No-IMG

د ښې مېرمنې ځینې ځانګړتیاوې

ډېر خوشحاله یم، چې الحمدلله یوځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د قدرمنو وروڼو او خویندو  څخه په ډېره عاجزۍ او درناوۍ هیله کوم چې ماته په قهر نشي، او دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي، او که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا د عمل په ډګر کې پیاده کړي.

د یادولو وړ ده چه زه د الله(ج) په فضل سره د ۱۸ کلنۍ څخه را پدیخواه د یوې نېکې او صالحې مېرمنې سره د اسلام په رڼا کې تر اوسه ګډ ژوند لرم. زه غواړم چې د خپلې اوږدې عملی تجربې په نظر کې نیولو سره خپل نظر په ډېر صداقت او امانتداری سره تاسې ته وړاندې کړم.

تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلی ټکی باید ټولو وروڼو او خویندو ته په ښه توګه معلوم وي، چې هر نېک عمل باید یوازې او یوازې، د الله(ج) د رضاء د لاسته راوړلو په خاطر وي، او بس.

زه په ډېره درناوۍ غواړم چې ګرانو وروڼو او خویندو ته ځینې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم:

۱- ښه مېرمن تر ټولو لومړی خپل ځان په هغو حقونو ښه پوه کوي، چې الله(ج) د یوې مېرمنې د مېړه د پاره ټاکلي دي، او بیا هغه په عمل کې پخپله خوښه په ډېره خوشحالۍ سره پیاده کوي.

۲- ښه مېرمن خپل عفت ته تر ټولو شیانو زیات اهمیت ورکوي، هغې ته خپل عفت او خپل عزت تر خپل ژوند څخه ډېر زیات د قدر او ارزښت وړ وي. هغه بې عفته او بې عزته ژوند په هیڅ صورت او حالت کې نه غواړي. هغه د عفت، د عزت، او د ورېښمینو پاکه ټوټه وي. الله(ج) د هر با عفته او باعزته مسلمان ته، همداسې باعفته او باعزته مېرمن په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.

۳- ښه مېرمن هیڅکله له خپل ژوند څخه شکایت نه کوي. هغه په خپل ژوند قناعت کوي، او له حلالې لارې خپل ژوند مخ په وړاندې بیایي. ځینې مېرمنې هیڅ وخت قناعت نه کوي، او هر وخت شکایت کوي، دغه شانته مېرمنې خپل ګلالی ژوند په خفګان اړوي. الله(ج) د مونږه ټول مسلمانان د هغو مېرمنو څخه وساتي چې د ګور له خاورو پرته په بل هیڅ شي قناعت نکوي، او شکایت کول د هغې عادت ګرزېدلی وي. ګرانې مېرمنې باید په دې پوه شي، چه خوشحالي په ډېرو روپیو لرلو کې نده.

۴- ښه مېرمن د خپل خسر، خواښیې، د مېړه د وروڼو، خورانو، او نورو دوستانو د زړه له کومي احترام او عزت کوي. د مېړه د کورنۍ غړو ته هم لازمه ده چې د خپلې نګور یا ورېندارې سره ښه رویه او ښه سلوک وکړي. ښه رویه او احترام باید له دواړو طرفونو څخه وي.

۵- ښه مېرمن د خپل مېړه ډېر خدمت کوي، هغه ډېر خوشحاله ساتي. هغه ته بېځایه تکلیفونه نه ورکوي. د هغه جامې پاکې مینځي او د هغه سره اوږه په اوږه د کور په کارونو کې کومک کوي.

۶- ښه مېرمن هیڅکله خپل مېړه ته خبره نه ور غبرګه کوي. که کوم وخت ددې مېړه په قهر وي، نو دا خپل ځان غلی ساتي، او له زغم او حوصلې څخه کار اخلي، چه په نتیجه کې به انشاءالله پخپله د هغې مېړه په حال راشي، او ټول کار به ښه انجام ولري. که چېرې مېرمن د خپل مېړه د قهر په وخت کې خبره ور غبرګه کړي، نو دغه لکه په اور چې پطرول وپاشې، چې پایله به یې ډېره خرابه او د خفګان وړ وي. هېره د نه وي، چه کله مېړه یا مېرمن د قهر په وخت کې د ځینو معلوماتو پوښتنه کوي، نو پدې وخت کې ځان چوپ نیول کومه فایده نلري، بلکه بد تأثیر لرلای شي، مېړه یا مېرمنې ته پدې وخت کې لازم دي چه په نرمه لهجه د هغې پوښتنو ته ځواب ورکړي.

۷- ښه مېرمن هر وخت خپل مېړه ته د زړه د خلاصه له مسکا ډکه خوله ستړي مشي وایي. مېړه ته په خندا خوله ستړی مه شی کول د هغو ټوله ورځنۍ ستړیا لرې کوي، او هغه ته بشپړه آرامی ورپه برخه کوي. خصوصاً د کمکي ماشوم سره یوځای دغه ستړی مشي ډېره مزه او خوند لري.

۸- ښه مېرمن خپل مېړه ته ځان ښه پاک او ګلالی ساتي، او د هغو د خوشحالۍ لپاره ښه سینګار کوي. داسې نه کوي چې خپل مېړه ته یې له ځانه ملنګه جوړه کړې وي، اما بېرون یې داسې لوکسې او رنګارنګ جامې اغوستې وي، چې خپل مېړه یې هم نشي پېژندلای.

۹- ښه مېرمن د خپل مېړه د مېلمنو خدمت کوي. ښه مېرمن پوهیږي چې ددې مېړه د مېلمنو په خدمت ډېر خوشحاله کیږي. ځینې مېړونه د خپلو مېرمنو له ډاره هیچا ته د یوه چای د چښلو بلنه هم نشي ورکولای. ځینې مېرمنې یوازې پدې خوشحاله کېږي  چې هغه هر وخت د بل چا مېلمنه وي، مګر که بل څوک د دوی مېلمه شي، نو بیا په کور تندر رالوېدلی وي.

۱۰- ښه مېرمن د اولادونو په حصه کې فرق نه کوي، او ټولو ته په یوه سترګه ګوري. د نګورانو او لمسیو په منځ کې فرق نه کوي، او په خاص ډول د لور او د زوی له طرفه په لمسیو کې فرق نه کوي. ځینې مېرمنې په لور باندې د زوی په نسبت ډېرې ټپریږي. ځینې پلرونه بیا د زوی اولادونو ته نسبت د لور اولادونو ته ډېره توجه کوي. بابا او انا دواړه باید په دې مسٔله کې ښه د انصاف خاوندان وي.

۱۱- ښه مېرمن باید د کورنۍ ټول غړي د اسلام په رڼا کې سره متحد کړي، نه دا چې خدای مکړه د کورنۍ غړي سره تیت او پرک کړي. ښه مېرمن باید پوه شي، چې ددې ګټه هم د هغې د مېړه د کورنۍ په اتحاد کې ده. پلرونه او میندې هم باید د خپلو اولادونو خوشحالي وغواړي.

۱۲- ښه مېرمن د مېړه د مسافرۍ په وخت کې ډېره صبرناکه وي، او د مېړه د راتګ د پاره په ښه ډول انتظار باسي. مېړه ته هم لازمه ده چې بې له شرعي عذر څخه د زیات وخت د پاره مسافري ونه کړي.

۱۳- ښه مېرمن هیڅکله خپل مېړه ته دروغ نه وایي. که کوم وخت له مېرمنې  څخه کومه غلطي وشي، نو هغه د خپل مېړه ته په ښه ډول تشریح کړي، او د هغو بشپړ قناعت دې لاس ته راوړي. البته، د مېړه دپاره هم باالمثل عمل پکار دی.

۱۴- ښه مېرمن باید هر وخت خپل نظافت مراعات کړي. د مثال په توګه: خپله خوله او غاښ په منظم ډول پاک وساتي. د کالیو او د ځان یې د خولو بوی ونه لګي. د امکان په صورت کې د خپل مېړه د پاره ښه مناسب عطر ووهي. البته مېړونه هم باید دغه باالمثل کارونه وکړي.

۱۵- ښه مېرمن خپل مېړه د هغو د پلار او مور له کوره نه منع کوي. خپل مېړه تشویقوي چې هغه د خپل پلار، مور، او نورو خپلوانو احوال واخلي، د هغوی له حاله ځان خبر کړي، او د هغوی سره ځاني او مالي کمک وکړي. متأسفانه، ځینې مېرمنې، خپل مېړه یوازې د خپل ځان او د خپلې کورنۍ د خدمت لپاره غواړي، او بس. داسې باید نه وي، دواړه کورنۍ د خدمت او کمک حق لري.

۱۶- ښه مېرمن هیڅکله خپل مېړه ته هیڅ ډول پېغور نه ورکوي. د مثال په توګه: دا نه ورته وایي، چه ته څه لرې؟ زه د دربدره کړم؟ فلانی ګلالی کور لري او ته څه لرې؟ ښه مېرمن د کور ماحول د خپل مېړه د پاره د استراحت او خوشحالۍ په ځای بدلوي. ښه مېرمن خپل مېړه ته ډاډینه ورکوي، او د هغه په شریک ژوند شکر وباسي.

۱۷- ښه مېرمن خپل کور د خپل مېړه  د کورنۍ غړو او نیږدې خپلوانو ته هم ښه د آرامۍ، دمې او د غمو د هېرولو ځای ګرزوي. ښه مېرمن کوښښ کوي چې په هره مناسبه موقع کې د خپل مېړه د کورنۍ غړي مېلمانه کړي. د مېړه خپلوانو ته هم لازمه ده، چې ددې د کورنۍ غړوته هم مېلمستیا وکړي.

۱۸- ښه مېرمن باید ښه خواړه خپل مېړه ته پاخه کړي. که چېرې د مېرمنې خواړه یاد نه وي، نو هغه باید زده کړي. مېرمن د ښو خوړو په پخولو ډېره ښه ښکاره کیږي. ښه مېړه هم باید له خپلې مېرمنې سره کمک وکړي، او له حوصلې څخه کار واخلي. هېره د نه وي، چې ځینې مېرمنې د خوراک پخولو ته هیڅ توجه نکوي، چې دا ډېر د خفګان وړ حالت دی، او له دغه حالت څخه جداً باید خپل ځانونه وساتل شي.

۱۹- ښه مېرمن هیڅ وخت له خپل مېړه سره ضد نه کوي. ښه مېرمن هره موضوع په ښه نرمه لهجه د خپل مېړه سره حل او فصل کوي. ناحقه ضد کول، ګډ ژوند ته ډېر ضرر رسوي. البته، مېړه ته هم باالمثل عمل لازم دی.

۲۰- ښه مېرمن باید خپل مېړه ته د هغه د مېړه توب حق ورکړي. ښه مېرمن د مېړه د حقونو په حصه کې هیڅکله هم بې پروایي نکوي، او ناحقه بهانې او عذرونه نه لټوي.

همدارنګه، د مېړه دپاره لازمه ده، چې د خپلې مېرمنې حقونه، په ښه توګه ورکړي.

۲۱- ښه مېرمن خپل کور د خپل مېړه د پاره په زندان نه بدلوي. ځینې مېرمنې د خپلې خولې سره احتیاط نکوي، او هرڅه چې په خوله ورځي هغه وایي. الله(ج) د هر مسلمان له دغه شانته مېرمنو څخه وساتي. ځینې مېرمنې ډېرې اوږدې ژبې او لنډ فکرونه لري.

۲۲- ښه مېرمن له نورو مېرمنو سره په بې ګټې شیانو کې سیالي نکوي، او د خپل مېړه د مالي طاقت په اندازه غوښتنې کوي. ځینې مېرمنې په خرابو رواجونو کې ډوب پاته وي، او دغه شانته مېرمنو خپل ژوند او د مېړه ژوند تباه او برباد کړی وي. دغه شانته منفي سیالۍ هیڅ کومه ګټه نلري، او پایله به یې حتمي پښېماني وي.

۲۳- ښه مېرمن باید کبرجنه نه وي. خپل ښایست او خپلې زده کړې ته په غوره کې نه وي. په خاصه توګه، هغه مېرمنې چې تعلیم یافته وي، هغه په کور کې د نورو بې سواده مېرمنو سره باید ډېر احتیاط وکړي، چې خدای مکړه، کوم وخت له هغوی څخه کوم کار سر ونه وهي، چې د هغو څخه د کبر بوی راشي. پدې زمانه کې کله ناکله بې سواده مېرمنې تر باسواده مېرمنو ځانونه ډېر په غوره کې نیسي. اما داهم باید واضح شي چې د یوې مېرمنې ناز کول، له کبر سره اشتباه نشي.

۲۴- ښه مېرمن باید خپل مېړه ته د کور د ننه ډېره جذابه او په زړه پورې وي، اما د کور څخه د باندې ډېرې ساده جامې واغوندي. ښه مېرمن ساده، اما پاکې جامې اغوندي. زیبایی په ساده ګي کې لټوي. ساده جامې ددې معنا نلري چې هغه به حتمي ارزان بیه وي، نه داسې نده، کېدای شي دا ساده جامې تر ډېرو لوکسو جامو قېمته وي. ښه مېرمن د هر مراسم سره مناسبې جامې او ګاڼې پکاروي. د مثال په توګه: که د چا د مړی په مراسمو کې برخه اخلي، نو بیا مناسبې جامې اغوندي، او د ګاڼو د استعمالولو، او شرنګ او شرونګ څخه ډه ډه کوي.

۲۵- ښه مېرمن د خپل مېړه دیندارۍ ته، د هغې له وظیفې څخه زیات اهمیت ورکوي، او هغه پوهبږي چې تر حقیقی مسلمان هېڅوک هم، ښه کېدلای نشي. ښه مسلمان مېړه به هیڅکله خپله مېرمن په نیمایي لاره کې پرې نږدي، او له هغې سره به د سختۍ او آسوده ګۍ شپې او ورځې په ګډه تېروي. ځینې مېرمنو ته بیا د مېړه وظیفه ډېره مهمه ده، چې دا ډېره د خفګان وړ خبره ده. البته، که د چا الله(ج) ښه مېړه، چې ښه وظیفه ولري، په نصیب کړی وي، نو هغه خو بیا تر ټولو ډېره ښه ده.

۲۶- ښه مېرمن د ټولو شیانو څخه مخکې، د مېړه اسلامیت ته ډېر اهمیت ورکوي. ښه مېرمن د واده کولو څخه بل کوم هدف ته ځان رسول نه غواړي. نن سبا بدبختانه، ځینې مېرمنې ودونه هم د خپلو شومو هدفونو د لاسته راوړلو د پاره کوي، چه دا پخپله ډېر بد کار دی. د مثال په ډول، ځینې مېرمنې ددې له کبله چې خارج ته ولاړې شي، او یا د کوم بل خراب هدف د لاسته راوړلو په خاطر، شوم ودونه کوي. البته، دا یوازې په ښځو پورې محدوده نده، ځینې مېړونه هم شوم ودونه کوي. کله چې د دوی شوم هدف لاسته ورشي، نو بیا د واده په کیسه کې نه وي، چې دا ډوله کړنې ډېرې بدې پایلې لري، او هر څوک چې ځان ته مسلمان او افغان وایي، باید له دغه شانته ودونو څخه ځان وساتي.

۲۷- ښه مېرمن ډېر ژر د خپل مېړه په طبعیت ځان پوه ا‌و بلد کوي. د مېړه له شو او بدو عادتونو سره ځان ښه آشنا کوي. د هر هغه شي، او خبرې څخه چې ددې مېړه یې نه خوښوي، ډه ډه کوي.

۲۸- ښه مېرمن له خپلو ” څړیو “ سره برابرې پښې غځوي. یا په بل عبارت، هغه شیان چې الله(ج) ور کړي وي، په هغو قناعت کوي، او د خپل مېړه د توان څخه زیات مصرفونه نه کوي.

۲۹- ښه مېرمن هیڅکله د نامحرم سړي سره په یوازې توګه نه کيني، او هېڅکله هغه څوک چې د هغې مېړه يې نه خوښوي، کورته نه راولي.

۳۰ - د یادولو وړ ده، چې د هر هغه څه، چې له ښې مېرمنې څخه توقع کیږي، همدا شانته، له یوه ښه مېړه څخه هم؛توقع کیږي. پدغه ګډ ژوند کې مېړه او مېرمن دواړه، باید د اسلام په رڼا کې، یو د بل حقونه په ښه توګه لومړی ښه وپېژني، او بیا هغه په ښه توګه اداء کړي.

 

د پام وړ ټکي:

الف - ټولو وروڼو او خویندو ته یادونه کوم، چې زمونږه او تاسې شیرینې مورګانې هم د مونږه او تاسې د پلرونو نېکې او صالحې مېرمنې دي، او یا وې، او هم زمونږه او تاسې محترمې مېرمنې د مونږه او تاسې د ګرانو اولادونو، مورګانې دي، او یا وې، نو لدې کبله په مونږه او تاسې ټولو لازمه ده چې د ټولو محترمو مېرمنو د زړه له کومي احترام وکړو.

ب - دغه نقطه باید مونږه او تاسې ټولو ته ښه واضح شي، چې مونږه او تاسې ټول د الله(ج) ډېر ګنهګاره بندګان یو، او مونږه ټولو خپل مسٔولیتونه، د خپلو مېرمنو/ مېړو په هکله، په صحیح توګه ندي اداء کړي.

الله(ج) د مونږه ټولو ته عفوه او بښنه وکړي، او اوس هم ناوخته ندی چې خپل ځانونه اصلاح کړو، او د خپلو کړنو جبران وکړو. له خپلو مېرمنو،  او یا له خپلو مېړو، د زړه له کومي معذرت او بښنه وغواړو، او په دغه پاته وخت کې له هغو سره ښه رویه او ښه چلند وکړو، او د دوی پاک زړونه لاسته راوړو.

ج - همدارنګه غواړم دغه ټکی هم ښه واضح کړم، چې په ریښتیا سره د مېرمنې، یا مېړه، اسلامیت تر ټولو زیات د اهمیت وړ دی. کېدای شي چې مېړه یا مېرمنې ته هم په آخر کې دا حقیقت ښه معلوم شي، چې ښایست د یو څو ورځو د پاره وي، اما د هغوی اسلامی اخلاق د ټول وخت دپاره وي. که یوه مېرمن یا مېړه هرڅومره ښایسته وي، مګر اسلامي اخلاق ورسره نه وي، نو د هغې ښایست په درد نخوري. له ښه ښایست سره، ښه اسلامي اخلاق، ډېر ښه خوند لري.

د - دا نقطه هم باید واضح شي چې متأسفانه ځینې مېرمنې د خپل مقام په قدر نه پوهېږي، له خپل مقام څخه ناوړه ګټه پورته کوي. د مثال په توګه، ځینې مېرمنې شپه او ورځ پدې فکر کې دي چې یوه پاکه مېرمن په څه ترتیب له صحیح لارې، بې لاره کړي. هغوی ته په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول، د شیطان د لارې دعوت ورکوي، او محترمې مېرمنې باید دغې نقطې ته جدي پاملرنه وکړي. وروڼه او خویندې باید زیار وباسي، چې خپل ګډ ژوند پدغه کړکېچنه نړۍ کې د ښه ژوند مشعل وګرزوي.

په پای کې زه د یوه مېړه په حیث په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی او بښونکي دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او خپلې غریبې او نېکې مېرمنې ته د زړه له کومي د نېکو اعمالو څخه ډک، اوږد عمر غواړم. هغې ته، د هغې په ژوندون کې، د مغفرت دعا کوم، او الله(ج) د هغه د قبر له عذابه او د جهنم له اوره وساتي، او الله(ج) د هغې ته جنت الفردوس په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.

الله(ج) د په افغانستان اوپه ټوله نړۍ کې هغه سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العٰلمین.

تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.

زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

رحمت الله

الله تعالی دی خیر او برکت به نصیب شی ډېره ښه ليکنه دې کړي

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک