No-IMG

هغه غذایي مواد چې صحت ته ګټور او د امراضو په مخنیوی کې مرسته کوي

اوه داسې غذایي مواد او طبي بوټي چې عمومي صحت ته  ګټور او د مختلفو امراضو په مخنیوی کې مرسته کوي.

۱ حبة السودا یا سیا دانه چې د مرضونو په وړاندې د بدن وقایه او عمومي دفاعې نظام قوي کوي.

۲ د ماهیانو غوړ چې په ډيره اندازه اومیګا 3 لري چی د زړه د تقویی او د کلوسترول په کمولو کې مرسته کوي.

۳  ادرک د جسم څخه د سمومیاتو او زهرجنو موادو په لیری کولو او د شریانونو په پاکولو کې مرسته کوي. لدینه علاوه ادرک د دردونو, د عضلاتو سوزش یا inflamation او د بدو کولیسترولو لپاره هم ښه دي. تاسې کولای شۍ چې ادرک د چایو په یوه پیاله کې ګډ کړی او یا يي همداسې وژوۍ.

۴ قهوه او یا هم شین چای چی د سمومیاتو او زهریاتو ضد مواد پکې شته. خو باید د قهوې یا شین چای په څښلو کې د بوری شیدو او نورو خوږو له زیاد استعمال څخه ډډه وشي.

۵ دارچینی هغه بله ماده ده چې د بد کولیسترول په کنترول او د زړه د امراضو په کمولو کې مرسته کوي. تاسې کولی شۍ چې د دارچیني د پوډرو نیمه قاشوقه په جوش اوبو کې ګډه او ویی چښۍ او یا هم د دارچینی پوډر د غذا د پاسه واچوۍ.

۶ کورکمن یا زردچوبه تقریبا د ډيرو مرضونو د مخنیوی لپاره دوا ده. د شریانونو د صحت او د دردونو په کمولو کې مرسته کوي. تاسې کولۍ شۍ چۍ کورکمن په غذا کې او یا هم د جوش اوبو سره ګډ او وچښۍ. د ویده کیدو نه مخکې که کورکمن او شیدی سره ګډ او وچښۍ نو هم صحت ته ډيره ګټه لري.

۷ د غنمو اوړه چې سبوس ترې بیل شوي نه اوسي صحت ته ګټه لري. د سرو اوړو ډوډۍ نظر د سپینو اوړو ډوډۍ ته زر هضمیږي او د کولیسترول په کمولو او د شریانونو د صحت سره مرسته کوي.

البته نوموړي غذایي مواد او طبي بوټي د دوا ځای نه نیسي اما د عمومي صحت په ښه والي کې مرسته کوي او د مرضونو  په وړاندی د بدن مقاومت زیاتوې.

داسې غذا وخورۍ چې ستاسو لپاره دوا وي مخکې لدی چې دوا ستاسو غذا شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک