No-IMG

جنسې ځورونې په سیکولر او ډیموکراټو ټولنو کې عامه ستونزه گرځيدلی

جلال جبارخيل

 

جنسي ځورونې ټوله نړۍ کې یو عامه ستونزه ده چې ښځې تر نسبتاً سیکولر او ډیموکراټو ټولنو کې زیات سر ټکوي یو وخت د یوې موثقې هندي سروې له مخې هند کې هرو لسو ثانیو کې د یو وایلد ریپ( وحشي جنسي تیري) قضیه ثبتیده ورپسې ټاپ کې امریکا وه چیرې چې تر ټولو زیات جنسي تیري د پولیسو لخوا پر ښځو کیدل او ورپسې ځینې اروپایي هیوادونه و

هند د جنسي تجاوز کوونکي وژل روا وبلل امریکا کې وخت ناوخت ښځو د پولیسو د بد اخلاقیو خلاف مظاهرې وکړې

جنسي تیري څو ډولونه لري لکه (war rape)جګړیز جنسي تیري ددې ښه مثال د بنګال د نجونو سره چې د بنګله دیش د بیلتون پر وخت د پاکستان فوجیانو په جمعي شکل جنسي تیري وکړ دی . (Prison rape)محبس او جیل دننه جنسي تیری دی چې دا جنسي تیری تر ټولو زیات امریکا کې کیږي یعنې هرو لسو کې درې بندیانو سره جنسي تیري حتماً کیږي (hidden rape) پټ جنسي تیری دا تیری بالعموم د ښوونکو ملګرو خپلوانو او نورو لخوا پټ ترسره کیږي او دا د نړۍ په ټولو هیوادونو کې په کثرت زیاتیدونکی دی دا اوږد بحث دی هدف مې دا و چې نن امریکا کې یو افغان پر یوې ماشومې جنسي تیری کړی موږ باید وپوهیږو چې دا کار غلط او ظلم دی خو دا باید په یاد ولرئ چې د ځینو ټولنو افکار حالت موسم او سستم داسې جوړ وي چې د انسان دننه پټ شوی شیطان راپاڅوي او بیا په انسان  داسې کارونه کوي چې ځان قوم او هیواد بدناموي لازمه ده چې موږ د نړۍ هر چیرې یو پخپلو نفساني او شیطاني خواهشاتو پخې کیږدو او پری یې نه ږدو چې زموږ د بدنامۍ او ذلالت باعث شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک