پرې مظلوم فلسطينيان وژني اما د فلسطين پر ځمکه د تيږو شتون هم نشي زغملای او د پام وړ ټکی پکې دا چې خپل دغه جبون اعتراض د ملګرو ملتونو په سازمان کې مطرح کوي.
زه هيڅ شک نلرم چې ملګري ملتونه به د رايو په اکثريت سره د فلسطينيانو تيږې ويشتل یو تروریستي عمل وګڼي او پر وړاندي به یې د منشور د اوم فصل د احکامو مطابق د اسراییلو په ننګه د نړيوال ائتلاف په چوکاټ کې قهري ...
نور ولوله
برای نوشتن خاطراتش؛ آنگلا مرکل پیشنهاد همکاری با سازمان ملل را رد کرد
الجزيره
دفتر آنگلا مرکل، صدراعظم سابق آلمان که در اوایل دسامبر سمت خود را ترک کرد، اعلام کرد که او پیشنهاد شغلی پیشنهادی آنتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل متحد به او را رد کرده است.
دفتر او به خبرگزاری فرانسه گفت که مرکل "هفته گذشته با دبیرکل سازمان ملل تماس گرفت و از او تشکر کرد و به او گفت که این پیشنهاد را نمی پذیرد."
دفتر او ماهیت پیشنهاد سازمان ملل را مشخص نکرد، اما به گفته منابع درون سازمان، این موضوع در مورد انتصاب رئیس شورایی متشکل از شخصیتهای مختلف برای رسیدگی به «دستور کار مشترک» پیشنهادی گوترش در سازمان ملل بود. پایان سال 2021، «با هدف تقویت و تسریع توافقات چند جانبه&ra...
نور ولوله
زه د تاریخ دوو پېښو ډېر متأثر کړی یم
حضرت عثمان د شهادت غمجنه پېښه وه؛ د صحابه وو رض د یو بل سره محبت؛ له مظلوم عثمان نه د حضرت علي کرم الله وجهه د اولادونو او نورو جلیل القدره صحابه وو بې سارې دفاع او د نوموړي د مقاومت یو عجیب کیفیت؛ دا چي د قدرت باوجود ئې د مدینې کوڅې له وینو تویېدلو وساتلې؛ او کله چي ئې باغیان کور ته ننوځي او په ډېره بې رحمي سره ئې په شهادت ورسوي او د همدې کلابندۍ نوري پیښې... ما یو ځل دا تاریخ لوستی باور وکړئ د بیا مطالعې همت ئې نشم کولی...
د مشرانو لپاره ډېر ستر درس لري...
او بــــــلــه د:
حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه هغه واقعه ده چي کله ئې د محمد رسول الله صلي الله علیه وسلّم تر وفات وروسته د هغه لښکر چي له مدینې دباندي تلـلو ته چمتو ...
نور ولوله
