No-IMG

مجبوریت، بې وسي او بې کسئ

مجبوريت د هغې نا ځوانۍ نوم دی چې لکه د غر کلک د غيرت سړی او لکه د نښتر دنګ د عزت سړی ډېر چټي، خوشې او کم اصل انسان مخ ته په سوال، او يا هم په غلامۍ او چاپلوسۍ مجبوروي .

بې وسي بيا په خپلو لاسونو د خپلې ژونډ، کور ملګرو، اړيکو، ژوند، خپلوانو، هيواد او حتی بچيو ژوندي خښول او د هغوی پرېښودل دي، بې وسې هغه وخت معلوميږي چې کله دې ګلالی زوی یا لور ناروغ پراته وي او د ډاکټر د سلو روپيو فيس ونلرې. .

بې کسي بيا هغه تريخ غړپ دی چې د خدای په دې ډکه نړۍ کې به يواځې اوسې او ځان به درته تر هغه حده کمزوری او لاچار ښکاري چې بيخي به دې له ژوند زړه تور کړي، بې کسي هغه وخت معلوميږي چې کله دې ادې ناروغه شي او د پورته کولو او خدمت کولو یې څوک ونلرې.

مجبوريت له سړي عزت، شرافت، حيا، او شخصيت اخلي خو بې وسې بیا له انسان نه خپل روح، کور، ژوند او اړيکې اخلي او بې کسې بيا انسان له نړۍ بيزلره کوي او تنهائۍ ته پناه ور وړي .

دا ژوند دی دلته هغوی کاميابه دي او ژوند کولی شي چې هغوی ځان او بيا هم خپل ځان وپيژني کنه دا نړۍ او نړيوال ډير ظالم دي د تاريخ په المارۍ کې دې د وخت د ګردونو لاندې داسې ايسار پريدي چې تر څو دې ساه نه وي ورکړي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک