No-IMG

استعمار کله هم بې ځایه پانګونه نه کوي!

کله چې یوڅوک مسلطوي یا پرې باورکوي هغه پوره ورته د ماغ،فکراواخلاق وينځي اوترڅو فلټرویې تیروي،هسي هوایې پریوه چاباورنه کوي،مه چې کله پخوا اوریدلي ول چې ددغه جنرالانواکثریت په خارج کې دیوه خاص مشن لپاره روزل شوي ول نوهماغه وخت مې دا فکر وو چې دادوطن په درد نه خوري دوی به حتماً بهرته ژمن او وطن ته غله وي دالله کړه وو چې دوی همدغسي راوختل اوزمونږدغریبانو پیشګویې او اند غلط ثابت نشو الحمدلله.

خو! زمونږخواپرهغه چا بده اوزړه موپرې وخوږیدچې دغه جعلي،پردي ګومارل شوي بوتلان یې راته په اتلانویادول.

هغوی چې د جنګ پرمهال یې دبهرنیو له هوایې اوهراړخیزملاتړه پرته یوه پسکۍ هم نشوی اچولی،خوبیا دملي درې رنګه بیرغ په ښورولواونمایش کولوبه یې غریب اوساده افغان ملت تیرباسه .

نن چې دغه په اصطلاح بګیړاوماته خوړلي مړزان د پرد یو هوټلو،کاباریا هاتواود شپي ناستو دشرابو اوعیاشیوو په هوټلونوکې وینم سخت مې پردوی نه بلکې پرداخپل ساده مظلوم ملت بیا زړه بدشي چې دخپل اوپردی توپیرنشي کولای اوهمیشه په پوچو شعارنوتیرویستل کیږي هله راویښږي چې اوبه له ورخه تېرې وي متأ سفانه ما خپله هم دجنرال خوشحال سادات په اړه څوځلي داډول تیروتنه کړی چې اوس پرې سخت پښیمان شوم ځکه ما ګڼله چې نومړی دیوه شهید زوی اوخامخا به وطن ته ژمن وي خو زما اند غلط وه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک