د جمهوريت چارواکي پر اسلامي امارت د نيوکې حق نلري
حکمت الله کندهاری
د جمهوريت ځيني کسان پر امارت بي دريغه نيوکي کوي ،زه هم وايم ټول ۳۵ ميليونه افغانان حق لري چي پر ا-مارت نيوکه وکړي مګر ايا د جمهوريت لوړ پوړو چارواکو ته مناسبه ده چي نيوکه وکړي ؟
همدغه تالبان چي پر کورونو ناست وه تاسو څه ورسره وکړل؟ د شپې مو چاپي پر وهلې
پلرونه مو د اولادونو مخته شهيدان کړل، اولادونو مو يې د شپي نيمايي کي پر نامالوم لورو بيول
د تنکيو او ښايستو ځوانانو پر نسونو مو د غوړيو ډبې ويولولي، د 398 ولسواليو اوسيدونکي مو له ۳۴ ښارونو څخه بند کړي وه ان بيخي مو انسانان نه بلل
ښاري کمربندونو کي مو هره ورځ را کښته کول بي عزته کول، پيسي مو ځني اخيستې،ښايسته اولادونه به مو يې د رقصولو دپاره پوستو ته تښتول،
په تورو سيښو موټرونو کي مو پورته کول په مرګ او ژوند مو ورکول.
مطلق مو بيت المال چورول د ناروغانو بودجه مو په ګنډه وهل پر کليو مو د مرميو د غلا دپاره جنګونه ډيزاينول
يو مخ خره ارموني مو پر قاضيان کړي وه
چي غله وزير ته به يې برائت ورکړ او د کلي دوکاندار به يې د تروريستي ګروپ د قومندان په تور زنداني کړ
نو څه فکر کوی ؟ چي څوک جګړه درسره ونه کړي نو ته و خدای ګلان درباندي و پاشي؟
اخر دا خلګ انسانان نه وه
د پنجاپ پښو ته تاسو نه پريستل؟
خپل کور مو سور اور نه وو پر ګرځولی؟
په بي ګناه انسانانو مو محبسونه نه ډکول
په محبسونو کي مو د جنګ دپاره نه هڅول؟ مدرسې مو نه وې ورته جوړي کړي ؟؟
چي هرڅه کوی وروره يو ځل دا خپل ګريوان ته هم ګوری، تير تاريخ در ياد کړی
چي کله دي د تالب واکمني چپه کړل د تالبانو سره دي سلوک څه ډول وو او چي ستا قدرت يي نسکوره کړ ستا سره يې څه وکړل؟
ولس دي انتقاد وکړي ، ځکه همدلته ژوند کوي او د خپلي هوسايي دپاره دي حکومت و کارونو ته وهڅوي مګر د جمهوريت چارواکو ته هيڅ نه ښايي چي نيوکه وکړي .
