د ښه مېړه ځینې ځانګړتیاوې!
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
ډېرخوشحاله یم چې الحمدلله یوځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د قدرمنو لوستونکو څخه په ډېره عاجزۍ او درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي. که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا په عمل کې پیاده کړي.
د یادولو وړ ده چې زه د الله(ج) په فضل سره د ۱۸ کلنۍ څخه را پدیخواه د یوې صالحې مېرمنې مېړه پاته شوی یم. زه غواړم چې د خپلې اوږدې عملي تجربې په نظر کې نیولو سره خپل نظر په ډېر صداقت او امانتدارۍ سره تاسې ته وړاندې کړم.
تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلی ټکی باید ټولو لوستونکو ته په شه توګه معلوم وي، چې هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء دحاصلولو په خاطر وي، او بس.
زه په ډېره درناوۍ غواړم چې ګرانو لوستونکو ته ځینې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم:
۱- ښه مېړه باید تر ټولو لومړی له هغو ټولو حقونو څخه چه الله(ج) یوې ښځې ته تعین کړیدي، خپل ځان ښه خبر او پوه کړي، او هغه حقونه باید په خلاصه ټنډه قبول، او عملی کړي.
۲- ښه مېړه باید هغه شرعي مهر چې د نکاح په وخت کې تعین شوی وي، خپلې مېرمنې ته په ښه توګه ورکړي. البته، مهر باید د نکاح په وخت کې په صحیح توګه تعین شي. ځینې خلک دغه مسـٔله جدي نه ګڼي، او بې اندازې زیات مهر ټاکي، چې هغه صحیح کار ندی. ځینې خلک خو له شروع څخه د مهر د ورکولو نیت نلري، او د هغه په تعین کې هیڅ نوع فکر او غور نکوي، چې دغه راز کړه وړه د یوه مسلمان د آخرت د پاره ډېرې ناوړه پایلې لرلای شي.
له هغو وروڼو څخه چې تر اوسه پورې یې د خپلې مېرمنې مهر ندی ورکړی، هیله کېږي چې هغه ورکړي، او دغه اسلامي وعده او مسٔولیت اداء کړي. د یادولو وړ ده، چې وروڼه په چل او په غلطو وعدو سره خپلې مېرمنې پدې راضي نکړي، چې هغه ور وبښي، نه، هغه د دوی حق دی، او هغه باید په ښه توګه ورکړل شي.
۳- ښه مېړه باید له خپلې مېرمنې سره د اولادونو په حصه کې کمک وکړي. د هغه په کرارولو، مکتب او مدرسې بېولو کې، د خپلې مېرمنې سره کمک وکړي. همدارنګه، د دینی سبق دپاره جومات ته، او د لوبو د پاره پارک ته د بېولو په برخه کې هم کمک ورسره وکړي. ځینې وروڼه د کور ټول مشکلات خپلو مېرمنو ته حواله کوي، او پخپله په ناحقه بحثونو او بنډارونو کې د خپلو ملګرو سره مصروف وي، او له خپلو اولادونو څخه باالکل خبر نه وي.
۴- ښه مېړه د خپلې مېرمنې بدو عادتونو ته د ذره بین په شان نه ګوري. که فرضاً د هغه د مېرمنې کوم عادت بد وي، شاید ډېر ښه عادتونه هم ولري. نو مېړه ته لازمه ده، چې د خپلې مېرمنې ټول ښه او بد عادتونه د انصاف په تله وتلي، او هغه ټول په نظر کې ونیسي، او بیا عادلانه قضاوت وکړي، او په هرحالت کې له الله(ج) څخه کمک وغواړي.
۵- ښه مېړه ته تر ټولو مهم شی باید د خپلې مېرمنې اسلامیت وي. اسلامی مینه تر ټولو بهترینه او دایمي مینه ده. هغه مینه چې په دنیوی شیانو بناء وي، هغه مجازی مینه ده، او هغه ډېر دوام نشي کولای. د مېړه نیت باید دا وي، چې خپله مېرمن د خپل ځان سره جنت ته بوزي، او هغه د دوزخ له اوره بچ کړي. هغه سړی به ډېر نېک بخته وي، چې الله(ج) د هغه ښه مسلمانه ښځه په نصیب کړې وي. مېړه ته هم لازمه ده چې د ښې او نېک صالح مېرمنې په قدر پوه شي.
۶- ښه مېړه خپله ښځه هم په منظم ډول سره د تهجد لمانځه ته پاڅوي. هر وخت هغه نېکو کارونو ته تشویق کوي. هغې ته، هغه شانته روحیه ورکوي چې دده سره د هغې د آخرت غم شته. ښه مېړه خپله مېرمن اسلامی درسونو ته ډېره تشویق کوي او هغه ته هر ډول آسانتیاوې برابروي. ځینې وروڼه متأسفانه، نه پخپله په اسلام صحیح پوهیږي، چې خپلې مېرمنې ته په کور کې څه ورزده کړي، او نه هغې ته د اسلامی درسونو د ورتګ اجازه ورکوي، چې هلته څه زده کړي، نو په نتیجه کې دواړه د اسلام څخه لرې پاته کیږي، چې دا ډېر د خفګان وړ حالت دی.
۷ - ښه مېړه کله ناکله د ګلانو ګېډۍ خپلې مېرمنې ته د ډالۍ په توګه وړاندې کوي. مېرمنې ګلان ډېر خوښوي، او دوی د خپل مېړه په دغه کار ډېر خوشحاله کیږي. هېره د نه وي، چې د مېرمنې د پیدایښت ورځ او د واده ورځ د دې کار د پاره ډېرې مناسبې ورځې دي.
د یادونې وړ ده، چې هدف، د پیدایښت او د واده، د سالګرو نمانځنه نده.
۸- ښه مېړه له کوم عذره پرته، په رستورانت او هوټل کې ډوډۍ نخوري. ښه مېړه د امکان په صورت کې، هر وخت هرشی له خپلې مېرمنې او اولادونو سره شریک خوري. ځینې مېړونه کله ناکله خپله ډوډۍ، د خپلو مېرمنو او اولادونو څخه پټه بیرون د ملګرو سره خوري، او بیا په کور کې د خپلو مېرمنو په ډوډۍ بېځایه نیوکې کوي. علت یې دا وي، چې دوی خو خپلې خېټې ښې ډکې کړې وي، او ویلای نشي، او ناحقه بهانې لټوي، چې په نتیجه کې ډوډۍ په ټولو زهر کړي.
۹- ښه مېړه هغه دی، چې د هغه مېرمن بېدون د کوم ډار څخه، د هغو د ښه توب تصدیق وکړي. عطر هغه دي چې خلک ېې صفت وکړي، نه دا چې، عطار یې ناحقه صفت وکړي. ځینې مېړونه بې اندازې د خپلو مېرمنو صفت کوي، چې پدغه کې حتمي څه خبره وي، او الله(ج) د، هر مسلمان د ښځې له ظلمه هم وساتي. آمین یارب العٰلمین.
۱۰- ښه مېړه هر وخت او په هرحالت کې الله(ج) حاضر ګڼي، او خپل ځان الٰهي احکامو ته تابع ګڼي، او له خپلې مېرمنې سره حتٰی د طلاق په هکله هم، غیراسلامی چلند نکوي. د مثال په توګه، ځینې خلک چې کله یې د خپلې مېرمنې سره د ژوند په هکله کوم مشکل او جنجال پیدا شي، نو بیا د هغې ژوند معلق ساتي. یعنې، نه هغه طلاقه کوي، او نه هغه پخلا کوي. دا حالت ډېر غیر اسلامی حالت دی، او ښه مېړه باید له دغه حالت څخه ځان وژغوري.
۱۱- ښه مېړه د ډوډۍ په سر خپلې مېرمنې ته ښې دعاګانې کوي، په ډوډی نخرې نکوي، او د الله(ج) شکرانه اداء کوي، او خپل ځان ته هغه د مجردۍ د وخت ډوډۍ ورپه زړه کوي. د ډوډۍ په وخت کې مناسبې مسنونه دعاګانې هم کوي.
۱۲- ښه مېړه د خپلې مېرمنې ملګریې ته ډېر درناوی کوي. ښځې هم د نارینه په شان د خپلې طبعې ملګریې لري، او له هغو سره کیسې، مجلس او د زړه خواله کوي. د یادولو وړ ده، چې خدای مکړه، د ښځو دغه بنډار د غیبت او فساد سرچینه ونه ګرزي. ښځې باید په خپلو منځونو کې ښځینه مسایل یو له بله سره د اسلام په رڼا کې شریک کړي.
۱۳- ښه مېړه د خپلې مېرمنې رازونه پټ ساتي. ښه مېرمن هم د خپل مېړه ټول رازونه پټ ساتي، او هغه له هېچا سره نه شریکوي. ځینې ښځې په غلطۍ کې کله ناکله د خپل مېړه ځینې رازونه په خپلو ښځینه مجلسونو کې بیانوي، چې دغه کار باالکل د منلو وړ ندی. مېړه او ښځه یو او بل ته د ښه اسلامي لباس مثال لري.
۱۴- ښه مېړه باید ډیر باناموسه او وفادار وي. ښه مېړه هېڅکله هم د خپلې مېرمنې سره بې وفایی نکوي. ښه مېړه هڅه کوي چې د خوشحالۍ ټولې شپې او ورځې له خپلې مېرمنې سره تېرې کړي. ځینو مېرمنو د سختۍ شپې او ورځې د خپل مېړه سره تېرې کړې وي، اما کله چې د هغې د مېړه ژوند لږشانته ښه شي، نو بیا د هغې مېړه بدون له شرعی عذر څخه بل واده کوي، چې البته دغه کار ډېر بد او بې انصافه کار دی.
۱۵- ښه مېړه پخپله مېرمن باید سل په سلو کې اعتماد او اعتبار ولري. کنه، ژوند به ډېر بې خونده وي. همدارنګه، مېرمن هم باید پخپل مېړه پوره اعتماد او اعتبار ولري. که چېرې اعتماد او اعتبار په منځ کې نه وي، نو هغه ژوند دوام نشي کولای.
۱۶- ښه مېړه د کور سودا د خپلې مېرمنې په خوښه اخلي، او هغه سودا اخستلو ته ورسره بیایي، ځکه مېرمنې پوهیږي چې دوی څه شي ته ضرورت لري. مېرمنې په عمومی ډول په دغه کار ډېرې خوشحاله کیږي.
۱۷- ښه مېړه خپلې مېرمنې ته د قهر په وخت کې هم، د هغې د پلار او مور نوم په بد ډول نه یادوي. مېرمنې ته د پلار نوم یادول، ډېر تکلیف ورکوي، او له دغه حالت څخه باید جداً مخنیوی وشي.
۱۸- ښه مېړه هېڅکله خپله مېرمن د پلار او مور له کوره نه منع کوي. او هغه ته معلومه وي، چې د هغه مېرمن خپل د خاپوړو ځای په آسانۍ سره نشي هیرولای. ښه مېړه باید خپله مېرمن د امکان په صورت کې پخپله د هغو د پلار کور ته بوزي، مېړه او مېرمن یو له بله سره یوځای ډېر ښه معلومیږي.
۱۹- ښه مېړه د خپلې نویې واده شویې مېرمنې سره ډېر احتیاط کوي. نویې واده شویې مېرمنې ته هر شی ناآشنا معلومیږي، او هغې ته دغه محیط باالکل نوی ښکاري. نو مېړه ته پکار ده چې د هغې سره په ډېره نرمه لهجه خبرې او په ډېر احتیاط سره ژوند وکړي. ښه مېړه باید هېڅکله په خپله نویې مېرمن آواز جګ نکړي، او هغه وډاره نکړي. البته د نویې واده شوې ښځې سره باید د کورنۍ ټول غړي احتیاط وکړي، او له هغې سره ضد ونکړي، خصوصاً خسر، خواښیې، د مېړه خورانې، او د هغه کورنۍ نورې نګورانې، په ډېر انصاف او احتیاط سره د هغې سره ښه اسلامی چلند وکړي. د یادولو وړ ده چه نیتونه پاک وي، الله(ج) به ټول مشکلات حل کړي، یوازې ښې با انصافه حوصلې ته ضرورت دی. نن سبا، ځینې کورني مشکلات، متأسفانه د خسر، خواښیې، د مېړه د خورانو او د کور د نورو نګورانو، له طرفه مابین ته راځي، چه دغه ښه کار ندی. همدارنګه، نګور هم باید د ښه خسر او خواښیې په قدر پوه شي. ښه خسر او خواښیې هم د اسلام په رڼا کې، د خپل زوی او نګور خوشحاله ژوند غواړي، او بس. مېړه باید ددې کوښښ ونکړي، چې خپله مېرمن د هغې د خپلوانو څخه جدا کړي، او همدارنګه، نګور هم باید دا فکر ونکړي چې دا به خپل مېړه له خپلو دوستانو څخه جدا کوي. نه، دا کار د کېدلو ندی، او باید وخت پرې ضایع نشي. بهتره به دا وي چې دواړه یو د بل خپلوانو ته د زړه له کومي احترام ولري، چې پدې کار سره به الله(ج) دواړو ته اجرونه ورکړي.
۲۰ - ښه مېړه په هیڅ وخت کې له خپلې مېرمنې سره چل او دوکه نکوي. ښه مېړه په هرحالت کې خپلې مېرمنې ته صادق او وفادار وي، او هغه هېڅکله هم، خپلې مېرمنې ته دروغ نه وایي. که خدای مکړه، دروغو د دوی ژوند ته لاره پیداکړه، نو بیا هغه ژوند، ژوند ندی. داسې ژوند، یو او بل ته بازي ورکول دي، او هغه زیات دوام نشي کولای، او دواړه باید د هغه بشپړ ړنګوالي ته انتظار وباسي.
۲۱- ښه مېړه د خسر او خواشیې ډېر قدر او عزت کوي. هغوی ته ډېر په درنه سترګه ګوري، او له هغوی سره د خپل توان په اندازه مالي کمک هم کوي. بد بختانه، ځینې خلک د خسر او خواشیې سره ښه سلوک او خدمت کول شرم ګڼي. که زوی غواړي چې د هغه مېرمن دده د پلار او مور خدمت وکړي، نو هغه باید حتمی او ضروری د خپل خسر او خواښیې احترام او خدمت هم وکړي. هېره د نه وي، چې هرچا ته خپل مور او پلار ډېر ګران وي.
۲۲- ښه مېړه باید بې له شرعي عذر څخه بل واده ونکړي. مېرمن په بل واده کولو ډېره خفه کیږي. مېړه هم باید کوښښ وکړي، چې خپل فامیل تیت او پرک نکړي. اولادونه هم هېڅکله نه خوښوي، چې د دوی پلار، د دوی په مور دویم واده وکړي. ښه مېړه ته باید د کورنۍ ګټې، تر خپلو ګټو ډېرې مهمې وي.
۲۳- ښه مېړه خپلې مېرمنې ته د اسلام په رڼا کې، د تعلیم اجازه ورکوي. هغې ته دواړه اسلامي او ساینسي زده کړې ور زده کوي.
د یادولو وړ ده، چې باسواده مور تر باسواده پلار د اولاد لپاره ښه خدمت کولای شي. همدارنګه، مېړه له صالحې باسواده مېرمنې سره په خبره ځان ژر او ښه پوهولای شي. د اسلام په رڼا کې تعلیم د مېړه او د هغو د مېرمنې د پاره ډېر ګټور دی.
۲۴- ښه مېړه باید خپله مېرمن د خیر په ټولو کارونو کې شریکه کړي. هغه د امکان په صورت کې عمرې او حج ته بوزي. د هغې لپاره فطرانه ورکړي، او دهغې لپاره قرباني وکړي. د هغو د پاره د خیر او د ثواب په کار کې د بانک له لارې په منظمه توګه یوه اندازه روپۍ ورکړي. هغه کورنۍ چې په بهر ملکونو کې ژوند کوي، دوی کولای شي، چې هم عمره وکړي، او هم د خپلو دوستانو د لیدلو دپاره وطن ته لاړشي. په بل عبارت دوی کولای شي، چې هم ثواب او هم خرما لاسته راوړي. لطفاً کورنۍ دې، دغې مسٔلې ته زیاته توجه او پاملرنه وکړي.
۲۵ - ښه مېړه ته چې هرکله معلومه شوه، چې په یوه موضوع کې ګناه دده وه، او دی ملامت و، نو بدون له ځنډه باید د خپلې مېرمنې څخه معذرت وغواړي. هېره د نه وي، چې مېړه معذرت غوښتل خپل عادت ونه ګرزوي. بهتره به دا وي، چې په هره خبره او کار کې د کولو څخه مخکې ښه غور او فکر وشي.
۲۶- ښه مېړه د خپلې مېرمنې سره د کور په کار کې کمک کوي. د مثال په توګه، د ظرفونو د مینځلو، د کوټې د جارو کولو، د جامو د مینځلو، او اوتو کولو، په برخه کې کمک ورسره کوي. هېره د نه وي، چې ځینې خلک د خپلې مېرمنې سره د کور په کار کې کمک کول، د ځان د پاره یو لوی شرم ګڼي، چې دا باالکل غلطه خبره ده، او په هېڅ صورت کې د منلو وړ نده.
۲۷- ښه مېړه په هره مناسبه موقع کې خپلې مېرمنې ته وایی، چه دا ډېره پرې ګرانه ده، او ددې سره زیاته مینه لري. په دغه خبره د یوه سړي مېرمن ډېره خوشحاله کیږي. البته ښه مېړه دغه خبره په عمل کې هم پیاده کوي. کنه، دغه بیا بې معنٰی او پوچه خبره ده.
۲۸- ښه مېړه د روژې په مبارکه میاشت کې په خپله مېرمن بیځایه فشار نه راوړي، او د هغې سره کمک کوي، تر څو هغه وکولای شي چې خپل عبادت ته لازم وخت پیدا کړي، او ټول وخت د پکوړو، سمبوسو، او روژه ماتي په تیارولو کې تېر نکړي. په اوسني وخت کې ځینې مېرمنې زیاتره وخت په پخلنځي کې تېروي، او حتٰی لمنځونه هم ترې ناوخته کیږي. هېره د نه وي، چې ښه مېړه باید د خپلې مېرمنې په عبادت، له پکوړو څخه زیات خوشحاله شي، او د خپلې مېرمنې ګټه، د خپلې ګټې څخه کمه ونه ګڼي.
۲۹- ښه مېړه د امکان په صورت کې خپلې مېرمنې ته ګوتیې، بړنګي، آمېل او ښې مناسبې جامې اخلي، او مېرمن د خپل مېړه په دغه کار ډېره خوشحاله کیږي. د مثال په توګه، کله چې مېړه چېرته په سفر لاړ شي، نو د خپلې مېرمنې د پاره یوه تحفه راوړل هغه ډېره خوشحاله کوي. شرط ندی چې تحفه ډېره قېمتي وي.
۳۰- ښه مېړه د اولادونو په مخ کې هېڅکله خپلې مېرمنې ته بدې خبرې نکوي. البته دا ددې معنٰی نه ورکوي، چې مېړه کولای شي چې د اولادونو په غیاب کې هغې ته بدې خبرې وکړي، نه داسې نده. اولادونه د پلار او مور له جنجال او غالمغال څخه ډېر پرېشانه کیږي، او دغه جنجال او غالمغال د دوی په راتلونکي ژوند ډېر بد تأثیر کولای شي.
۳۱- ښه مېړه هېڅکله خپله مېرمن په ناوړه نوم نه یادوي. مېرمن په خپل نامه ډېره خوشحاله کیږي. د اولاد د پیداکېدو وروسته د لومړی اولاد په نامه ښه خوشحاله کیږي.
د پام وړ ټکي:
دغه نقطه باید ټولو ته ښه واضح شي، چې مونږه او تاسې ټول د الله(ج) ډېر ګنهګاره بندګان یو، او مونږه ټولو خپل مسٔولیتونه په صحیح توګه ندي اداء کړي، او الله(ج) د مونږه ټولو ته عفوه او بښنه وکړي. اوس هم ناوخته ندی، چې خپل ځانونه اصلاح کړو، او د خپلو کړو جبران وکړو. له خپلو نېکو مېرمنو د زړه له کومي معذرت او بښنه وغواړو، او په دغه پاته وخت کې له هغوی سره ښه رویه او ښه چلند وکړو، او د دوی پاک زړونه لاسته راوړو.
همدارنګه، دغه ټکی هم ښه واضح شي، چې په ریښتیا سره د یوې ښځې اسلامیت تر ټولو زیات د اهمیت وړ دی. کېدای شي، چې مېړه ته هم په آخر کې دا حقیقت ښه معلوم شي، چې د ښځې ښایست د یو څو ورځو لپاره وي، لېکن د هغې اسلامی اخلاق د ټول وخت د پاره وي. که د یوه سړي مېرمن هر څومره ښایسته وي، مګر اسلامی اخلاق ونلري، نو د هغې ښایست په درد نخوري. له ښه ښایست سره ښه اسلامی اخلاق ښه مزه کوي.
زه د یوه مېړه په حیث، په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او خپلې غریبې او نېکې مېرمنې ته د زړه له کومي د نېکو اعمالو څخه ډک، اوږد عمر غواړم. هغې ته، د هغې تر مرګ وروسته د مغفرت دعا کوم. الله(ج) د هغه د قبر له عذابه او د جهنم له اوره وساتي، او الله(ج) د هغې ته جنت الفردوس په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.
په پای کې دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان اوپه ټوله نړی کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العٰلمین.
همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول او منظور وى. آمین یارب العٰلمین.
تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.
زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com
