هر کله چې يو مومن ګناه کوي نو ضرور د ده ضمير يو ځل اواز ورکوي چې : نه !!
نقصان کوي ....!!
مه کوه ....!!
بل اړخ ته شيطان او نفس وايې چې وکړه ، هيڅ خبره نشته , لذت دی ، هر څه به سم شي .....!
چې هر کله ترې ګناه وشي بيا د ندامت او پښېمانۍ احساس کوي ، خفه وي ، غمجن وي ،زړه خوري ، او دا خفګان د ايمان علامه وي .....!
د دې بهترين علاج دا وي چې انسان توبه وباسي ، قران کريم ولولي ، اذکار اوايي ...!
دا يواځې په هغه صورت کې ممکن وي چې ضمير ژوندی او د ايمان حلاوت په زړه کې موجود وي .
او چې هر کله ضمير مړشي ، د ايمان حلاوت ختم شي ، بيا انسان ته ګناه کول عادي خبره ښکاري ، بيا زړه کلک شي ، په ګناه باندې پښېماني ختمه شي .....!
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
